له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر ضد په کور د ننه او نړیوال غبرګونونه

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي

د پاکستاني حکومت د کابینې غونډې ضرب الاجل چې د روان اکتوبر میاشتې تر پایه یې افغان کډوالو ته ټاکلی چې له پاکستانه ووځي، ګڼ توند غبرګونونه راپارولي دي.

په سوېلي اسیا کې د بخښنې نړیوال سازمان لنډمهالې سیمه ییزې مرستیالې مشرې نادیه رحمان په یوه بیان کې ویلي، هغه افغانان چې په افغانستان کې د طالبانو له ډاره پاکستان ته تللي، یا د کډوالو په توګه د ثبتېدو پڅ بهیر کې ګیر دي او یا هم د درېم هېواد له خوا د اېستلو په تمه شپې ورځې سبا کوي، نو دوی د ځورولو او فشار پر وړاندې زیانمنونکي دي. دغه سازمان ټینګار کوي چې د دوی په زوره ستنول یې ژوند په خطر کې اچولی شي.

د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې افغانان دې په عزت د دوی په هېواد کې ژوند کولو ته پرېږدي او د کډوالو په برخه کې يې د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ UNHCR غوښتي چې د کډوالو د راجستر کولو بهیر چټک کړي. پر دریېمو هېوادونو یې هم غږ کړی چې د بهر ته تلونکو افغانانو د ویزې د وېش کارونه ژر ورخلاص کړي.

د نړیوالو کډوالو یا بنسټ هم د پاکستان دې اعلان ته اندېښنه څرګنده کړې. په خبرپاڼه کې ویلي چې په کډوالو شویو افغانانو کې ډېر مجبور او همدارنګه زدکړي خلک شته چې پاکستان باید ورسره سم چلند وکړي.

د بشري حقونو له قانون سره ټکر کې پرېکړه

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون پر اېکس پخواني ټوېټر لیکلي، د پاکستان د حکومت دا پرېکړه چې ګواکې یو میلیون بهرني وکړي دې ځکه ووځي چې له ترهګرۍ او مجرمو ډلو سره لار لري، د ترحم نشتوالی ښيي او دا چې د ملي امنیت لید څومره لنډ او تنګ دی.

د بشري حقونو کمیسیون زیاتوي، د دې خلکو لویه برخه زیانمنونکي افغان کډوال او بې هېواده خلک دي چې پاکستان یې له څو نسلونو راهیسې کور دی. دا د منلو وړ نه دی چې د یو څو کسانو د غلطۍ زور له نورو واېستل شي.

دغه بنسټ پر پاکستان غږ کوي چې پرېکړه یې د بشري حقونو له قانون سره په ټکر کې ده او باید یې بېرته واخلي.

د پاکستاني حکومت د کابینې د غونډې له پرېکړې سره سم به د نومبر له لومړۍ نېټې پاکستان ته د افغانانو پر ننوتلو سخت بندیزونه ولګول شي او یوازې هغه کسان به ور پرېښول کېږي چې رسمي ویزې او پاسپورټونه لري.

له دوو اونیو راپدېخوا په پاکستان کې له مېشتو درې اعشاریه اووه میلیون افغانانو چې پاکستان وايي ګڼ شمېر یې قانوني اسناد نه لري ځینې یې په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوې دي. ګڼ کډوال چې د ملګرو ملتونو او پاکستان له خوا د ختم شویو کارتونو د تمدید په تمه یې شپې ورځې تېرولې هم نیول شوي دي.

غیر انساني چلن

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د افغانانو نیول غیر انساني چلن او ظلم بللی او ژمنه یې کړې چې د پاکستاني حکومت د پرېکړې پر وړاندې به درېږي. ده زیاته کړې، پر ځان به سختې تيرې کړي خو د بر وطن په افغانانو به ظلم برداشت نه کړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم پر اېکس (ټوېټر) ویلي له پښتنو سره ناروا چلن نور له زغمه وتلې ده. ده د چمن په ګډون د سوداګریزو لارو بندېدل هم غندلي دي.

د پاکستان پخواني سناتور او د بشري حقونو فعال فرحت الله بابر ټویټ کړی چې یو وار بیا پر کډوالو فوټبال کېږي او د نورو موخو لپاره کارېږي. ښاغلي بابر زیاته کړې د درې اړخیزې پرېکړې پر بنسټ بېرته ستنول باید داوطلبانه وي.

پرون په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د حکومت چلند د منلو نه دی او پر خپل پلان دې له سره غور وکړي.

په مرموز ډول د افغانانو وژل

په اسلام آباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سفارت وویل چې څلور افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لخوا تر نیول کېدو وروسته په مرموز ډول وژل شوي دي.

پرون د چمن او سپین بولدک لار هم د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ له وسله والې نښتې وروسته وتړل شوه.

ښاغلي مجاهد پر اېکس، پخواني ټویټر د پاکستان وروستیو ادعاو ته په اشاره لیکلي چې افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري.

خو د بلوچستان د کلتور صوبایي وزیر جان محمد اڅکزي په ګډون پاکستاني چارواکي وايي چې ځینې بې اسناده افغانان د پاکستان په نا امنیو کې لاس لري. او هغه چې په زوره شړي د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو دفتر د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې داسې یوه تګلاره خپله کړي چې له مخې یې کډوال په زوره له پاکستانه ونه ایستل شي او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره چمتو ده چې په دې برخه کې د پاکستان له حکومت سره همکاري وکړي.

له څو ورځو راهیسې د پاکستان د دې اقدام مخالفین وایي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول د هغه درې اړخیز تړون خلاف کار دی چې په ۲۰۰۷ کال کې د کابل، اسلام اباد او ملګرو ملتونو ترمنځ د کډوالو په تړاو لاسلیک شوی. خو پاکستان د قانوني اسنادو نه درلودلو او په ناامنیو کې د افغانانو د لاس لرلو د استدلال په وړاندې کولو د بحث دروازې تړي.