بې پولې ډاکټران: غزه کې د اسرائیلو تازه بمباریو روغتونونه له ټپیانو بیا ډک کړي

په غزه د اسرایئلي جنګي الوتکو بریدونه چې د جمعې په ورځ له لنډمهاله اوربند وروسته پیل شوې له دمې پرته روان دي.

ددې درنو بمباریو پایله کې یو ځل بیا د ولسي مرګ ژوبلې کچه په لوړېدو ده.

په غزه کې د حماس روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه له ۱۹۳ډېر کسان وژل شوي او له ۶۵۰ ډېر نور ژوبلول شوي دي.

دا شمېرې د هرې ګړۍ په تیرېدو ډېریږي.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وایي د بمباریو بیا پيل راهیسي، روغتونونه له ټپیانو ډک شوي چې ډېر یې ماشومان دي.

ددې روغتیایي ټولنې مرستیالې همغږې کوونکې ډاکټر نتالي بي بي سي ته وویل د غزې په سویل کې د نصر روغتون روغتیایي کارکوونکي د ټپيانو درملنې په برخه کې له ستونزو او ګواښونو سره مخ دي.

نوموړي وویل "د بمباریو له بیا پیل را هیسې ډېری کسان د النصر روغتون ته راوړل شوي او ډېرو هلته پناه اخیستې، وضعیت داسې دی چې ان ټپیان د موټرو په تم ځای کې پراته دي، موږ نه شو کولای چې د ټولو زیانمنو ستونزو ته ورسېږو، نه کارکوونکو لرو، نه ځای او نه هم روغتیایي توکي."

اغلي نتالي خبرداری ورکړ چې "که روغتیایي خدمتونه ودریږي هلته به ناورین رامنځته شي."

نوموړې وویل اړتیا ډېره زیاته ده، او که دوی ته مرستې ونه رسیږي موږ نه شو کولای چې ډېرو بېړنیو ناروغانو ته هم رسیدنه وکړو.

په همدې حال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې په غزه کې له لنډمهاله اوربند څو ورځې وروسته د اسرائیلو د بریدونو بیا پیلېدل "غندلي" او د "بنسټیز حل" غوښتنه یې کړې ده.

د ياد وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي له خوا خپره شوې اعلاميه کې راغلي، "د افغانستان اسلامي امارت پر نړيوالو او سيمه ييزو موثرو دولتونو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو مدعي سازمانونو غږ کوي چې په غزه او اشغال شوي فلسطين کې د روانې ټولوژنې مخه ونيسي او د دې قضيې اساسي حل ته لار اواره کړي. "

د مرګ ژوبلې دا نوې لړۍ داسې مهال په چټکۍ مخکې روانه ده چې له اوربند مخکې هم له ۱۵ زرو ډېر خلک وژل شوي او له ۴۰ ډیرو ټپیان دي، چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان بلل شوي.

په همدې حال کې اسرائیلو د غزې په شمال او سویل کې له پاتې خلکو هم غوښتي چې خپلې سیمې پریږدي او په ورځېرمه سیمو کې پناه واخلي.

د اسرائيل د وتلو لپاره د ځایونو داسې نقشې هم خپرې کړې چې که په ټوله غزه کې چا ته وویل شي له خپلو کورونو ورشي کومو ټاکل شوو ځایونو ته لاړ شي.

د بې ځآیه کېدونې دا نوې لړۍ داسې وخت کې ده چې له وړاندې پر غزه د اسرائیلي د بریدونو له کبله نژدې ۱،۸ میلیون خلک بې ځایه شوي دي.

که څه هم چې د شنبې په ورځ د بشري مرستو د رسیدو ځينې رپوټونه ورکړل شوي خو ملګري ملتونه وایي بشري ډېرې کمې دي

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره وايي د جګړې له بیا پیل راهیسې غزې ته بشري مرستې نه دي رسیدلې.

ددې ادارې ویاندې جولیټي توما زیاتوي "پرون غزې تړانګې ته هیڅ د بشري مرستو کاروان نه دی راغلی، وروسته له هغې چې اوربند مات شو، مرستې هم بندې شوې، دارنګه د سوند توکو ټانکر هم نه دی راغلي، زموږ ویره داده چې بېرته هغې وخت ستنیږو چې په لومړنیو اونیو کې وو، هغه وخت چې مطلق بندیز وو، په غزې تړانګه کې د هرې سیمې کلابندې احساسیږي."

ددې نویو بریدونو سره همهاله د اسرائیلو دفاع وزارت وایلي چې په غزه کې یې د حماس نږدې ۴۰۰ پټنځایونه په نښه کړي.

خو حماس وایي چې ډېره نښه شوي ځایونه ولسي میشت ځایونه دي.

د بمباریو له امله د ویجاړو شویو ودانیو انځورونو کې هم ښکاري چې ځای ځای میشت ځایونه په نښه شوي.

که هم امریکا د جګړې درولو لپاره کومه نوې خبره نه کړې خو له اسرایلو یې غوښتي چې د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره جدي هڅې وکړي.

امریکا له وړاندې حماس د اوربند په ماتولو تورن کړی خو حماس بیا دا تورنه نه مني.

بل خوا د سوریې دفاع وزارت ویلي چې اسرایلو ددې هېواد پلازمینې ته څېرمه ځېنې سیمې بمبار کړې دي.

رپوټونه کاږي چې دا بریدونه د حزب الله غړو شوي چې په روانه جګړه کې د حماس ملاتړ کوي.

اسرائیلو په سوریه کې دا بمبار په غزه کې له هوایي بریدونو سره هم مهاله پیل کړي دي.

له لبنان سره په پوله هم د حزب الله وسله والو او اسرایلي ځواکونو ترمنځ نیښتې شوې دي.