تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بلوچستان اطلاعاتو وزیر: تر دوو میاشتو به "یو میلیون" بهرنیان له پاکستانه و ایستل شي
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
پاکستان کې د بلوچستان اطلاعاتو ایالتي وزیر جان محمد اڅکزی وايي، د غیر قانوني بهرنیانو ایستلو عملیاتو دویم پړاو پیل شوی دی.
ښاغلي اڅکزي په مرکزي ښار کوټه کې یوې خبري غونډې ته وویل: ''په دویم پړاو کې تر اوسه پورې نژدې دوه زره غیر قانوني کډوال نیول شوي او له هېواده ایستل شوي دي.''
د بلوچستان اطلاعاتو سرپرست وزیر زیاته کړه: ''هېڅ یو غیر قانوني کډوال به نه پرېښوول کېږي، د درولو او تالاشئ پر پالیسي هم کار روان دی، د دې له مخې امنیتي ځواکونو کسان د هر چا د پېژندګلوۍ اسناد کتلای شي.''
نوموړي وویل، د جنورۍ میاشتې تر پایه پورې به تر یو میلیون پورې هغه بهرنیان له پاکستانه وشړل شي، چې په وینا یې په غیر قانوني توګه په دې هېواد کې مېشت دي.
جان محمد اڅکزی وايي، تر اوسه پورې د کوټې له لارې له پاکستانه د وتلیو کډوالو شمېر ۱۲۰ زره کسانو ته رسېږي.
نوموړي دغه راز وویل، دوی ته معلومه شوې، چې نژدې دوه سوه زره بهرنیانو جعلي شناختي کارتونه (پاکستاني تابعیت کارتونه) جوړ کړي دي او دوی په دې هکله تحقیقات پیل کړي دي.
د بلوچستان اطلاعاتو وزیر وايي، د دوی معلومات ښيي، چې په بلوچستان ایالت کې داسې یو میلیون بهرنیان مېشت دي، چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي له دې مخکې (نومبر ۱۷مه) ویلي و، چې تر جنوري پورې به ټول بې اسنادو افغانان افغانستان ته استوي او له هغه وروسته به د نورو د وتلو وخت په ډاګه کېږي.
جان محمد اڅکزي په کوټه کې یوې خبري غونډې ته ویلي و: "موږ د ټولو بهرنیو ناقانونه کسانو د ایستلو تابیا کړې ده، له هغه وروسته به د ټولو افغانانو د ستنېدو خبره وي."
د پاکستان حکومت د اکتوبر ۳۱ مه د هغو افغان کډوالو لپاره چې په وينا یې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، د اوسېدو وروستې نېټه ټاکلې وه او له هغه راهيسې د ملګرو ملتونو کډوالۍ ادارې (یو این ایچ سي ار) د تازه شمېرو (نومبر ۲۳) له مخې۳۷۴ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې وايي ښايي تر راتلونکو اتو میاشتو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو شمېر ۸۰۰ زرو ته ورسېږي چې د بیاستنېدنې پر مهال به د دوی مرستو ته اړتیا ولري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، د کډوالو دغه لوړ شمېر بیاستنېدنې هلته د سرچینو، وړتیاوو، سرپناه او بنسټیزو خدماتو محدود امکانات له لا ډېر فشار سره مخ کړي.
بل لور د ملګرو ملتونو او بشري حقونو سازمانونو په ګډون نړیوالو ادارو له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو د ډله ييزې نيونې، ايستلو او پراخې ځورونې لړۍ دې سملاسي ودروي، خو پاکستان کې چارواکي په راتلونکو ورځو کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د چټکولو خبره کوي.