له فرانسې او بریتانیا وروسته کاناډا د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو پلان لري

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي، هېواد به یې راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې فلسطین د یو خپلواک دولت په توګه وپېژني او دا یې د اوتاوا په دریځ کې یو اړین بدلون وباله چې د دوو دولتونو د حل لاره وژغورل شي. په ورته وخت کې،‌ د حماس غورځنګ اسرائیل تورن کړی چې له "خوړو نه د فلسطینیانو د ورو وژنې د وسلې په توګه" ګټه اخلي بشري مرستې یې د ګډودۍ او چور وسیله ګرځولې ده.

کارني په یوه خبري ناسته کې وویل: "کاناډا اراده لري چې د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په اتیايمه دوره کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني" او دا به د فرانسې او بریتانیا له وروستیو پرېکړو سره سمون ولري، چې اعلان یې کړی غواړي په همدې نړیواله غونډه کې ورته ګام پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه چې دا ګام د فلسطینۍ ادارې له خوا د اصلاحاتو پر ژمنتیا ولاړ دی، چې پکې د حکومتولۍ بنسټیز اصلاحات او د ۲۰۲۶ کال د عامو انتخاباتو ترسره کول شامل دي، هغه انتخابات چې حماس ته به پکې د ګډون اجازه نه وي.

د کاناډا لومړي وزیر د اسرائیلو د حکومت هغه تګلاره وغندله "چې په غزه کې د یوه بشري ناورین سبب شوې ده" او ټینګار یې وکړ چې کاناډا دا چلن نه مني او د ولسي وګړو د حقونو درناوي او د سیمې د امنیت او ثبات غوښتنه کوي.

له بلې خوا، اسرائیلو د کاناډا د لومړي وزیر دا اعلامیه وغندله او ویې ویل چې دا اقدام د حماس لپاره "یو انعام" دی.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل: "په دې وخت کې د کاناډایي حکومت د دریځ بدلون د حماس لپاره یو انعام دی او دا کار په غزه کې د اوربند د ترلاسه کولو او د برمته شویو کسانو د خوشي کولو هڅو ته زیان رسوي."

استرالیا، فرانسې، ناروې او پرتګال له لسو نورو هېوادونو سره یوځای، "له ټولو هېوادونو" وغوښتل چې فلسطین په رسمیت وپېژني

پنځلسو هېوادونو - استرالیا، کاناډا، اندورا، فنلنډ، فرانسې، ایسلنډ، ایرلنډ، لوګزامبورګ، مالتا، نیوزیلنډ، ناروې، پرتګال، سان مارینو، سلوانیا او اسپانیا - اعلان کړی چې دوی یا خو د فلسطین هېواد په رسمیت پېژندلی یا یې د دې اقدام ارزونه پیل کړې ده او له هغو هېوادونو یې غوښتنه کړې چې تر اوسه یې دا بهیر نه دی پیل کړی، چې ورته پالیسۍ غوره کړي.

په یوه ګډه اعلامیه کې چې د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو خپره کړې، ویل شوي: "موږ یا له وړاندې فلسطین په رسمیت پېژندلی، یا مو دا اراده څرګنده کړې او یا هم په مثبت دریځ سره د دې اقدام ارزونه کوو."

د دغو پنځلسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له "ټولو هغو هېوادونو" وغوښتل چې تر اوسه یې فلسطین په رسمیت نه دی پېژندلی یا یې دا بهیر نه دی پیل کړی، چې د دې بلنې ملاتړ وکړي.

دغو هېوادونو ویلي چې د فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه پېژندل "د دوه دولتونو د حل پر لور یو ضروري ګام دی."

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه هېوادونه د روان کړکېچ د حل لپاره "د دوه دولتونو حل لارې ته ژمن دي، چې له مخې یې دواړه ډیموکراتیک هېوادونه - اسرائیل او فلسطین - باید په امن او په رسمیت پېژندل شویو پولو کې، د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو اړوندو پرېکړه‌ليکونو سره سم، په سوله کې او یو او بل تر څنګ ژوند وکړي."

په دې اعلامیه کې د "غزې تراړې او لوېدیځې غاړې د یووالي" پر اهمیت ټینګار شوی، چې دواړه باید د فلسطین د رسمي دولت تر ادارې لاندې وي.

اوسمهال غزه د حماس تر کنټرول لاندې ده.

له اسرائیل سره د "عادي اړیکو" د ټینګښت بلنه

د پنځلسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو همداراز له هغو هېوادونو وغوښتل چې لا یې له اسرائیل سره "عادي اړیکي" نه دي ټینګ کړي، چې دې بهیر ته ور ننوځي او چمتووالی یې وښود چې پر دې موضوع خبرې پیل کړي.

وزیرانو ویلي: "موږ خپله اراده اعلانوو چې د غزې له 'جګړې وروسته راتلونکې' لپاره پر یوه جوړښت او چوکاټ کار وکړو؛ داسې جوړښت چې د غزې بیا رغونه، د حماس د وسلو اېښودل او له فلسطیني حاکمیته یې څنګ ته کول تضمین کړي."

دغه هېوادونو د سملاسي اوربند، د ټولو هغو یرغمل شویو بې قید او شرطه او ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې چې د حماس په لاس کې دي او د مړو شویو مړي وسپارل شي. همداراز یې "بشردوستانه مرستو ته د بې خنډه لاسرسي تضمین" هم مهم بللی دی.

تر دې وړاندې د بریتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر اعلان کړی و که اسرائیل د غزې د ناوریني وضعیت د پای ته رسولو لپاره مهم ګامونه پورته نه کړي، هېواد به یې په سپتمبر میاشت کې فلسطین په رسمیت وپېژني.

د بریتانیا لومړي وزیر ویلي وو چې اسرائیل باید نور شرایط هم ومني، لکه د اوربند موافقه او دا چې ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړي بشري مرستې بېرته غزې ته پرېږدي.

بریتانیا ویلي، که اسرائیل دا اقدامات ونه کړي، نو دوی به د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په راتلونکې غونډه کې چې په سپتمبر میاشت کې په نیویارک کې ترسره کېږي، د فلسطین د رسمیت پېژندنې لپاره ګام پورته کړي.

د ملګرو ملتونو اتيايمه عمومي اسامبله به راتلونکې ميلادي مياشت په نيويارک کې جوړه شي.