امر بالمعروف وزارت وايي، د سینګارتونونو تړلو پرېکړه ځکه شوې چې ځینې سینګار توکي د شریعت خلاف دي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت ویلي، د سینګارتونو د بندولو پرېکړه یې ځکه کړې، چې د سینګار لپاره ځینې کارېدونکي توکي، د دوی د ادعا له مخې، د اسلامي شریعت خلاف دي.

د دغه وزارت ویاند په ودونو کې د ناویانو سینګار هم بېځایه لګښت بللی او ادعا یې کړې، چې له سینګار وروسته اودس هم سم نه کېږي.

په ټول افغانستان کې د سینګارتونونو له تړلو دوې ورځې وروسته د طالبانو حکومت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر په یوه ویډیويي کلیپ کې چې پر ټویټر خپور شوی، ادعا کړی چې دا پرېکړه د ځینو اقتصادي او شرعي دلیلونو له مخې شوې ده.

نوموړی وايي، په ودونو کې بې ځایه لګښتونه چې د زوم له کوره اخیستل کېدل، ښځو ته د نورو انسانانو ویښته ورټومبل او د ښځو ورځو ایستل هغه څه دي چې د ده په وینا ''له شریعت سره څرګند مخالفت دی.''

د یادونې ده، چې د وریځو ایستل د اسلامي علماوو تر منځ یوه اختلافي مسئله ده او په هکله یې بېلا، بېل نظرونه شته.

د طالبانو حکومت دوه ورځې وړاندې ویلي وو، چې په یوه میاشت کې به ټول سینګارتونونه بند کړي. دغه اعلان یې سملواره له پراخې غندنې سره مخامخ شوی دی او له طالبانو غوښتل شوي چې د ښځو پر ضد ټولې کړې پرېکړې باید بېرته واخلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یو ناما) ویلي، دغه بندیز د ښځو پر حقونو نوی محدودیت دی او د افغانستان پر اقتصاد به هم منفي اغېز وکړي. یوناما زیاته کړې وه، دا پرېکړه د ښځو کاروبار لپاره د ملاتړ له اعلان سره ټکر کې ده. یوناما غوښتنه کړې، چې طالبان باید دا پرېکړه بېرته واخلي.

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو د دې پرېکړې په هکله وايي، د طالبانو دا اقدام به افغانستان نور هم له نړۍ ګوښی کړی. نوموړې په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ''د ښځو د سینګارتونونو تړلو پرېکړه په داسې حال کې چې ښځې د خپلو کورنیو لپاره د خوړو په چمتو کولو پسې لالهاندې دي، له کوره بهر د یوه بل چاپیریال له منځه وړل دي او هېواد په نړۍ کې د لا سخت او ظالمانه ګوښیتوب پر لور بیول دي.''

په افغانستان کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د دې پرېکړې له کبله به په ټول هېواد کې نژدې شپیته زره ښځې بې روزګاره شي.

دا سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، په کابل کې د ښځو ښکلا او سینګار درې زره سل او په ټول هېواد کې ۱۲۰۰۰ سینګارتونونه فعال وو، چې په هر یوه کې په اوسط ډول پنځه ښځې په کار بوختې وې.