د بشري مرستو ډلو خبرداری، د غزې خلک د سختې لوږې له امله 'له منځه تلونکي دي'

له ۱۰۰ ډېرو نړیوالو مرستندویو سازمانونو او د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی چې په غزه کې د لوږې له امله د پراخې قحطۍ خطر شته او له حکومتونو څخه غوښتنه کوي چې بېړنۍ اقدام وکړي.

بې پولې ډاکترانو، د ماشومانو ژغورنې (سېف ده چېلډرن) او اکسفام د یوې ګډې اعلامیې له لاسلیکوونکو دي، چې پکې ویل شوي، د دوی همکاران او هغه خلک چې دوی یې خدمت کوي، "ورو ورو له منځه تلونکي دي".

اسرائیل، چې غزې ته د ټولو توکو د ننوتلو کنټرول په لاس کې لري، د دغو سازمانونو اعلامیه رد کړې او تور یې لګولی چې دوی د حماس تبلیغات خپروي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې د غزې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لس نور فلسطینیان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له یکشنبې راهیسې په غزه کې د لوږې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۳ ته رسېدلی دی.

ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې روغتونونو داسې کسان بستر کړي چې د شدیدې ستړیا یا ضعف حالت کې دي، دا حالت د خوړو نشتوالي له امله رامنځته شوی او ویل شوي چې نور خلک په سړکونو کې بې‌سده کېږي.

۱۰۹ بشردوستانه سازمانونو د چهارشنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویلي:

''لکه څنګه چې د اسرائيلو حکومت محاصره د غزې خلک له لوږې سره مخ کوي، مرستندوی کارکوونکي اوس له همدې د خوړو کتارونو سره یوځای شوي، خپل ژوند په خطر کې اچوي، یوازې دا چې خپلې کورنۍ ته خواړه برابر کړي.''

اسرائيلو د مارچ په پیل کې غزې ته د مرستو رسولو بشپړ بندیز ولګاوه او دوه اونۍ وروسته یې پر حماس نظامي بریدونه بیا پیل کړل، چې د دوه میاشتني اوربند د ړنګېدو لامل شو. اسرائيلو ویلي دا کار یې د دې لپاره کړی چې پر حماس فشار زیات کړي چې پاتې اسرائیلي یرغمل کسان خوشې کړي.

که څه هم دا بندیز نږدې دوه میاشتې وروسته یو څه نرم شو، خو د نړیوالو متخصصینو د قحطۍ د رارسېدو له جدي خبرداري سره سره، د خوړو، درملو او سون توکو کمښت نور هم شدید شوی دی.

شدیده خوارځواکي

بشردوستانه سازمانونه خبرداری ورکوي:

''ډاکتران د شدیدې خوارځواکۍ بې‌ساري کچه راپور ورکوي، په ځانګړي ډول د ماشومانو او زاړه‌عمره خلکو ترمنځ. ناروغۍ لکه شدید اسهال خپرې شوې دي، بازارونه تش دي، کثافات هر ځای پراته دي، او لویان له لوږې او د اوبو له کمښت څخه په سړکونو پراته دي. ''

یو مرستندوی، چې د رواني ملاتړ خدمات وړاندې کوي، د ماشومانو پر روحیې د دې وضعیت د ناوړه اغېزو په اړه ویلي:

''ماشومان خپلو میندې او پلرونو ته وایي: موږ غواړو جنت ته لاړ شو، ځکه هلته لږ تر لږه خواړه شته''.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د دوی ارزونې ښيي چې د غزې یو پر څلورمه برخه وګړي له قحطۍ سره ورته شرایطو کې ژوند کوي، او نږدې ۱۰۰ زره ښځې او ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ کړیږي، چې ژر تر ژره درملنې ته اړتیا لري.

ډاکټر احمد الفرح، چې د جنوبي ښار خان یونس په ناصر روغتون کې د ماشومانو د څانګې مشر دی، بي بي سي ته ویلي چې درې ورځې کېږي هېڅ ډول خواړه نه‌دي موندل شوي.

هغه وویل ماشومان بېلابېلو کچو د لوږې سره روغتون ته راځي.

ځینې له خوارځواکۍ سره مړه شوي، حتی د روغتون تر پاملرنې لاندې، او نور داسې ناروغۍ لري چې بدن ته د غذا جذب مخه نیسي.

هغه زیاته کړه:

''موږ وېره لرله چې دغه خطرناک حالت ته به ورسیږو — او اوس همدلته یو''.

د لومړنیو توکو کمښت د دې لامل شوی چې بازار کې بیې ډېرې لوړې شي، او ډېری کورنۍ نور نشي کولای هېڅ شی واخلي.

یو غزه وال ویلي:

''دا وضعیت د زغم نه دی — بیې اور اخلي. هره ورځ یوازې د اوړو لپاره ۳۰۰ شکل (۹۰ ډالر؛ ۶۶.۵ پونډه) ته اړتیا لرو''.

بشري مرستندوی سازمانونو هم دا څرګنده کړې چې ملګرو ملتونو راپور ورکړی، د مې له ۲۷ مې راهیسې، چې د اسرائیل او امریکا له خوا ملاتړ شوې د غزې بشري بنسټ د مرستو وېش متنازع بدیل سیستم پیل کړی، د خوړو ترلاسه کولو پر مهال د اسرائیلو پوځ له‌خوا تر ۱۰۵۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي، د GHF څلورو مرستندویو مرکزونو شاوخوا، چې د اسرائيلو پوځی زونونو کې دي او د امریکايي خصوصي امنیتي شرکتونو لخوا چلول کېږي، ۷۶۶ کسان وژل شوي دي. همداراز، ۲۸۸ نور کسان د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویو کاروانونو ته نږدې وژل شوي دي.

اسرائیلي پوځ ادعا کړې چې د GHF مرکزونو ته څېرمه ځای پر ځای سرتېرو یوازې د خبرداري ډزې کړي، او دوی قصداً ملکیان نه ولي. بل‌خوا، GHF تور لګوي چې ملګري ملتونه د غزې د روغتیا وزارت له خوا ورکړل شوې «ناسمې او غلطې» شمېرې کاروي.

بشردوستانه سازمانونو هم ویلي، چې د غزې نږدې ټول نفوس بې‌ځایه شوی او اوس یوازې د سیمې په هغه لږ تر لږه ۱۲٪ برخه کې ایسار دی، چې هلته نه د اسرائیلو د تخلیې امرونه پلي شوي او نه هم پوځي زونونه دي. دوی وايي دې وضعیت د مرستو رسولو عملیات ناشوني کړي دي.

دوی زیاته کړې چې په اوسط ډول یوازې ۲۸ لارۍ مرستې هره ورځ په غزه کې وېشل کېږي.

''د غزې له پولو بهر، ان د غزې دننه، زرګونه ټنه خواړه، پاکې اوبه، طبي وسایل، د سرپنا توکي او سون توکي پرته پاتې دي، خو بشري مرستندوی سازمانونه نه پرېږدي چې دا توکي ته لاسرسی ومومي یا یې توزیع کړي''.

ملګري ملتونه وايي، اسرائیل د اشغالګر ځواک په توګه، د نړیوالو قوانینو له مخې دا مسؤلیت لري چې ډاډ ترلاسه کړي بشري مرستې ټولو اړمنو خلکو ته ورسېږي.

اسرائیل ټينګار کوي چې دا هېواد د نړیوالو قوانینو مطابق عمل کوي او مرستو ته د ننوتو اجازه ورکوي، خو هڅه کوي چې دا مرستې حماس ته و نه رسېږي.

اسرائیلي چارواکو دا منلې چې وروستیو کې د فلسطینیانو لاس ته رسېدونکو مرستو کې د پام وړ کمښت راغلی، خو ملامتیا یې د ملګرو ملتونو ادارو ته ور اړولې.

د اسرائیلي پوځ هغه اداره چې غزې ته د مرستو د ننوتو همغږي کوي د دوشنبې په ورځ پر اېکس (پخوانی ټویټر) لیکلي، چې تېرو دوو میاشتو کې نږدې ۴۵۰۰ لارۍ مرستې غزې ته داخلې شوې دي، چې پکې ۲۵۰۰ ټنه د ماشومانو خواړه او د لوړ کالوري ځانګړي خواړه هم شامل دي.

دغه اداره همداراز د ډرون ویډیو خپره کړې، چې پکې ښيي نږدې ۹۵۰ مرستندویه لارۍ د غزې په خوا د «کرم شالوم» او «زیکیم» له سرحدي پوستو سره نږدې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو له خوا د انتقال لپاره منتظرې دي.

ملګرو ملتونو بیا بیا ویلي، دوی له دې سره مبارزه کوي چې د اسرائیلو له خوا اړین اجازه‌لیکونه تر لاسه کړي، چې له سرحدي پوستو د غزې دننه موټر چلوونکو په مرسته مرستې راواخلي او له پوځي زونونو یې تېرې کړي.

روانې جګړې، ویجاړې سړکونه او د سون توکو شدید کمښت دا ستونزې لا سختې کړې دي. همداراز، د وسلوالو ډلو له خوا لوټ او چور هم وخت نا وخت د مرستو د وېش مخه نیولې ده.

ملګرو ملتونو ویلي، د تېرو اونیو یوه لویه ستونزه دا وه چې دوی نه‌شي کولای له اسرائیلي پوځ څخه دا ډاډ تر لاسه کړي چې ناچاره فلسطینیان به د مرستو له کاروانونو د خواړو اخیستلو پر مهال ونه وژل شي.

د ملګرو ملتونو ویاند، ستیفان دوجاریک د سه‌شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:

''په ډېرو مواردو کې، چې د ملګرو ملتونو ټیمونه له اسرایلو څخه د غزې سرحدي پوستو ته نږدې تړلو کمپاونډونو څخه د مرستو را اخیستلو اجازه لري، ملکیان چې دا لارۍ ته نږدې کېږي، پرې ډزې کېږي، سره له دې چې اسرایلي پوځ ژمنه کړې چې نه به حاضر وي او نه به ښکېل شي. ''

هغه زیاته کړه:

''دا خبره باید بیا بیا ټینګه شي — دا د بشري مرستو د همکارۍ نمونه نه ده، بلکې برعکس ده. هیڅوک باید د خوراک د ترلاسه کولو لپاره خپل ژوند په خطر کې وا نه ږدي''.

اسرایلي پوځ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس تر مشرۍ برید ته په غبرګون کې په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل، هغه برید کې نږدې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۱ تنه یرغمل شوي وو.

د غزې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له هغه راهیسې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۵۹,۲۱۹ کسان په غزه کې وژل شوي دي.