تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائیل وايي، غزې ته د مرستو کاروانونو رسېدو لپاره لارې پرانیزي
د نړیوال فشار له ډېرېدو او په غزه کې د لوږې له خبرداري وروسته اسرائیلي پوځ ویلي، ځینې بشري دهلېزونه به پرانیزي، چې غزې ته د مرستو کاروانونه ورسېږي.
اسرائیلي دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) پر یکشنبه یوه اعلامیه کې، 'په سیمه ییز ډول پوځي فعالیتونو کې د یوه تکتیکې وقفې' اعلان هم وکړ.
د غزې نژدې دوو ملیونو اوسېدونکو لپاره تر میاشتو پورې د خورا محدودې کچې خوراک له رسېدو وروسته پر اسرائیل فشار ډېرېده، چې غزې ته د نورو مرستو رسېدو ته اجازه ورکړي.
اسرائیل ''په لوی لاس په غزه کې د لوږې رامنځته کولو'' رپوټونه دروغ بللي دي.
فلسطیني چارواکو تر اوسه د غزې لپاره د بشري دهلېزونو موضوع او له هوايي لارې د مرستو توکو غورځولو په هکله څه نه دي ویلي.
بل لور اسرائیلي ځواکونو ویلي، دوی به په ټوله غزه تړانګه کې د ملګرو ملتونو او نورو سازمانانو کاروانونو ته د خوړو او درملو رسولو لپاره بشري دهلېزونه چمتو کړي.
دغه دهلېزونه به له ځايي وخت سره سم د ماښام له شپږو د شپې تر ۱۱ بجو پورې فعال وي.
ای ډي ایف ځواکونه وايي، په پوځي فعالیتونو کې وقفه به د المواصي، دیر البلح او غزې ښار په دریو سیمو کې له ځايي وخت سره سم د ورځې له لسو بجو د ماښام تر اتو بجو پورې رامنځته شي.
د اسرائيلو پوځ له دې مخکې ویلي و په دې "وروستيو" کې يې په غزه کې له هوا بشري مرستې غورځولې دي. دوی وروسته له هغه دا ګام پورته کړی چې په غزه کې د لوږې زياتېدونکي کړکېچ له کبله په نړيواله کچه له سختو نيوکو سره مخ شول.
د اسرائيلو پوځ د يکشنبې په سهار يوه اعلاميه کې وويل "د مرستو په دې اوو بستو کې اوړه، بوره او بسته شوي خوراکي توکې شامل دي."
اسرائيلو مخکې ويلي وو چې د بشري مرستو د لېږد لپاره د لارو پرانيستلو ته چمتو دی.
د اسرائيلو اعلاميه کې راغلي چې مرستې له نړيوالو سازمانو سره په همغږۍ شوې دي.
له مې مياشتې راهيسې چې اسرائیلو د مرستو د بشپړ بنديز يوه برخه لرې کړه نژدې هره ورځ داسې راپورونه ورکول کېږي چې فلسطينيان د مرستو د ترلاسه کولو پر مهال وژل شوي دي.
اسرائيلو د امريکا په همکارۍ د مرستو د وېش نوی سيستم جوړ کړی چې د ملګرو ملتونو د سيستم پر ځای کار کوي.
خو ملګري ملتونه او شریکان يې له دې ادارې سره له همکارۍ ډډه کوي او وايي دا سيستم خوندي نه دی او د بشري مرستو د بې طرفۍ او خپلواکۍ اصولو تر پښو لاندې کوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په غزه کې له هرو درېیو کسانو یو یې څو ورځې بې له خوړو تېروي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې په یوه بیان کې، چې فرانس پرېس خبري اژانس ته یې ورکړی، ویلي د خوارځواکۍ کچه مخ پر ډېرېدو ده او ۹۰ زره ښځې او ماشومان بېړنۍ او جدي درملنې ته اړتیا لري.
په روانه اونۍ کې د لوږې له امله د مړینې خبرداري ډېر شوي دي. د حماس تر واک لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د جمعې په ورځ نور ۹ کسان د لوږې او خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي. له دې سره، د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې د خوارځواکۍ له امله د مړینو شمېر ۱۲۲ ته رسېدلی دی.
اسرائیل، چې غزې ته د هر ډول توکو او خوړو د ننوتلو کنټرول لري، وایي د بشري مرستو د داخلېدو لپاره کوم محدودیت نشته او حماس یې مسؤل بولي.
د اسرائیلي امنیتي چارواکو له قوله، ویل شوي چې د مرستو هوایي بستو ته به ډېر ژر د ننوتلو اجازه ورکړل شي، خو د مرستو رسولو ادارو لا له وړاندې خبرداری ورکړی و دا یوه ناکامه او غیر مؤثره لاره ده چې د غزې خلکو ته پوره مرستې ونه رسېږي.
په داسې حال کې چې ځینو سیمهییزو رسنیو راپور ورکړی چې راتلونکې هوایي مرستې به د اردن او د متحده عربي اماراتو له خوا ترسره شي، د اردن د حکومت یوه جګپوړي چارواکي بيبيسي ته ویلي اسرائیل تر اوسه دوی ته د دې کار اجازه نه ده ورکړې.
ملګرو ملتونو د اسرائیلو دا ګام "د نه اقدام توجیه کولو لپاره یوه پلمه" بللې ده.
له بلې خوا، د غزې د بشري ناورین په اړه نړیوالې اندېښنې مخ پر ډېرېدو دي.
د جمعې په ورځ، جرمني، فرانسې او بریتانیا له اسرائیله وغوښتل چې "سمدلاسه د غزې لپاره د مرستو د ننوتلو محدودیتونه لرې کړي".
دغو درېیو هېوادونو په یوه ګډ بیان کې د "غزې د بشري ناورین او جګړې د سملاسي پای ته رسېدو" غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې اسرائیل باید "د بشري نړیوالو قوانینو پر وړاندې خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي".
په بیان کې ویل شوي: "د دې مخنیوی چې ملکي خلکو ته د اړینو بشري توکو د رسېدو اجازه ورنهکړل شي، د منلو وړ نه ده."
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ویلي نه شي کولای "د نړیوالې ټولنې د ځینو برخو د بېپروايۍ، بېعملۍ، د خواخوږۍ، انسانیت او صداقت د نشتوالي کچه توضیح کړي".
ښاغلي ګوتېرش، چې د بخښنې نړیوال سازمان یوې نړیوالې غونډې ته وینا کوله، وویل د مې له ۲۷ مې راهیسې تر دې دمه، له ۱۰۰۰ ډېر فلسطینیان د خوړو ته د لاسرسي هڅو کې وژل شوي دي.
د غزې یوه شخصي مرستندویه بنسټ، چې د امریکا او اسرائیلو له ملاتړه برخمن دی، د مې په ۲۷مه په غزه کې فعالیت پیل کړ.
یوه امریکایي امنیتي قراردادي، چې د مې او جون په میاشتو کې له دې بنسټ سره کار کړی، بيبيسي ته ویلي "بې له شکه" د خپل کار پر مهال یې "د جنګي جنایتونو ترسره کېدل" لیدلي دي.
انتوني اګوېيلار ویلي، ده په خپلو سترګو لیدلي چې د اسرائیلو پوځ او امریکایي قراردادیان د خوړو د وېش پر سیمو د جګړهیزو مهماتو، توپونو، هاوانونو او ټانکونو په وسیله بریدونه کوي.
دغه پخواني سرتېري ویلي: "زه په خپل ټول مسلکي ژوند کې هېڅکله د دې ډول وحشت، بېسروکاره او بېځایه وسلوال تاوتریخوالي د کارونې شاهد نه وم، تر هغه چې ما دا په غزه کې د اسرائیلو پوځ او امریکایي قراردادیانو له خوا و لیدل."
خو د غزې مرستندویه بنسټ د ښاغلي اګوېيلار څرګندونې "بېاساسه دروغ" بللي او ویلي یې دي چې دا یوازې د یوه نهیلي شوي قراردادي خبرې دي چې یو میاشت مخکې د سرغړونو له امله له دندې لیرې شوی دی.