د بشري حقونو څار سازمان: جرمني د کډوالو په لېږلو سره افغانستان کې پر "ناورین سترګې پټې کړې دي"

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د بشري حقونو څار سازمان افغانستان ته د کډوالو د ستنولو له کبله پر جرمني نيوکې کړې دي.

دغه سازمان ویلي، داسې ښکاري چې د جرمني کورنیو چارو فدرالي وزارت په افغانستان کې پر "ناورین سترګې پټې کړې دي" او داسې هېواد ته یې کډوال ورستانه کړي چې د رپوټ په ټکو، "حاکمان یې له بشري حقونو په سختو سرغړونو پېژندل کېږي، خلک پکې په عام محضر کې په دورو وهل کېږي او ښځې یې په پراخه کچه له عام ژونده ورکې کړې دي."

د بشري حقونو څار ادارې دغه غبرګون د جرمني له لوري افغانستان ته د هغو ۲۸ کډوالو له ستنولو وروسته راځي چې حکومت یې ویلي، په بېلابېلو جرمونو کې ښکېل وو.

دغه کسان د تېرې جمعې پر ورځ (د اګست پر ۳۰مه) په یوه ځانګړې الوتکه کې د جرمني‌ له لپزیک ښاره مخامخ کابل ته په ځانګړې الوتکه کې په داسې حال کې ولېږدول شول چې پښې او لاسونه یې ولچک وو.

د جرمن حکومت ویاند سټېفن هبسټریټ ویلي وو، ''دوی په جرمني کې د پاتې کېدو حق نه درلود.''

خو د بشري حقونو څار سازمان په دې اړه نن په یوه خبرپاڼه کې پر جرمني غږ کړی چې هېڅوک، پرته له دې چې څه جرم یې کړی باید داسې یوه ځای ته ونه لېږل شي چې هلته له بشري حقونو جدي سرغړونو سره مخامخ شي او په وینا یې، "د جرمني حکومت باید پر دې ښه خبر و اوسي."

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت کله هم د نړيوالو بنسټونو دا ادعاوې نه دي منلې چې له بشري حقونو دې يې سرغړونې کړې وي، بلکې وايي چې "د شریعت له مخې د ټولو حقونه خوندي دي."

خو د بشري حقونو څار سازمان بیا د ملګرو ملتونو له قوله ویلي چې ګواکې افغانستان کې وضعیت دومره "ناوړه" دی چې هېڅوک باید ور ونه ګرځول شي.

د کډوالو پر ضد د جرمن چارواکو دريځ

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

دې ادارې هلته د یوه سوریايي وګړي له لوري د چړې برید او ورپسې په تورينګیا او ساکسوني کې د تېرې یکشنبې ایالتي ټاکنو ته په اشاره د اپوزيسيون په ګډون د بېلابېلو جرمن چارواکو نظرونه راخیستې چې ګواکې د کډوالو د ستنولو بهیر چټکولو، جرمني ته د افغان او سوریایي وګړو پر ورتګ عمومي بندیز لګولو او د کډوالو روانډا ته لېږلو په اړه له څرګندونو یې ښکاري چې د کډوالو او توکميزو وګړو په اړه یې څرګندونې او تګلارې په سختېدو دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

خو دغه سازمان ویلي چې تر اوسه باید جرمني حکومت ته روښانه وي چې د احتمالي لنډمهاله سیاسي لاس‌ته راوړنو لپاره د بنسټيزو ارزښتونو تر پښو لاندې کول نه ګټونکې او نه هم د دفاع وړ تګلاره ده.

د بشري حقونو سازمان له جرمني غوښتي چې نړيوالو قوانینو ته ژمن پاتې شي.

داسې ښکاري چې کابل ته په جبري توګه د ۲۸ افغان کډوالو ستنولو له کبله پر جرمني نیوکې او فشار په ډېرېدو دی.

بي‌بي‌سي پښتو پاڼې‌ ته مالومه شوې چې له دغو افغانانو ځینې یې خپلو کورنیو ته په کابل کې سپارل شوي دي.

د طالبانو حکومتي چارواکي وايي، د ځینو ډیپورټ شویو افغانانو کورنۍ په افغانستان کې نه شته او هڅه کوي له کورنیو سره یې اړیکه کې شي چې دا پاتې هم ور وسپارل شي.

تر بشري حقونو څار سازمان مخکې د بښنې نړيوال سازمان هم دا کار له "نړیوالو قوانینو سرغړونه" بللې وه او ویلي یې وو چې باید هېڅوک هم افغانستان ته وا نه ستول شي.