له پاکستانه د ټولو افغانانو د ایستلو مهالوېش اعلانېږي

پاکستان وایي په شپږو اوونیو کې به له خپلې خاورې د ټولو افغان کډوالو د ایستلو مهالوېش اعلانوي. په کوټه کې د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي یوې خبري ناستې کې وویل چې تر جنوري پورې به ټول بې اسنادو افغانان افغانستان ته استوي او له هغه وروسته به د نورو د وتلو وخت په ډاګه کېږي.

پاکستان تر دې دمه د ټولو افغان کډوالو د ایستلو په تړاو دومره ښکاره خبرې نه وې کړې.

اوس وايي، د جنوري په میاشت کې به یې د ایستلو لپاره مهالوېش اعلانوي او دلیل یې دا بولي چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه ختمه شوې ده.

په کوټه کې د جمعې په ورځ (د نومبر ۱۷ مه) خبري ناستې ته د خبرو پر وخت د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو خبرو کې په بیا بیا د هغو وسله والو خبره هم کوله چې ده پاکستاني ترهګر بلل او ویل یې د افغانستان له خاورې پر دوی بریدونه کوي.

جان محمد اڅکزي وویل، "موږ د ټولو بهرنیو ناقانونه کسانو د ایستلو تابیا کړې ده، له هغه وروسته به د ټولو افغانانو د ستنېدو خبره وي."

له دې خبرې سره سم یې پسې وویل چې، "د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له خاورې د ترهګرو د کارونې جزیات د یوې دوسیې په توګه د افغانستان له چارسمبالې ادارې سره شریک کړي دي. ټول استخباراتي جزیات په دې دوسیه کې شته. له بده مرغه په دې تړاو تر اوسه کوم مثبت ګام نه دی اخیستل شوی."

د دوسیې او د دوی په وینا د ترهګرو په تړاو د نورو معلوماتو له ورکړې پرته د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر وویل چې د پاکستان د چارسمبالي حکومت هڅه دا ده چې تر جنورۍ پورې ټول "بې اسنادو" افغانان افغانستان ته واستوي او له هغه وروسته د نورو ټولو افغان کډوالو د ستنولو ماهلوېش اعلانوي.

ښاغلي اڅکزي زیاته کړه، "دا چې اوس په افغانستان کې کورنی جنګ ختم شوی دی نو ټول افغانان باید افغانستان ته ستانه شي. د افغانستان له موقت حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې له ترهګرۍ سره تړلي پناه ځایونه ختم کړي، پاکستاني ترهګر پاکستان ته وسپاري او د افغان مهاجرینو ستنېدل او په خپله خاوره ځای پر ځای کول یقیني کړي."

"پاکستاني ترهګر د افغانستان مدرسو کې پاتې کېږي"

پاکستان هغو افغانانو ته چې د دوی په وینا یې قانوني اسناد نه لرل، د روان کال د اکتوبر تر ۳۱ مې نېټې وخت ورکړی و چې په "خپله خوښه" افغانستان ته ستانه شي.

ملګري ملتونه وایي چې څه باندې درې سوه زره افغانان له همدې پرېکړې وروسته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

اسلام اباد وايي، څه باندې یو میلیون افغانان داسې دي چې د دوی په خاوره د پاتې کېدو قانوني اسناد نه لري.

جان محمد اڅکزي په افغانستان کې هغو خلکو ته هم چې دوی د "ترهګرو مرستندویان" وبلل، ګواښ وکړ چې دغه کار یې نور د زغملو نه دی.

دغه پاکستاني چارواکي ادعا وکړه چې د ده په وینا، "پاکستاني ترهګر" د افغانستان په ځینو مدرسو کې تر پنځو پنځو ورځو پورې دېره وي.

له کابله د اسلام اباد دا غوښتنه نوې نه ده چې په خپله خاوره د پاکستان د طالبانو غورځنګ غړي پرېنږدي.

په کابل کې طالبان دا خبره ردوي چې ګواکې د افغانستان له خاورې دې کومه ډله په پاکستان برید کوي.