تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائیلو خپل ځمکني عملیات د غزې ټولو سیمو ته غځولي
له درې ورځنیو سختو بمباریو وروسته اسرائیلي ځمکني ځواکونه د غزې سوېل لوري ته خوځېدلي دي. اسرائیلي رسنیو ویلي، اسرائیلي پوځ د خان یونس شمال کې ځمکني عملیات پیل کړي دي.
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو یوه نقشه خپره کړې او هغه نوې سیمې پکې ښیې چې ملکي وګړو ته پکې د وتلو سپارښتنه شوې.
د غزې په سویل کې د ګڼې ګوڼې په ډکه سیمه کې د یوه روغتون مسؤلینو ویلي، دغه روغتون له ټپیانو ډک دی، په انځورونو کې ښکاري چې د روغتون په دهلېزونو کې ټپیان پراته دي.
په داسې حال کې چې د اسرائیلو پوځ وايي د غزې په تړانګه کې یې ځواکونه د حماس له وسله والو سره مخامخ دي، د دفاعي چارو شنونکي د غزې په سوېل کې وروستۍ پیښې هلته د بشپړو ځمکني عملیاتو د ترسره کولو پیل بولي.
په وروستیو ورځو کې د اسرائیلو ډیری هوایی بریدونه په خان یونس کې سیمې په نښه کړې دي. باور دی چې په غزه کې د تنظیم چارو مشر یحی سینوار او د پوځي څانګې مشر محمد دیف په ګډون د حماس لوړ پوړي مشران پټ دي.
د یدیعوت احرونوت ورځپاڼې راپور ورکړی اټکل دی چې په خان یونس کې به جګړه "کافي سخته" وي. ځکه هلته وضعیت نه یوازې د سلګونو زرو بې ځایه شویو فلسطینیانو له امله پیچلی دی بلکې په شمال کې له جګړې څخه تښتېدلو خلکو هلته پناه اخیستې او داسې هم انګېرل کېږي چې ځینې اسرائیلي یرغمل شوي هم هلته ساتل کېږي.
د اسرائیلو دفاعي ځواک (ای ډي ایف) خبر ورکړی، تېره ورځ په غزه کې د جګړې په ترڅ کې د دوی درې سرتېري وژل شوي دي.
له دې سره په جګړه کې د وژل شویو اسرائیلي پوځیانو شمېر ۷۵ تنو ته ورسېد.
بلو پلو د فلسطین تلوېزیون د دغې ادارې د مشر حسام خلیفه له خولې ویلي، تر اوسه د اسرائیلو په بریدونو کې له ۱۵ زرو او ۵۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
د رپوټونو له مخې په غزه کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ جګړه کې د اوښتو زیانونو مرکزي ادارې ویلي، اسرائیلي بمباریو غزه تړاډه کې له ۴۰۰ زره استوګنیزو کورونو ۲۵۰ زره یې ځینې بشپړ یا تر یوه حده ویجاړ او زیانمن کړي او هلته ۷۰ سلنه روغتونونه له کاره لوېدلي دي.
اسرائيلي پوځ په سوېلي خان یونس سیمه کې نورو فلسطينیانو ته هم د سیمې د پرېښودو امرونه کړي. دوی په غزه کې په ګڼ مېشتو استوګن سیمو هم درنې بمبارۍ کړې.
خو ملګرو ملتونو ویلي، په غزه کې د خلکو لپاره سخته ده چې د اسرائیل دغه امرونه پر وخت پر ځای کړي، ځکه چې هم انټرنېټ ته او هم برېښنا ته لاسرسی ډېر محدود دی.