اسرائیلي پوځ په لومړي ځل د غزې پر دير البلح ځمکنی برید کړی

اسرائیلي ځواکونو د غزې په مرکزي برخه کې د دیر البلح پر ښار ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړي، چې د روانې شخړې له امله د بې ځایه شویو ولسي خلکو د بیا بې ځایه کیدو تازه څپه یې رامخې ته کړې ده.

عملیات د دوشنبې پر ورځ سهار وختي پیل شول، یوازې څو ساعته وروسته له هغه چې اسرائیلي پوځ د ښار په جنوب لویدیځه برخه کې د شپږو استوګنیزو ودانیو اوسېدونکو ته د وتلو خبرداری ورکړ. دغه سیمه اوس مهال د غزې په جنوب کې له رفح او خان یونسه د ورغلو زرګونو بې ځایه شویو کورنیو ډکه ده.

سیمه ییزو خبریالانو بي بي سي ته وویل چې اسرائیلي ټانکونه او پوځي وسیلې له درنو توپونو او هوايي ملاتړ سره ښار ته ننوتل.

د یکشنبې پر ورځ د اسرائیلو له خبرداري وروسته، زرګونه فلسطینیان اړ شول، د غزې تړانګې له منځۍ نورو سیمو ته لاړ شي. ډېرو ته ویل شوي چې د المواصي د کډوالو پنډغالي ته دې وکوچېږي.

د پوځ ویاند افيخاي ادرعي وویل چې اسرائیل په دیرالبلح کې "خپل فعالیتونه پراخوي، په هغه سیمه کې چې مخکې یې په کې عملیات نه دي کړي".

ملګرو ملتونو ویلي، د اسرائیلو له لوري په دیر البلح کې خلکو ته د وتلو خبرداری د بشري مرستو رسولو پر هڅو "یوبل سخت ګوزار" دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې اوچا ویلي، په دیر البلح کې لسګونه مهمې سرچینې لکه د بشري مرستو ګودامونه، طبي کلینیکونه او د اوبو مهم زیربناوې شته چې دا عملیات به یې له خطر سره مخ کړي.

ولې پر دير البلح برید؟

دير البلح د غزې له هغو سیمو ده چې اسرائیلو د حماس پر وړاندې د ۲۱ میاشتو جګړې پر مهال په کې کوم لوی ځمکنی عملیات نه وو کړي.

دغلته لسګونه زره بې ځایه شوي فلسطینیان له ځایی خلکو سره یوځای مېشت دي.

هلته د تړانګې د نورو برخو په پرتله لاهم ډیرې ودانۍ ولاړې دي او فعال طبي مرکزونه، د څښاک اوبه او د کثافاتو د پاکولو سیسټمونه شته.

ملګرو ملتونو او نورو بشري ادارو د خپلو عملیاتو او فعالیتونو مهمې برخې له رفح، دير البلح ته لیږدولي وروسته له هغه چې اسرائیلي ځواکونه یو کال وړاندې د غزې تړانګې جنوب ته ننوتل.

یو له هغو دلایلو چې ولې اسرائیلي ځواکونو پخوا پر دير البلح پوځي یرغل نه و کړی، دا یادېږي چې، هلته د حماس له لوري د یرغمل شویو کسانو د ساتل کېدو په تړاو انګیرنې وې، نو پوځي عملیات اندېښمونونکي بلل کېده.

دا روښانه نه ده چې د اسرائیلي پوځ فکر څه شی بدل کړی وي.

د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت وايي اسرائيلو په غزه کې مرستو ته په تمه ۶۷ فلسطينیان وژلي

د یکشنبې پر ورځ د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت وویل، د اسرائیلو پوځ د غزې شمال کې د ملګرو ملتونو د مرستو لاریو ته په تمه لږ تر لږه ۶۷ کسان وژلي دي.

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو (IDF) ویلي چې دوی د "سملاسي ګواښ" لرې کولو لپاره "د خبرداري ډزې" کړې دي. اسرائیلو د مړینې دغه رپوټ رد کړی دی.

د روغتیا وزارت ويلي چې شپږ نور کسان د غزې په نورو ځایونو کې د مرستو ترلاسه کولو په تمه وژل شوي او له ۱۵۰ ډېر کسان ټپیان دي، چې د ځينو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.

ملګرو ملتونو د شنبې پر ورځ خبرداری ورکړی و چې په غزه کې سخته لوږه پراخېږي او د اړینو توکو د بېړنۍ رسېدا غوښتنه یې کړې وه.

د غزې له شماله ډېر ټپیان د غزې ښار الشفا روغتون ته وړل شوي. د روغتون مشر ډاکټر حسن الشعر د یکشنبې پر ورځ بي بي سي عربي ته وویل چې دا مرکز "تر سخت فشار لاندې دی" او ټپیان یې نورو ساحوي روغتونونو ته لیږدولي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام (ډبليو اېف پي) وايي، کله چې په خوراکي توکو بار د دوی ۲۵ ګاډي د اسرائیلو له پوستو تېر شول د سختو اړمنو ولسي وګړو له ګڼې ګوڼې سره مخ شول چې ډزې پرې وشوې.

د شنبې په ورځ د غزې د روغتيا وزارت خبرداری ورکړي و چې لوږه په غزه کې ډېره شوې او زياتېدونکی شمېر خلک د سختې ستړيا او ناتوانۍ په حالت کې د درملنې مرکزونو ته ورځي.

ياد وزارت وايي، "موږ خبرداری ورکو، سلګونه خلک چې وزنونه يې له لاسه ورکړي د لوږې له کبله له مرګ سره مخ دي"، ملګرو ملتونو هم ويلي چې ولسي خلک له لوږي مري او ژر تر ژره د مرستو داخلېدل اړين دي.

د روغتيا وزارت د يکشنبې په ورځ ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د "لوږې له امله" د ۱۸ کسانو مړینه ثبت کړې ده.

له روغتونه بهر يوې ښځې بي بي سي عربي ته ويلي، "ټول وګړي د مرګ له ګواښ سره مخ دي".

دې زیاته کړې، "ماشومان د لوږې له امله مري، ځکه د خوراک لپاره هېڅ څه نه لري. خلک يوازې په اوبو او مالګه ژوند کوي... يوازې په اوبو او مالګه".

د غزې د ملکې دفاع ادارې په وروستيو تازه شمېرو کې ويلي چې د اسرائيلي ډزو له امله د يکشنبې په ورځ ټولټال ۹۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي. يادې ادارې ويلي چې ۸۰ تنه په شمالي غزه، ۹ تنه رفح او ۴ د خان يونس د مرستې رسونې په يوه سيمه کې وژل شوي دي.

د غزې يوه اوسېدونکي قاسم ابو خاطر اې اېف پي خبري اژانس ته ويلي، هڅه يې کوله چې د اوړو کڅوړه ترلاسه کړي خو د ناچاره خلکو له يوې سختې ګڼې ګوڼې او مرګوني حالت سره مخ شو.

نوموړي ويلي، "ټانکونو په نامعلوم ډول بريدونه کول او اسرائيلي پوځيانو داسې ډزې کولې لکه په ځنګله کې چې د حيواناتو ښکار کوي".

"ګڼ شمېر خلک زما مخکې شهيدان شول، هېچا نشوای کولی چې بل څوک وژغوري."

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام د مرستو ترلاسه کوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی "په بشپړه توګه د نه منلو وړ" بللی دی.

د خوړو نړيوال پروګرام پر اېکس خپاره شوي يوه بيان کې ويلي، "خوارځواکي ډېره شوې، ۹۰ زره ښځې او ماشومان عاجلې درملنې ته اړتيا لري". له نژدې هرو دريو کسانو يو تن څو ورځې خواړه نه لري."

نژدې هره ورځ داسې راپورونه ورکول کېږی چې فلسطينيان د خوړو په لټه کې وژل کېږي. د شنبې په ورځ د وزارت په وينا لږ تر لږه ۳۲ تنه د اسرائیلي ډزو له امله د غزې په جنوب کې وژل شوي وو.

تر ډېره دا پېښې په هغو ځايونو کې رامنځته شوې چې د امريکا او اسرائيلو له خوا د تمويل کېدونکي د غزې بشري بنسټ له خوا اداره کېږي خو ځينې پېښې د ملګرو ملتونو له خوا د راوړل شويو مرستو پر ځايونو هم شوې دي.

بل پلو اسرائيلي پوځ د غزې په مرکزي برخه کې له خلکو غوښتي چې د يوې ګڼ مېشتې سيمې پرېښودو ته چمتو شي. دا سيمه تراوسه د اسرائیلو د ځمکني بريد هدف نه وه ګرځېدلې.

د اسرائيلو پوځ د يکشنبې په ورځ وويل چې د دير البلح ښار اوسېدونکي اوهلته مېشت بې ځايه شوي خلک دې سملاسي ووځي.

د وتنې دا امر چې ښايي د بريد نښه وي د لسګونو زره فلسطينيانو تر منځ پراخه وېره خپره کړې ده.

اسرائيلي ځواکونو دلته هوايي بريدونه کړي خو تراوسه یې ځمکني ځواکونه نه دي ور استولي.