تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سټارمر: که اسرائیل ځینې ځانګړي شرطونه و نه مني، برېتانیا به سپتمبر کې فلسطین په رسمیت وپېژني
د برېتانیا لومړی وزیر سر کیئر سټارمر وايي، که اسرائیل ځیني مشخص شرطونه و نه مني، برېتانیا به په سپتمبر میاشت کې فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.
نوموړی وايي، ''که اسرائیل حکومت په غزه کې د هېښوونکي وضعیت پای ته رسولو لپاره رغنده ګامونه پورته نه کړي، یوه اوربند ته و نه رسېږي، دا څرګنده نه کړي، چې لوېدیځه غاړه به نه ضمیمه کوي او د دوو دولتونو حل په پار د اوږدمهاله سولې پروسې ته ژمنتیا و نه ښيي'' نو هېواد به یې په ملګرو ملتونو کې فلسطین په رسمیت وپېژني.
د بریتانیا لومړي وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي، چې په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د ۱۱۲ کسانو وژل شویو کسانو په ګډون پر غزه د اسرائیلو بریدونو له پیل راهیسې تر ۶۰ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
د حماس د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۲ کسان وژل شوي چې له دې سره پر غزه د اسرائیل د یرغل له پیل راهیسې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۶۰ زرو ته رسېدلی دی.
په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغلته د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې ۶۳۷ کسان ټپیان شوي هم دي چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې د ټولو ټپیانو شویو کسانو شمېر یو سل او ۴۵ زره او ۸۷۰ کسانو ته لوړ شوی دی.
ځايي روغتونونو وايي، په تازه وژل شویو کې ډېری کسان د مرستو ترلاسه کولو په تمه وو چې اسرائیلي ځواکونو پرې ډزې او هوايي بمبار کړی دی.
د غزې په مرکزي نصیرت سیمه کې د العوده روغتون چارواکي وايي، تېره شپه او نن سهار اسرائیلي ځواکونو پر کورونو بریدونه کړي چې د ۱۲ ماشومانو او ۱۴ ښځو په ګډون یې ۳۰ کسان وژلي دي.
دوی وايي، اسرائیلي ځواکونو دې سیمې ته څېرمه د بشري مرستو د وېش پر یوه مرکز هم برید کړی چې لږ تر لږه ۱۴ کسان یې وژلي او له ۱۰۰ ډېر یې ټپیان کړي دي.
بي بي سي ته ویل شوي چې اسرائیلي ځواکونو په المواصي سیمه کې هم چې د بشري مرستو د وېش لپاره یې په کې د لسو ساعتونو لپاره جګړه ځنډولې وه، ۴ کسان وژلي دي.
عیني شاهدانو او ځايي سرچینو بي بي سي ته ویلي، په خان یونس سیمه کې هم ۹ کسان وژل شوي دي.
الشفاء روغتون نن سهار ویلي، اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې پر یوه اپارتمان توغندی ور توغولی چې له امله یې دوه کسان وژل شوي دي.
لږ وروسته د یوې بلې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي چې ژغورنډلې زیانمنو شویو خلکو ته په رسېدنه کې له ستونزو سره مخامخې دي.
اسرائیلي ځواکونو تر اوسه په غزه کې د وروستیو مرګژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.
غزه کې له هوا غورځوونکو بشري مرستو ته کتنه
په وروستیو ورځو کې اماراتي او اردني الوتکو له هوا څخه په غزه کې بشري - خوراکي مرستې غورځولې دي.
د فلسطینیانو له خوا د دغو مرستو اړوند خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې خوراکي توکي لکه پخلي نخود، اوړو کڅوړې او د مکارونيو کڅوړې په کې دي.
اسرائیلي ځواکونو له هوا څخه د خوراکي توکو غورځولو ته اجازه ور کړې ده، خو د بشري مرستو اړوند بنسټونو (د ژغورنې نړیوالې کمېټې او د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو د لاسنیوي ادارې) خبرداری ور کړی چې دغه ډول مرستې د غزې د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولی.
د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو د خوندیتوب ډلبندۍ (ایپيسي) له مخې، د غزې په هرو درېیو کې یو وګړی یعنې ۳۹ سلنه خلک په څو ورځو کې خواړه نه خوري.
د یاد بنسټ د معلوماتو له مخې، په غزه کې له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه په دوو میاشتو کې څلور برابره زیاته شوې ده.
په غزه کې د لوږې له امله په ځانګړي ډول د ماشومانو د مړینو راپورونو هم شته، خو هلته د روان وضعیت له امله د کره معلوماتو راټولول خورا ستونزمنه چاره ده.