د ټي ټي پي او پاکستان ترمنځ خبرو کې په دایمي اوربند هوکړه شوې

افغان طالبانو تأیید کړې چې د پاکستاني حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ خبرې د دايمي اوربند پر هوکړې پای ته رسېدلې.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي که دغه هوکړه ماته هم شي نو چا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره پر پاکستان د برید لپاره وکاروي.
له دې وړاندې پاکستاني چارواکو تأیید کړې وه چې د ملکي او پوځي رهبرۍ په ملاتړ يې خبرې رانغاړلې دي.
د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت تر منځ د خبرو وروستی پړاو چې کابو درې اونۍ وړاندې کابل کې پیل شوې و، دوې ورځې وړاندې د دواړو لورو ترمنځ تر نامالومې نېټې د اوربند پر هوکړه پای ته رسېدلی
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چې حکومت يې د دغو خبرو منځګړی و، د پاکستاني خبریالانو د پوښتنو په ځوابیه برېښنالیک کې د دغو خبرو د بریا چانس لوړ بللی. خو دا یې هم ویلي چې که دا خبرې ماته خوري، چا ته به له افغانستانه پر پاکستان د برید اجازه ورنه کړي.
افغان طالبانو په کابل کې د واک له لاندې کولو راهیسې بیا بیا ورته ډاډینې ورکړې خو پاکستان هلته د بریدونو له ډېرېدو سره له ډېورنډ کرښې د افغانستان پلو ته د پاکستاني طالبانو پناهځایونو ته ګوته نیوه او ان الوتکو یې د افغانستان د خاورې دننه بمبار هم وکړ.
له ۲۰۰۷ کال راهیسې د اسلام آباد او پاکستاني طالبانو تر منځ خبرو څو واره ماته خوړلې او هر ځل به يې د ماتې پړه په خپل مقابل لوري اچوله. خو اوس ذبیح الله مجاهد ویلي چې پر خپل منځګړي رول غواړي اوږدمهاله سوله او روغه جوړه د دواړو لورو تر منځ شونې کړي.
هغه ویلي چې جګړه او تاوتریخوالی یوازې انساني، ټولنیز او اقتصادي زیانونه نه اړوي، بلکې بهرنو لاسوهنو ته هم لاره برابروي.
په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې چې دا دايمي اوربند د کومو شرطونو له مخې شوی، ښاغلي مجاهد ویلي چې د دوی حکومت په دې کې کار نه لري.
هغه زیاته کړې چې دا د پاکستاني طالبانو او د پاکستان حکومت خپلمنځي خبره ده او نه غواړي چې ځان ورښکېل کړي.
هغه ویلي د دوی یوازينۍ غوښتنه دا ده چې دواړه لوري ریښتيني واوسي او اوربند وغځوي.
په تېرو څو ورځو کې داسې رپوټونه هم خپاره شوي وو چې یو پاکستانی پلاوی کابل ته روان دی تر څو د روانې میلادي میاشتې په پیل کې د قبایلي مشرانو او نورو نفوذ لرونکو کسانو د شاوخوا پنځوس کسیزې جرګې خبرې بل پړاو ته وغځوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو تېرو دوو ورځو کې داسې رپوټونه خپاره شول چې د پاکستان د پوځي او ملکي مشرتابه په ملاتړ دا خبرې رانغاړل شوې دي.
د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ د وروستي پړاو خبرو له سره ټول تمرکز په پاکستان کې د بریدونو پر درېدو و.
د رپوټونو له مخې د پاکستاني طالبانو د غوښتنو په ځواب کې اسلام آباد وار له مخه هوکړه کړې چې د دغې ډلې سلګونه بندیان به خوشي کوي او د دوی ضد قضيې به هم ختموي.
لا هم د دواړو لورو ترمنځ د وروستیو هوکړو په تړاو بشپړ جزئيات نه دي ډاګیز شوي او نه هم د دغو خبرو مقابلو اړخونو په دې اړه څه ویلي.










