پاکستان له هغو کډوالو ۸۳۰ ډالر خروجي فیس اخلي، چې نورو هېوادونو ته ځي

    • Author, کارولین داویس
    • دنده, د پاکستان لپاره د بي بي سي خبریاله

پاکستان تائید کړې چې له بې اسنادو کډوالو هغه مهال ۸۳۰ ډالره اخلي چې غواړي له دې هېواده ووځي. دا خروجي فیس له هغو کډوالو اخیستل کېږي چې له ویزې پرته پاکستان ته تللي دي.

په اکتوبر کې کې پاکستان حکومت اعلان وکړ، هغه یو اعشاریه اووه میلیونه بهرنیان به په زور له هېواده وباسي چې له قانوني اسنادو پرته هلته اوسي او د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې په خپله خوښه له دې هېواده و نه وځي.

دا ډېری کسان افغانان دي او سلګونه زره هغه کسان هم پکې شامل دي، چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډوال شوي دي.

هغه چې پاکستان کې د اوسېدو ویزې یې له وخته تېرې شوې د ویزو مودې پای ته رسېدو وروسته وخت ته په کتو به جریمه کېږي.

د یادونې ده، چې له هغو کډوالو دا پیسې نه اخیستل کېږي چې بېرته افغانستان ته ستنېږي.

د بښنې نړیوالې ټولنې د شمېرو له مخې هغه افغانان چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي، اکثریت یې د اسنادو ترلاسه کولو کې د ځنډ له کبله له ټاکلې مودې زیات وخت په پاکستان کې پاتې شوي دي.

پاکستان د کډوالۍ کنوانسیون غړی نه دی او د دې هېواد چارواکي وايي، هېڅ یو افغان چې د دوی په خاوره کې اوسي د کډوال په توګه نه مني. پاکستان کې یوه لوړپوړي دیپلومات بي بي سي ته وویل، دا خروجي فیس په ځانګړې توګه د هغو کسانو په برخه کې اندېښمنونکی دی، چې د بشري خواخوږۍ پر بنسټ هلته لېږدول شوي دي.

دوی وايي: ''په ډېری هېوادونو کې که د بهرنیانو ویزې موده ختمه شي، یا جریمه کېږي او یا هم له هېواده شړل کېږي. خو ستونزه دا ده چې له هغو کسانو پیسې اخیستل کېږي چې موږ پر بشري بینادونو ویزې ورکړې. دا داسې خلک نه دي، چې دوی زموږ لپاره کار کړی، بلکې یو این ایچ سي ار ورته په داسې نظر ګوري چې بشري اړتیا وه. دا خورا ناوړه بېلګه رامنځته کوي.''

دغه دیپلومات وايي، داسې لومړنۍ اشارې شته چې ښيي حکومت ښايي پر دې پرېکړه له سره غور وکړي، چې په وینا یې دوی یې هڅوي.

خو پاکستاني چارواکو له بي بي سي سره په خبرو کې د دې موضوع بیا ارزونې په هلکه څه نه دي ویلي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو این ایچ سي ار مسوولینو بیا په دې هکله بي بي سي ته وویل دوی ''هڅه کوي چې موضوع حل شي. موږ له چارواکو سره دلیل وایو چې کډوال له دې غوښتنې معاف کړي. د پاکستان حکومت او خلکو تر لسیزو پورې افغان کډوالو ته پناه او خوندیتوب ورکړي، چې د ستاینې چاره ده او اړتیا دا ده، چې دا دوام وکړي.''

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوه ویندوی بیا په دې هکله وویل: ''د پاکستان قوانین د بریتانیا او بل هر هېواد په څېر د هغو کسانو لپاره جریمه او سزا لري چې په ویزا کې له ټاکلې مودې زیات په دې هېواد کې پاتې کېږي او یا د سفر له قوانینو سرغړوونه کوي. هر ډول جریمه چې پاکستان لګولې یا یې لګوي، زموږ له قوانینو سره سمې دي.''