تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسرائيل امنیتي کابینې د غزې د نیولو په اړه د نتنیاهو پلان تصویب کړ
د اسرائيل امنیتي کابینې د نتنیاهو هغه پلان تصویب کړ چې پر بنسټ یې دی غواړي، غزه "په بشپړ ډول کنټرول کړي."
د اسرائيل د لومړي وزیر دفتر په دې اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې چې د غزې ښار د نیولو لپاره تصویب شوي پلانونه او "د جګړې د پای ته رسولو په موخه پنځه اصول" پکې په تفصیل سره بیان شوي دي.
د بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي چې دا پلان د اسرائيل امنیتي کابینې په اکثریت رایو سره تصویب کړ.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه پلان له مخې به، "د اسرائيل دفاعي ځواکونه ځان چمتو کړي چې د غزې ښار کنټرول په خپل لاس کې واخلي او تر جنګي سیمو بهر مېشتو ملکي وګړو ته بشري مرستې ورسوي."
همدا راز یې "د جګړې د پای ته رسولو" لپاره دا پنځه اصول په تفصیل سره یاد کړي دي:
- د حماس بې وسلې کول.
- د ټولو یرغملو بېرته راستنول که هغه مړه دي او که ژوندي.
- د غزې تړانګه له پوځي حضوره پاکول.
- پر غزې تړانګې د اسرائیلو امنیتي کنټرول.
- د یوه داسې بدیل ملکي حکومت شتون چې حماس او یا فلسطینۍ اداره باید نه وي.
"موږ پر غزې حکومت نه کوو"
تر دې مخکې د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له 'فاکس نیوز' خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي وو چې "موږ پر غزې د بشپړې ولکې تر لاسه کولو اراده لرو."
هغه دا څرګندونې د اسرائيلو د امنیتي کابینې تر غونډې مخکې کړې وې چې په بیت المقدس کې روانه وه.
په مرکه کې ښاغلی نتنیاهو وپوښتل شو چې اسرائيل پر غزې تړانګې کنټرول غواړي؟
نو ده یې په ځواب کې وویل، "موږ دا اراده لرو، د خپل امنیت ډاډمنولو لپاره باید حماس ایسته کړو، غزهوالو ته ازادي ورکړو او [واک یې] یوه ملکي حکومت ته انتقال کړو [چې هغه] نه حماس دی او نه بل داسې څوک چې د اسرائيلو بربادي غواړي."
د اسرائيل لومړي وزیر زیاته کړه، "موږ غواړو چې د حماس له بوږنوونکې ترهې خپل ځان او د غزې خلک ازاد کړو."
خو نتنیاهو دا هم وویل چې اسرائيل "نه غواړي چې غزه له ځانه سره وساتي. موږ سولهييزه سیمه غواړو. حکومت نه پرې کوو. نه هم غواړو چې د یوه واکمن حکومت په توګه هلته پاتې شو."
عرب ځواکونه څوک دي؟
بنیامین نتنیاهو ویلي چې د غزې واک عرب ځواکونو ته سپارل غواړي. خو دا عرب ځواکونه به څوک وي؟
د بيبيسي د نړیوالو چارو مشره خبریاله ليز دوسېټ وايي چې نتنیاهو "په قصدي ډول دا خبره ګونګه پرېښی" چې دا "عرب ځواکونه" څوک دي.
اغلې لیز وايي، "که له عرب ځواکونو یې موخه اردنیان او مصریان وي نو هغوی له پيل راهیسې وايي چې له اسرائيلو سره ګډ کار کولو ته لېواله دي. خو دا یې هم روښانه کړې چې دوی به د اسرائيلو له لوري د غزې د اشغال په پلمه غزې ته لاړ نه شي."
د حماس غبرګون
حماس د غزې د نیولو په اړه د نتنیاهو د دغه پلان په ځواب کې ویلي چې د اسرائيلو لومړی وزیر د فلسطينیانو د "نسلوژنې او د هغوی د بې ځایه کولو او پر وړاندې یې د لا نورو جرمونو ترسرولو چلند ته دوام ورکول غواړي."
حماس همدا راز په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د نتنیاهو کارونه "په ښکاره ډول له مذاکراتو د دوی په شا کېدل ښيي او د خبرو له وروستي پړاوه د وتلو تر شا نیت او انګېزه یې اوس جوته شوه چې څه وه."
حماس وايي، د نتنیاهو اقدام به په دې معنی وي چې هغه د "خپلو شخصي ګټو" په خدمت کې دی او په غزه کې د پاتې اسرائيلي یرغملو "قرباني کېدو" ته لېواله دی.
دوی خبرداری ورکړی چې د غزې د اشغالولو هڅه به "لوړه بیه ولري."
د نتنیاهو دې پلان په فلسطینیانو کې هم وېره خپره کړې ده او وايي چې یو ځل بیا به "ناڅرګند ځای" ته کډه کولو ته اړ ایستل شي.
د یادولو ده چې پر غزې د بشپړې ولکې پر پلان د خبرو لپاره په بیت المقدس کې د اسرائيل د امنیتي کابینې غونډه رابلل شوې وه. داسې معلومات وو چې ګواکې د اسرائيلو د پوځ مشر او ځينې نور وزیران په بشپړ ډول د دې تګلارې ملاتړي نه دي.
بل لور ته د نتنیاهو اپوزیسیون یا مخالف مشر یایېر لېپېډ ویلي چې پر غزې د بشپړ کنټرول ترلاسه کولو لپاره د نتنیاهو تګلاره په اصل کې یوې نوې جګړې او د لا نورو یرغملو د وژنې لامل کېږي.
هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې "د دغه پلان د عملي کولو لسګونه میلیارده شيکل [اسرائيلۍ پیسې] لګښت به بیا د مالیه ورکوونکو له جېبه ځي."