تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غزې سوېلي اوسېدونکي: اسرائیلو تر ټولو سخت بمبار کړی
فلسطین کې د حماس ډلې سیاسي دفتر ویلي، له اسرائیلو سره د روانې جګړې د بشپړې پای ته رسېدو لپاره د بندیانو پر تبادلې خبرې کېدای شي. حماس دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د غزې جنوبي ښار خان یونس اوسېدونکو د اسرائیلي پوځ بمبارۍ سختې او درنې بللې دي.
د حماس د سیاسي دفتر مرستیال صالح العاروري ویلي، چې اوس مهال پر دې غوراوي له اسرائیلو سره خبرې نه دي شوې.
نوموړي له الجزیرې تلوېزیون سره یوه مرکه کې ویلي "له حماس وروسته پړاو په اړه مذاکرات نشته، بلکې دا دي چې ددغه پوځ لپاره څنګه ممکنه ده د سرېښو له هغه ډنډه ځان وباسي چې اوس پکې نښتی دی.. نیواککر په ترهه کې دی که ګومان کوي چې پر موږ خپل راج چلولو کې توان لري او غزه کې مقاومت مات کړي، دا مازې خوب او خیال دی. د جګړې لومړی پړاو یې ناکام شو او پر غزه یې چې کوم ځواکونه ور مارش کړي وو، د یوه پوره هېواد د ماتولو لپاره کافي وو."
په مرکه کې صالح العاروي – چې د حماس یو جګپوړی چارواکی دی او اسرائیل یې د وژلو په لټه کې دي- ویلي: "د ډېر عمر لرونکي سړي چې ټولو یې پوځ کې نوکري کړې ده او ځینې یې د احتیاطي پوځیانو نوملړ کې دي، موږ دوی ته د تېر پرتله بېل معیارونه لرو".
په همدې مهال، اسرائیلي پوځ د حماس د یوه قومندان د وژلو ادعا کړې، چې حماس لا نه ده تایید کړې.
دغه پوځ ویلي چې د حماس اړوند (الشجاعیة) کنډک قومندان وسام فرحات یې وژلی دی.
د دوی په وینا، فرحات له ۲۰۱۰ کال راهیسې د دغه کنډک قومندان او د اسرائیلو پوځ کې د ګڼو کسانو د وژلو او ټپیانولو مسؤل هم و او پر اسرائیلو د حماس د اکتوبر د اوومې د بریدونو پلان جوړوونکو له ډلې و.
اسرائیلو منلې چې د دوی د پوځ یو قومندان چې د غزې د سوېلي کنډک قومندان هم و، حماس وژلی او مړی یې له غزې تړانګې بهر غورځولی دی.
له ده سره دوه نور ساتندویان پوځیان هم وژل شوي. چې یو یې ساتندوی تامر یعقوب اخمیس (۲۰ کلن) او بل ساتندوی کیریل برودسکي (۱۹ کلن) و او مړي یې لا هم غزه تړانګه کې بند پاتې دي.
په همدې مهال د امریکا دفاع وزیر لوید اسټن پر اسرائیلو غږ کړی چې غزه کې د ولسي خلکو ساتنې ته پام وکړي.
رویټرز د نوموړي له خولې ویلي، چې غزه کې به حماس په دې جګړه کې بریالیتوب ته پرې نه ږدي.
د غزې جنوب خان یونس کې خلکو ویلي چې هلته هېڅ امن ځای نه دی پاتې. اسرائیلو د شنبې په ورځ پر غزه تر ټولو درنې بمبارۍ وکړې چې له جګړې تښتېدلي وګړي یې له نسبتا خوندي سرپناوو د نورو امن ځایونو لټولو ته اړایستلي دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي نادر ابو ورده فرانس پرېس ته ویلي، هېڅ یې زړه ته نه لوېږي چې د ۳۰۰۰ استوګنیزو اپارتمانونو منځ کې په دوو دقیقو کې د اسرائیلو پنځو بمباریو کې ژوندی پاتې شوی دی.
په غزه کې ملکي دفاع ویلي، د اسرائیلو بمباریو شپږ هغه ودانۍ ویجاړې کړې دي چې سلګونه بې ځایه شوې کورنۍ پکې سرپټولو ته اړ شوې وې.
له بمباریو مخکې اسرائیلي پوځي د ودانیو څښتنانو او استوګنو خلکو ته خبرداری ورکړی و چې سملاسي له دې ځایه ووځي.