اروپايي ټولنه: لوېدیزه غاړه کې د اسرائیلو عملیات له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو او کړکېچ د مدیریت کمېشنر وايي، په اشغال شوې لویدیزه غاړه کې وضعیت "نور خرابېږي".

جینز لینارسک په اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي، د اسرائیلو "د پوځي ځواک بې توپیره کارول، د ملکي خلکو پر وړاندې تاوتریخوالی او د کورونو او زیربناوو پراخ ویجاړول" "له نړیوال قانون او بشري حقونو څخه سرغړونه ده".

د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوتېرېش هم له اسرائیلو غوښتي چې په لویدیزه غاړه کې پیل کړي عملیات ودروي.

نوموړي ویلي یې دا "پر چاودېدونکي حالت د تېلو تویول دي."

دا څرګندونې له هغې وروسته شوې چې د اسرائیلو دفاعي ځواکونو وویل د عملیاتو پر دویمه ورځ یې لوېدیزه غاړه کې پنځه "ترهګر" وژلي دي.

اسرائیلي ځواکونه وايي، دغه کسان طولکرم کې "په جومات کې پټ شوي وو."

اسرائیلي ځواکونو چارشنبه د طولکرم په ګډون د لوېدیزې غاړې څلورو سیمو کې د "ترهګرۍ ضد عملیات" پیل کړل.

اسرائیل وايي، د دوی ځواکونه په لویدیزه غاړه کې "ترهګریزې ډلې او د تروریستي حجرې" په نښه کوي.

لوېدیزه غاړه د ۱۹۶۷ کال له جګړې راهیسې د اسرائیلو تر اشغال لاندې ده.

د حماس د روغتیا وزارت وايي په غزه کې له ۴۰۶۰۰ ډېر کسان وژل شوي

هممهاله په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت وايي، په دې تراړه کې د تېرې ورځې په بریدونو کې ۶۸ نور کسان وژل شوي دي.

له دې سره د تېر کال د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰۶۰۲ ته لوړ شوی دی.

د حماس روغتیا وزارت ویلي په همدې موده کې نږدې ۹۴۰۰۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

دغه وزارت زیاتوي ډیری قربانیان "تر کنډوالو او خاورو" لاندې دي او د بېړنیو مرستو کارکوونکي نه شي ورته رسېدای.