د ملګرو ملتونو مشر د امنيت شورا له غړو په غزه کې د "انساني ناورين د مخنيوي غوښتنه وکړه"

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د امنیت شورا غړو هېوادونو ته په یوه ځانګړي استولي لیک کې په غزه کې د "انساني ناورین د مخنیوي" غوښتنه کړې.

ښاغلي ګوتېرېش په خپل استولي لیک کې ټینګار کړی چې غزه کې حالت په چټکۍ ناوړه کېږي او د فلسطینیانو او سیمې امنیت ته به نه جبیره کېدونکې پایلې به ولری.

دغه لیک د ملګرو ملتونو د منشور د ۹۹ مادې له مخې امنیت شورا ته استول شوی چي یو ډراماتیک ګام بلل کېږي.

۹۹ ماده د ملګرو ملتونو مشر ته دا واک ورکوي چې د امنیت شورا پام هرې هغې مسلې ته واړوي چې په باور یې نړیوال امنیت او سولې ته ګواښ جوړوي.

انتونیو ګوتېرېش له دې مادې سره سم د امنیت شورا غړو هېوادونو ته په یوه استولي لیک کې له هغوی په ټینګه غوښتنه کړې چې په غزه تړانګه کې د یوه بشری ناورین مخنیوی وکړي.

د ښاغلي ګوتېرېش ویاند سټیفن دوجارېک نیویارک کې یوې خبرې ناستې ته وویل سرمنشي د یوه بشري اوربند لپاره د هڅې په موخه اړ شو د ملګرو ملتونو د منشور په ۹۹ ماده کې د ورکړل شوي واک د کارونې کمساری ګام پورته کړي.

نوموړي وويل، "په دومره لنډه موده کې، غزه او اسرائیلو کې د سر زیان رامنځته شوې کچې ته په پام ښاغلي ګوتېرېش نن د امنیت شورا مشر ته د منشور د ۹۹ مادې له مخې یو لیک واستاوه. دا په ۲۰۱۷ م کال کې دغې دندې ته له رسېدو وروسته لومړی ځل دی چې ښاغلي ګوتېرېش دغه راز یو ګام پورته کوي."

نوموړي زياته کړه "په لیک کې ښاغلي ګوتېرېش له غړو هېوادونو په ټینګه غوښتنه کړې د بشری ناورین مخنیوی او اوربند دې اعلان شي. تاسو چې ورته له هره اړخه ویني زه فکر کوم دا یو ډراماټیک قانوني ګام دی چې سرمنشی پورته کړی. "

ښاغلی سټېفن ډوجارېک وايي، "په تېرو څو لسیزو کې د منشور دا ماده نه وه کارول شوې. موږ په داسې ځای کې د بشري فعالیتونو فلجېدو ته نژدې شوي یو چې د رپوټونو پر بنسټ ۱۵ زره کسانو وار له مخه خپل ژوند بایللی. هغه د ناورین ټکی سربېرن نه کاروي او موږ ډېر هیلمن یوو چې امنیت شورا د هغه پر دې غوښتنې جدي غور وکړي."

د اسرائيلو غبرګون

د ملګرو ملتونو د سرمنشي دې ګام ته له تمې سره سم د اسرائیلو غبرګون هم ډېر توند و. د اسرائیلو د بهرینو چارو وزیر اېلي کوهېن وویل د ښاغلي ګوتېرېش د کار دوره "د نړۍ د سولې لپاره یو خطر دی". نوموړي د هغه د سملاسي استعفا غوښتنه وکړه.

په همدې حال اسرائیلي ځواکونه وايي د غزې په لروبر کې د حماس او اسلامي جهاد له وسلوالو سره يې نښتې کړې دي. تر ټولو سخته نښته، شمال کې د کډوالو په جباليا پنډغالي او سویل لوري ته د خان یونس په ښار کې شوې.

د اسرائیلو یوه پوځي ویاند ډانیل هګاري وویل د بریدونو موخه غزه کې د حماس د مشر یحیی سنوار له منځه وړل دي.

نوموړي وويل، "د پوځ کوماندو او ۱۹۸ فرقو خان یونس کې ګډ عملیات پیل کړي. زموږ ځواکونو سیمه کلابنده کړې. د یحیی سېنوار کور په خان یونس کې دی. هلته د ترهګرۍ تاسیسات او مرکزونه دي. سنوار د مځکې پر مخ نه راڅرګندېږي. دی د مځکې لاندې وي. "

خو د غزې خلک وايي حالت سخت بوږنونکی دی.

دغزې يو اوسېدونکي وايي، "هره دقیقه کې هوايي بمبارۍ او د ټانکونو بریدونه کېږي. غزه کې هېڅ ځای خوندي نه دی. موږ نه پوهېږو چې ایا د خوندیتوب لپاره به راته بل ځای ته د تلو وايي او که نه. "

رپوټونه وايي خلک په هر ځای کې چې کولای شي له بمباریو د پناه اخیستو هڅه کوي. غزه کې روغتیايي چارواکي وايي پر روغتونونو د مړو او ټپیانو د ډېر شمېر له امله فشار خورا ډېر شوی دی.