متقي: د پاکستان حکومت دې له ټي ټي پي‌ سره ستونزې پخپله حل کړي

Pakistan

د عکس سرچینه، Taliban

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي،‌ د پاکستان حکومت دې د پاکستاني طالبانو له تحریک ‏"ټي‌ ټي پي" سره ستونزې پخپله حل کړي.‌

ښاغلي متقي دغه څرګندونې په اسلام اباد کې یوه څیړنیز مرکز کې د خبري ناستې پرمهال کولې.‌

نوموړي چې پاکستان ته په څلور ورځني سفر تللی،‌ په دې ناسته کې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې د طالبانو حکومت "په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی دی" او د پاکستان حکومت او ټي‌ ټي پي یې مخامخ سره کېنولي وو.‌

تېر ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان د طالبانو د حکومت په منځګړتوب په کابل کې، د پاکستاني طالبانو او د پاکستاني پوځ او استخباراتو د استازو ترمنځ څو ځلې مخامخ خبر وشوې.‌

هغه مهال بي بي‌ سي‌ پښتو ته ویل شوي‌ وو چې دواړه خواوو هڅه کوله چې خپلمنځي جوړجاړي ته ورسېږي، خو د پاکستاني پوځ استازي په دې باور وو چې د ټي ټي پي ځینې غوښتنې د منلو نه وې.‌

د طالبانو د حکومت په منځګړتوب په پاکستان کې د دواړو لوریو ترمنځ‌ څو میاشتې اوربند هم وشو،‌ خو وروسته دغه اوربند مات شو او خبرو هم اودږمهالې پایله نه لرله.‌

وروسته له هغه چې په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو بریدونه ډېر شول،‌ د دغه هېواد یو لوړ پلاوی هم کابل ته ولاړ.‌

داسې رپوټونه وو چې دغه پلاوي چې د پاکستان د استخباراتو مشر هم په کې و، له افغان طالبانو غوښتنه کړې وه چې پاکستاني طالبانو په کابو کولو کې یې مرسته وکړي.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلی متقي وايي،‌ په افغانستان کې د طالبانو حکومت "نه غواړو چې په ګاونډ پاکستان کې دې اور بل وي.‌"

خو ټینګار کوي چې دا د پاکستان کورنۍ مسله ده او دوی یې حل لپاره کوښښونه کړي دي.

پاکستان پر افغان طالبانو تور پورې کوي چې پاکستاني طالبانو ته یې په افغانستان کې ځای ورکړی او دا چې ګوندې د بریدونو لپاره له ډېورنډ‌ کرښې ور اوړي.

پاکستاني ځواکونو د همدغه تور له مخې په خوست او کونړ کې بمبارۍ هم وکړې چې د ماشومانو په ګډون ګڼ ولسي کسان پکې وژل شوي وو.

د طالبانو حکومت بیا تل دغه تورونه ردوي او وايي "چاته اجازه نه ورکوي ‌د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکارول شي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دا هم وايي چې د پاکستان او چین بهرنیو چارو وزیرانو سره یې هوکړه کړې چې "هڅه به کېږي چې خاروه او فضا یو د بل پرضد ونه کارول شوي." خو نوموړي د دغې هوکړې په اړه نور جزیات ورنه کړل.

پاکستاني طالبان د خبرو لپاره ځینې غوښتنې لري چې پر مشرانو یې د ټولو بندیزونو ختمولو، پخوانیو قبایلي سیمو ته د پاکستاني طالبانو له خپلو وسلو سره ورستنېدل، د طالبانو د بندیانو خوشې کېدل او له پخوانیو قبایلي سیمو د پاکستاني پوځیانو وتل پکې شامل دي.

په دې وروستیو کې د روسیې په ګډون چې د طالبانو د حکومت ملګرې بلل کېږي، ځینو هېوادونو ویلي چې په "افغانستان کې د اورپکو فعالیتونو" په اړه اندېښمن دي.‌