په غزه کې د عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو ۴۸ ساعتونو کې د خوارځواکۍ له کبله ۳۳ کسان مړه شوي دي

د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت له لوري په تازه خپرو شویو شمېرو کې ښکاري چې غزه کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ۱۲ ماشومانو په ګډون ۳۳ نور کسان د خوارځواکۍ له کبله مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ کال کې د جګړې له پیل راهیسې د خوارځواکۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۱ کسانو ته رسېدلی، چې ۸۰ ماشومان هم پکې شامل دي.

له دې مخکې په غزه کې د الشفا روغتون مشر بي بي سي ته ویلي وو، په تېرو ۲۷ ساعتونو کې په غزې تړانګه کې د لوږې او خوارځواکۍ له کبله ۲۱ ماشومان مړه شوي دي.

ډاکتر محمد ابو سلمیه وايي، په غزه کې تر نهو زرو ماشومان له لوږې کړيږي.

نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې زیاته کړه، نژدې ۷۰ زره ماشومان داسې هم دي، چې له خوارځواکۍ ځورېږي. دغه ډاکتر خبرداری ورکوي، چې په غزه کې په ځانګړې توګه د شکرې او پښتورګو ناروغانو د مړینې شمېر په ډېرېدو دي.

د ډاکتر سلمیه د دې شمېرو تر څنګ د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت هم ویلٍي و، تېره ورځ په غزه کې د خوارځواکۍ او لوږې له کبله ۱۵نور کسان مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، د غزې بنسټیزو مرستو وروستۍ لار په داسې حال کې ''له منځه ځي'' چې د اسرائیلي بریدونو په ترڅ کې هلته بشري وضعیت ''په چټکۍ سره د ویجاړېدو'' په حال کې دی.

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي د ''خلکو ژوندي پاتې کېدو لپاره د مرستو وروستۍ لار د ویجاړېدو په حال کې ده.''

ملګري ملتونه دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي، چې د غزې په مرکزي برخې دیر البلح سیمه کې چې بې ځایه شوي غزه وال په کې پناه اخلي، اسرائیلو خلکو ته د وتلو امر کړی دی.

په ځواب کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتېرش یوه ویندوی په یوه اعلامیه کې د غزې بشري وضعیت "له خنډونو سره مخامخ، له پامه غورځول شوی او له خطر سره مخامخ" بللی دی.

ویاند زیاتوي ښاغلی ګوتېرش په غزه کې''د خوارځواکۍ له کبله د ماشومانو او لویانو د مړینې له کبله خواشینی څرګنده کړی دی.''

اعلامیه زیاتوي: ''د غزې نفوسو ته په پام د ژوند د لومړنیو اړتیاوړ توکو رسېدنه له خورا ډېر کمښت سره مخامخ ده.''