بريتانيا او ۲۷ نورو هېوادونو اسرائیل په غزه کې د مرستو ترلاسه کوونکو ملکي وګړو د وژنې له کبله غندلي

د بريتانیا، فرانسې، ايټاليا، جاپان او کاناډا په ګډون د ۲۷ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غزه کې د اسرائيلو جګړې د "سملاسي پايته رسېدو" غوښتنه کړې او خبرداری يې ورکړی چې بشري کړاو نوې کچې ته رسېدلی دی.

په يوه ګډه اعلاميه کې يادو هېوادونه ويلي چې چمتو دي د "سملاسي غير مشروط او تلپاتي اوربند" راوستلو لپاره نور ګامونه پورته کړي.

په بيان کې ويل شوي چې د اسرائيلو د بشري مرستو د وېش بڼه خطرناکه ده او د مرستو د ورو وېش او د هغو ولسي وګړو "بې رحمان وژنه" يې غندلې چې د اوبو او خوراکي توکو په لټه کې دي.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتيا وزارت وايي، د تېرې اوونۍ په پای کې له ۱۰۰ زيات فلسطينيان د خوراکي توکو د انتظار پر مهال د اسرائيلو د ډزو له امله وژل شوي او ۱۹ نورو بيا د خوارځواکۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت د دغو هېوادونو بيان رد کړی او ويلي يې دي چې "دا له واقعيت لرې دي او حماس ته ناسم پيغام لېږدوي."

ياد وزارت حماس تورن کړی چې د اوربند او د يرغملو د تبادلې پر ځای دروغ خپروي او د مرستو وېش سبوتاژ کوي.

په تېرو ۲۱ مياشتو کې له کله چې د اسرائيلو او حماس تر منځ جګړه روانه ده نړيوالو پر اسرائيلو ګڼې نيوکې کړې خو دا بيان په خپل ذات کې ځانګړی ارزښت لري.

بيان له دې سره پيلېږي چې "د غزې جګړه بايد همدا اوس پايته ورسېږي".

ورپسې خبرداری ورکول کېږي چې "په غزه کې د ولسي وګړو کړاو نوې کچې ته رسېدلی. د اسرائيلي حکومت د مرستو وېش ماډل خطرناک دی، بې ثباتي زياتوي او د غزې خلکو انساني کرامت تر پښو لاندې کوي."

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ډېوېډ لامي د ولسي جرګې غړو ته ويلي چې "په غزه کې ويرجنه لړۍ روانه ده، داسې بريدونه هم شامل دي چې بېوسه وږي ماشومان په کې وژل شوي دي."

ښاغلي لامي د غزې لپاره د ۴۰ میليونه پونډو (۵۳ ميليونه ډالر) اضافي بشري مرستي اعلان وکړ او زياته يې کړه چې "د اسرائیلو د امنيت او موجوديت د حق کلک ملاتړی یم." خو زياته يې کړه چې "د اسرائيلو حکومت کړنې د اسرائيلو نړيوال اعتبار ته نه جبرانېدونکی زيان رسوي او د دې هېواد د اوږدمهاله امنيت لپاره خطرناکې دي."

له مې مياشتې راهيسې چې اسرائیلو د مرستو د بشپړ بنديز يوه برخه لرې کړه نژدې هره ورځ داسې راپورونه ورکول کېږي چې فلسطينيان د مرستو د ترلاسه کولو پر مهال وژل شوي دي.

اسرائيلو د امريکا په همکارۍ د مرستو د وېش نوی سيستم جوړ کړی چې د ملګرو ملتونو د سيستم پر ځای کار کوي.

خو ملګري ملتونه او شریکان يې له دې ادارې سره له همکارۍ ډډه کوي او وايي دا سيستم خوندي نه دی او د بشري مرستو د بې طرفۍ او خپلواکۍ اصولو تر پښو لاندې کوي.

تېره سې شنبې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وويل چې له تېرو اتو اونيو راهيسې د غزې بشري مرستو بنسټ مرکزونو شاوخوا ۶۷۴ وژنې ثبت شوې دي.

نژدې هره ورځ داسې راپورونه ورکول کېږی چې فلسطينيان د خوړو په لټه کې وژل کېږي.

تر ډېره دا پېښې په هغو ځايونو کې رامنځته شوې چې د امريکا او اسرائيلو له خوا د تمويل کېدونکي د غزې بشري بنسټ له خوا اداره کېږي خو ځينې پېښې د ملګرو ملتونو له خوا د راوړل شويو مرستو پر ځايونو هم شوې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام د مرستو ترلاسه کوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی "په بشپړه توګه د نه منلو وړ" بللی دی.

د خوړو نړيوال پروګرام پر اېکس خپاره شوي يوه بيان کې ويلي، "خوارځواکي ډېره شوې، ۹۰ زره ښځې او ماشومان عاجلې درملنې ته اړتيا لري". له نژدې هرو دريو کسانو يو تن څو ورځې خواړه نه لري."