تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو ملاتړ لرونکي ماهرین وايي، ''په غزه کې همداوس قحطي د خپرېدو په حال کې ده''
دغه نړیوال کارپوهان چې د ملګرو ملتونو له خوا یې ملاتړ کېږي وايي، په غزه کې قحطي تر ټولو بد حالت ته رسېدلې ده.
د خوړو د امنیت لپاره د نړیوالو کارپوهانو یوې ادارې (ایپيسي) په تازه راپور کې ویلي د غزې څه باندې دوه میلیونه فلسطینیانو کې د لوږې له امله د مړینې کچه لوړه شوې ده. راپور وايي، هلته پراخه لوږه، خوارځواکي او ناروغۍ لګېدلې دي.
په راپور کې راغلي: "اوسنۍ شمېره دا ښيي چې په زیاتره سیمو کې د خوړو د کمښت قحطي حالت ته رسېدلی او په غزې ښار کې خوارځواکي خطرناکې کچې ته رسېدلې ده."
د ملګرو ملتونو ادارو تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې په غزه کې د قحطۍ لامل انساني دی. دوی په راپور کې ویلي، یوازې په روانه میاشت کې د خوارځواکۍ له امله ۶۳ کسان مړه شوي دي. دغه ډله د دې ناورین پړه پر اسرائیل اچوي، ځکه چې د غزې ټولې اکمالاتي لارې کنټرولوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش وايي: "خبره ډېره څرګنده ده او انکار هم ترې نه شي کېدای. په غزه کې ستر انساني ناورین دی."
"دا خبرداری نه دی، دا یو ناورین دی چې زموږ د سترګو مخې ته ترسره کېږي. روانې لږ مرستې باید پراخې شي. غزې ته باید بې له ځنډه خواړه، اوبه، درمل او تېل ولېږل شي."
اسرائیل د مارچ په لومړیو کې په غزه کې ټول مرستندوی او سوداګریز توکي بند کړل او دوه اونۍ وروسته ېې د حماس پر ضد پوځي عملیات بېرته پيل کړل. په دې سره دوه میاشتنی اوربند پای ته ورسېده. اسرائیلو وویل، دغه بندیزونه یې پر حماس د فشار راوړلو لپاره لګولي، تر څو یرغمل شوي اسرائیلیان خوشي کړي.
پر غزه د اسرائیلو له ۱۱ اونېزو بندیزونو وروسته پر اسرائیلو خپلو متحدانو فشارونه راوړل او په دې سره یې بندیزونه یو څه نرم کړل، خو بیا هم په غزه کې د خوړو، درملو او تېلو کمښت ستونزه زیاته شوې ده.
اسرائیلي چارواکي ادعا کوي چې دوی د مرستو په راوړلو هېڅ بندیز نه دی لګولی او وایي، "هلته قحطي نشته."
خو اسرائیلو تازه اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو او د هغوی شریکانو سره به مرسته کوي تر څو مرستې له سرحدونو راټولې او په غزه کې یې ووېشي. خو اسرائیلو شرط دا ایښی چې هره ورځ به په دریو سیمو کې لنډمهالې وقفې کېږي او مرستې به وېشل کېږي.
د خوړو د امنیت نړیوال میکانېزم وايي، د جګړې بندولو لپاره دې بېړنۍ هڅې وشي او بې له ځنډه دې پراخې او ژوند ژغورونکې مرستې ووېشل شي.
راپور په غزه کې رسمي د قحطۍ اعلان نه دی کړی خو وايي، دا ډول اعلان یوازې له دقیقو پلټنو وروسته کېږي چې په ټکو یې دا به هم ژر تر ژره وشي.
ایپيسي د ملګرو ملتونو د ادارو، مرستندویه ډلو او حکومتونو یو نړیوال جوړښت دی چې په یوه هېواد او یا جګړه ځپلې سیمو کې د قحطۍ د معلومولو او پلټنو دنده لري.
دغه اداره د قحطۍ د درجه بندۍ لپاره خپل حساب لري. وايي، که یوه کورنۍ د خوړو له سخت کمښت، لوږې او له ستونزو سره د مبارزې وسایل یې ختم شي نو د قحطۍ په پنځمه درجه کې راځي.
په یوه سیمه کې کله رسمي قحطي اعلانېږي؟
· لږ تر لږه ۲۰سلنه کورنۍ باید په پینځمه مرحله کې وي.
· لږ تر لږه ۳۰سلنه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ کړیږي.
· هره ورځ په ۱۰زرو کسانو کې دوه تنه مري او یا له ۱۰زرو ماشومانو څلور د لوږې یا د خوارځواکۍ او ناروغیو له امله مړه شي.
همدې ادارې په مې میاشت کې خبرداری ورکړی و چې د غزې ټول خلک له لوږې سره مخامخ دي خو ۴۷۰۰۰۰ تنه چې (۲۲سلنه) کېږي، له خورا سختې لوږې سره لاس او ګریوان دي چې په پنځمه درجه کې راځي.
د دې ادارې په تازه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شوی، وايي په تېرو دوو میاشتو کې د اسرائیلي پوځ له خوا بمبارۍ او د ځمکنيو عملیاتو پراخوالي پر ملکیانو او بنسټیزو زیربناوو "ویرونکی اغېز" کړی دی.
راپور زیاتوي، اوس په غزه کې خلک خوراک ته "بېثباته او خورا خطرناکه لاسرسی" لري.
ملګري ملتونه وايي، د مرستو د وېشلو پرمهال له ۱۰۰۰ ډېر کسان د اسرائیلي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.
د راپور په وینا، په غزه کې د جولای په لومړیو کې د خوارځواکۍ کچه ډېره پورته شوې او د قحطۍ کچې ته په رسېدو ده.
راپور همدا راز د غزې د تغذیې ډلې له قوله وايي، له اپرېل تر جولای نیمايي پورې تر ۲۰زرو زیات ماشومان د سختې خوارځواکۍ له امله روغتايي مرکزونو ته وړل شوي چې له ډلې یې ۳زره ماشومان بیخي په بد حالت کې دي.
روغتونونه وايي، د پنځه کلنو کم عمره ماشومانو د لوږې له امله د مړینو کچه چټک لوړېږي.
راپور وايي، روغتونونو د هغو ماشومانو مړینه راپور کړې چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي او د جولای له ۱۷ راهیسې لږ تر لږه ۱۶ ماشومان د لوږې له امله مړه شوي دي.
دغه اداره د دې ناورین د کمولو په اړه وايي، "په بېړنۍ توګه باید د دې بدمرغۍ د کمولو لپاره اقدامات وشي."
راپور زیاتوي:
"د مرستو د بهیر زیاتول، د اساسي خدماتو بېرته فعالول، خلکو ته خوندي او بې له خنډه د ژوند ژغورونکو مرستو رسول. بې له اوربنده دا ټول ناشوني دي."
د خوړو نړیوال پروګرام او یونېسف اندېښنه څرګنده کړې چې په غزه کې قحطي او سخته خوارځواکي اوج ته رسېدلې ده."
دوی خبرداری ورکړی چې د اوس لپاره د درېیمې درجې قحطۍ (یعنې د لوږې له امله مړینې) کره شمېرې راټولول ډېر سخت دي ځکه د غزې روغتیایي سیستم له تېرو نږدې درېو کلونو جګړې له امله نړېدلی دی.
د غزې د حماس تر ادارې لاندې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ تنه د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي. د دوی په وینا د جګړې له پیله تر اوسه پورې ۱۴۷ تنه د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي چې ۸۸ یې ماشومان دي.
د روغتیا نړیوال سازمان هم د یکشنبې په ورځ وویل، یوازې په روانه میاشت کې ۶۳ تنه د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي چې ۲۴ یې د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان دي. دغه مړي ټول د شدیدې خوارځواکۍ څرګندې نښې درلودې.
د خوړو نړیوال پروګرام اجراییه رییسې، سنډي مککین وویل: "د غزې د خلکو درد له نړۍ پټ نه دی. دې ته انتظار چې رسمي قحطي اعلان شي او بیا به ژوند ژغورونکې مرستې وکړو، غیرمنطقي او غیرانساني دی."
"موږ باید غزې ته سمدستي پراخه اندازه خوراکي مرستې واستوو او هره ورځ دا بهیر جاري وساتو، که نه نو د لوږې له امله د خلکو مرګونه ډېرېږي."
ورته مهال یونېسف ویلي، د اسرائیلو د بندیزونو له نرمولو ورسته "یوازې کمه اندازه مرستې غزې ته داخلې شوې خو اړتیا بیخي ډېره ده."
دوی زیاتوي چې د غزې د خلکو د لومړنیو خوړو او تغذیې اړتیاوو پوره کولو لپاره هره میاشت له ۶۲،۰۰۰ ټنه زیاتې مرستې (شاوخوا ۳،۱۰۰ لارۍ) ته اړتیا ده.
اسراییل وايي د قحطۍ ادعا دروغ ده
د اسرائیلو د بهرنیو تچارو وزیر ګیدیون ساعر په بیتالمقدس کې یوې خبرې غونډې ته وویل، وضعیت خراب دی خو دا هم دروغ ده چې خلک دې له لوږې مړه شوي وي.
ده وویل:
"د دې سخت حالت مسول څوک دی؟… دا حماس ده."
"د لوږې پالیسي شته؟ نه! برعکس، موږ هڅه کوو مرسته وکړو."
ساعر وویل، په تېرو دوو میاشتو کې غزې ته ۵ زره لارۍ داخلې شوې دي او اسرائیل د ځمکې او هوا له لارې مرستو ته دوام ورکوي.
د اسراییلو پوځي اداره چې د مرستو د داخلېدو همغږي برابروي وايي، د دوشنبې په ورځ ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو له پولو تر ۲۰۰ لاریو مرستې راټولې کړې دي او سلګونه نورې لا هم منتظرې دي.
خو د غزې اوسېدونکي وايي، دوی تر اوسه هیڅ ښکاره بدلون نه دی لیدلی. ۳۵ کلنه بکر صلاح د غزې په الشفا روغتون کې نرسه ده، وايي: "دوشنبې په ورځ زموږ سیمه کې زرګونو کسانو ته ډېرې لږې هوايي مرستې وغورځول شوې. ماشومان مې وږي دي. دوې ورځې کېږي چې یوه ډوډۍ یې نه ده خوړلې. تل اورو چې مرستې را روانې دي خو هیڅ مو نه دي لیدلي."
په خانیونس ښار کې بلال عطاالله چې د پنځه ماشومانو پلار دی، وايي:
"ما ټوله دوشنبه د مرستو لپاره انتظار وکړ خو هیڅ مې ونه لیدل. بالاخره مجبور شوم له هغو کسانو نه اوړه واخلم چې له مرستو یې غلا کړې وه. د یو کیلو اوړې بیه یې ۳۵ ډالره وه."
نور خلک هم وايي چې غلا کوونکي ډلې مرستې لوټي او بیا یې ګران بیه خرڅوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر ټام فلېچر وايي، د یکشنبې په ورځ غزې ته د UN زیاتره ورغلې لارۍ خلکو لوټلې دي. دا غلاوې بېوسه خلک کړې دي.
اسرائیل پر حماس تور لګوي چې مرستې غلا کوي خو د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د اسرائیلي پوځ لوړپوړي چارواکي وايي تر اوسه هېڅ ثبوت نه دی موندل شوی چې حماس به په سیسټماټیک ډول مرستې غلا کړي.
د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د حکومت داخلي ارزونه هم دا ښيي چې حماس د امریکا له لوري تمویلېدونکې مرستې منظمې نه دي غلا کړې.
اسرائیلي پوځ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس د برید په ځواب کې په غزه کې جګړه پیل کړه. په هغه برید کې شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول.
د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر دې دمه له ۶۰،۰۳۴ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.