تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بي بي سي او خبري اژانسونو په غزه کې د خبریالانو د لوږې خبرداری ورکړی
بي بي سي او درې مخکښو خبري اژانسونو په غزه کې د هغو خبریالانو په هکله سخته اندېښنه څرګنده کړې، چې د دوی په وینا دا خبریالان خپله او کورنۍ یې له لوږې کړیږي.
د بي بي سي نیوز، فرانس-پریس (اې ایف پي) او ایسوشیټیډ پریس (اې پي) خبري اژانسونو له لوري په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي، هغه خبریالان چې د غزې کړکېچ خبري پوښښ دنده لري، خپله هم اوس له لوږې کړېږي او د ''هغو خلکو په څېر سختو شرایطو سره مخامخ دي چې دوی یې په هکله خبري پوښښ کاوه.''
په اعلامیه کې زیاته شوې: ''دغه خپلواک خبریالان له ډېرو میاشتو راهیسې په غزه کې د نړیوالو لپاره د سترګو او غوږونو حیثیت لري.''
د یادونې ده، چې نړیوالې خبري شبکې د معلوماتو لپاره په غزه کې پر ځايي خبریالانو تکیه کوي. اسرائیل د بي بي سي په ګډون نړیوالو خبري شبکو ته اجازه نه ورکوي، چې غزې ته خپل خبریالان واستوي.
په اعلامیه کې راغلي: ''موږ په غزه کې خپلو خبریالانو ته سخت اندېښمن یو چې په زیاتېدونکې توګه نه شي کولای د ځان او کورنیو لپاره خواړه ومومي. تر ډېرو میاشتو پورې دې خبریالانو په غزه کې د نړیوالو لپاره د سترګو او غوږونو حیثیت درلود او اوس د هغو کسانو په څېر له هماغسې سختو شرايطو سره مخامخ دي، چې دوی یې په هکله خبرونه راټولول. خبریالان د جګړې په سیمو کې له سختو محرومیتونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. موږ سخت اندېښمن یو چې لوږه اوس له همدې ګواښونو یوه ده. موږ یو ځل بیا له اسرائیلي چارواکو غوښتنه کوو، چې خبریالانو ته باید غزې ته د تګ او راتګ اجازه ورکړل شي. دا خورا مهمه ده، چې هلته خلکو ته کافي اندازه خواړه ورسېږي.''
بل لور د مډېسن سانز فرنټیرز (ایم اېس ایف) سېو د چلډرن او اکسفام ټولنو په یوه مشترکه اعلامیه کې ویلي، د دوی همکاران او هغه خلک چې دوی یې خدمت کاوه، (ضایع کېږي).
خو اسرائیل چې غزې ته د مرستو رسېدو لارو کنټرولوي، پر دې خیریه موسسو تور پورې کړی، چې (د حماس پروپاګند لپاره خدمت کوي.)
په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا مسوولین وايي، له یکشنبې راهیسې د خوار ځواکۍ له لاسه ۴۵ فلسطینیان مړه شوي دي.
په مارچ میاشت کې د دوه میاشتني اوربند له پای ته رسېدو وروسته اسرائیل غزې ته د مرستې توکو لېږدولو ته اجازه نه ورکوي. دوې میاشتې وروسته د مرستو توکو دې بندیز کې تر یوه بریده نرمښت وشو، خو په سیمه کې د خوړو او درملو کمښت وضعیت نور هم ناوړه شو.
اسرائیل د امریکا په همکاري د مرستو یو نوی ناندریز نظام فعال کړ، چې چارې یې د غزې بشري سازمان (جي اېچ ایف) نومې ادارې لخوا سمبال شوې.
د جي اېچ ایف مرستو مرکزونو په شاوخوا کې له تېرو اتو اونیو راهیسې چې دې مرکزونو فعالیت پیل کړی، سلګونه کسان وژل شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان مسوولین د خپلې ارزونې له مخې وايي، د غزې ټول نفوس څلورمه برخه کسان د قحطۍ په څېر وضعیت سره مخامخ دي.
پر چارشنبه د دې ادارې مشر تیدروس ادهانوم غیبریاسوس په دې هکله وویل: ''زه نه پوهېږم له ډله ییزې لوږې پرته به تاسې دې ته څه نوم ورکوئ، خو دا داسې څه دي، چې د انسانانو له لاسه دي. دا خورا ښکاره خبره ده او دا محاصره ده.''