اسټرالیا وايي د فلسطین دولت به په مشروط ډول په رسمیت وپېژني

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز ویلي، اسټرالیا به په راتلونکې سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د دوه دولتونو د حل لارې د هڅو ګړندۍ کولو لپاره د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.

تر اسټرالیا وړاندې برېتانیا، فرانسې او کاناډا هم ورته اعلان کړی دی.

ښاغلي البانیز وویل، دا پرېکړه یې د فلسطین د کورواکې ادارې له مشر محمود عباسه د فلسطین په راتلونکي دولت کې د حماس ډلې د هر ډول رول نه لرلو له ژمنې تر لاسه کولو وروسته کړې ده.

هغه زیاته کړه، په دې تړاو یې په تېرو اونیو کې په بریتانیا، فرانسې، نیوزیلینډ او جاپان کې هم له خپلو سیالانو سره خبرې اترې کړې دي:"یو فرصت شته او اسټرالیا به له نړیوالې ټولنې سره کار وکړي چې ګټه ترې واخلي."

تېره یکشنبه، د فلسطین پر پلوۍ یوه لاریون کې لسګونه زره کسان راټول او د سیډني له هاربر پله تېر شول.

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز زیاته کړې، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې به د فلسطینۍ 'کورواکې' ادارې له خوا له یو لړ تضمینونو وروسته دا ګام پورته کړي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، انتوني البانیز په همدې تړاو یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل:"په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د کړۍ ماتولو او په غزه کې د جګړې، کړاو او لوږې د پای ته رسولو لپاره د دوو دولتونو حل د انسانیت تر ټولو لویه هیله ده."

د انتوني البانیز په وینا، د فلسطینۍ ادارې، چې اشغال شوې لوېدیځه غاړه اداره کوي، هوکړه کړې چې د اسرائیلو د امن او خونديتوب حق بیا تایید کړي، وسلې به راټولوي، عمومي ټاکنې به کوي، بندیانو او د مړو کورنیو ته د تادیاتو سیسټم به پای ته رسوي، حکومتولۍ کې به پراخ اصلاحات راولي، ښوونیز سیستم کې به شفافیت رامنځ ته کوي او د تاوتریخوالي او کرکې د هڅولو مخنیوي لپاره به نړیوال څار ته اجازه کوي.

انتوني البانیز زیاته کړه: "دا یو فرصت دی چې فلسطینيو خلکو ته د خپلې ارادې حق په داسې ډول ورکړل شي چې حماس جلا کړي، بې وسلې یې کړي او له سیمې یې د تل لپاره وباسي."

نوموړي ویلي، په دې وروستیو کې د عرب لیګ له خوا له حماس څخه بې ساریو غوښتنو دې ژمنو ته ډېر اهمیت ور کړی دی.

عرب لیګ له حماس څخه غوښتي و چې په غزه کې خپله واکمني پای ته ورسوي او خپلې وسلې د فلسطین کورواکې ادارې ته وسپاري.

کوم هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني؟

د تېرې جولای میاشتې په ۳۰مه د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني وویل، هېواد به یې راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې فلسطین د یو خپلواک دولت په توګه وپېژني او د دوو دولتونو د حللارې د ژغورلو لپاره یې دا د اوتاوا په دریځ کې یو اړین بدلون وباله.

ښاغلي کارني په یوه خبري ناسته کې وویل: "کاناډا اراده لري چې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په اتیايمه دوره کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني" او دا به د فرانسې او بریتانیا له وروستیو پرېکړو سره سمون ولري، چې اعلان یې کړی غواړي په همدې نړیواله غونډه کې ورته ګام پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه، دا ګام د فلسطینۍ ادارې له خوا د اصلاحاتو پر ژمنتیا ولاړ دی، چې پکې د حکومتولۍ بنسټیز اصلاحات او د ۲۰۲۶ کال ټولټاکنې شاملې دي، هغه ټاکنې چې حماس ته به په کې د ګډون اجازه نه وي.

د کاناډا لومړي وزیر د اسرائیلو د حکومت هغه تګلاره وغندله "چې په غزه کې د یوه بشري ناورین سبب شوې ده" او ټینګار یې وکړ چې کاناډا دا چلن نه مني او د ولسي وګړو د حقونو درناوي او د سیمې د امنیت او ثبات غوښتنه کوي.

له بلې خوا، اسرائیلو د کاناډا د لومړي وزیر دا اعلامیه وغندله او ویې ویل چې دا اقدام د حماس لپاره "یو انعام" دی.

پنځلسو هېوادونو - استرالیا، کاناډا، اندورا، فنلنډ، فرانسې، ایسلنډ، ایرلنډ، لوګزامبورګ، مالتا، نیوزیلنډ، ناروې، پرتګال، سان مارینو، سلوانیا او اسپانیا - اعلان کړی چې دوی یا خو د فلسطین هېواد په رسمیت پېژندلی یا یې د دې اقدام ارزونه پیل کړې ده او له هغو هېوادونو یې غوښتنه کړې چې تر اوسه یې دا بهیر نه دی پیل کړی، چې ورته تګلارې غوره کړي.

په یوه ګډه اعلامیه کې چې د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو خپره کړې، ویل شوي: "موږ یا له وړاندې فلسطین په رسمیت پېژندلی، یا مو دا اراده څرګنده کړې او یا هم په مثبت دریځ سره د دې اقدام ارزونه کوو."

تېره یکشنبه د اسرائیل لومړي وزیر بینیامین نتانیاهو هغو هېوادونو باندې نیوکه وکړه چې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلو پلان لري او چاره یې له شرمه ډکه وبلله.

اسرائیل په دې وروستیو کې د هغه پلان له امله تر سختو نیوکو لاندې دی چې له مخې یې د ټولې غزې ولکه کول غواړي.

تر دې وړاندې د بریتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر اعلان کړی و که اسرائیل د غزې د ناوریني وضعیت د پای ته رسولو لپاره مهم ګامونه پورته نه کړي، هېواد به یې په سپتمبر میاشت کې فلسطین په رسمیت وپېژني.

د بریتانیا لومړي وزیر ویلي وو چې اسرائیل باید نور شرایط هم ومني، لکه د اوربند موافقه او دا چې ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړي بشري مرستې بېرته غزې ته پرېږدي.

بریتانیا ویلي، که اسرائیل دا اقدامات ونه کړي، نو دوی به د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په راتلونکې غونډه کې چې په سپټمبر میاشت کې په نیویارک کې کېږي، د فلسطین د رسمیت پېژندنې لپاره ګام پورته کړي.

د ملګرو ملتونو اتيايمه عمومي اسامبله به راتلونکې ميلادي مياشت په نيويارک کې جوړه شي.

څو هېوادونو د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی؟

د امریکا متحده ایالتونو ویلي، د فلسطین دولت به په رسمیت ونه پېژني او باور لري چې دا چاره به حماس ته د انعام ور کولو په معنا وي.

د تېرې اونۍ په وروستیو کې د امریکا مرستیال ولسمشر جی‌ډي وینس ټینګار وکړ چې امریکا د فلسطیني دولت د په رسمیت پېژندلو هیڅ پلان نه لري او هلته یې د یوه فعال حکومت نشتوالي ته اشاره وکړه.

تېر کال اسپانیا، ایرلنډ، ناروې فلسطینی دولت په رسمیت وپېژاند او هیله یې وښوده چې دا به د حماس او اسرائیلو ترمنځ اوربند ته لاره هواره کړي.

د فلسطین دولت دمګړۍ د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو له ډلې ۱۴۷ هېوادونو په رسمیت پېژندلی دی.

په ملګرو ملتونو کې فلسطین د 'دایمي څارونکي دولت' حالت لري چې په غونډو کې یې ګډون کولی شي، خو د رایې ور کولو حق نه لري.