د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه څوک و؟

فلسطین

د عکس سرچینه، Reuters

اسماعیل هنیه فلسطیني سیاستوال او د حماس د سیاسي دفتر مشر و. د ایران او حماس رسنیو د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۳۰مه اعلان وکړ چې نوموړی په تهران کې په اوسېدو په ځای کې وژل شوی دی. حماس د دغه برید پړه پر اسرائیل ور اچول ده. نوموړی د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې له ګډون وروسته ووژل شو.

اسماعیل هنیه د فلسطین د لسم حکومت لومړی وزیر و.

په ۱۹۸۹ کال کې اسرائیلو هنیه درې کاله زنداني کړ او بیا یې د حماس له یو شمېر نورو مشرانو سره د لبنان او فلسطین له پولې سره نژدې د مرج الظهور سیمې ته تبعید کړ.

هغه له ډېرو کلونو راهیسې په قطر کې اوسېده او ډېره موده غزې ته نه و تللی. اسماعیل هنیه په ۲۰۱۷ کال کې د خالد مشعل پر ځای د حماس د سیاسي دفتر مشر وټاکل شو. د هغه نوم په ۲۰۰۶ کال کې په پارلماني ټاکنو کې د حماس له ناڅاپي بریا وروسته او کله چې د فلسطیني ادارې د حکومت لومړی وزیر شو، په رسنیو کې ډېر یاد شو.

هنيه په ۱۹۶۲ کال کې د غزې ښار په لوېديځ کې د الشاطي د کډوالو په کمپ کې زېږېدلې و. د ۱۹۴۸ کال عربو او اسرائیلو د جګړې پر مهال یې مور او پلار له هغه ښاره چې اوس اشکلون نومېږي، تښتېدلي وو.

اسماعیل هنیه د غزې په اسلامي پوهنتون کې عربي ادبيات زده کړې وو او له هماغه ځایه یې اسلامي سیاسي فعالیتونه پیل کړي و.

هغه په ۱۹۸۷ کال کې د لنډ وخت لپاره په لاریونونو کې د ګډون له کبله د اسرائیلو له خوا ونیول شو. په ۱۹۸۸ کال کې په غزه کې د "مقاومت غورځنګ" په توګه د حماس له راڅرګندېدو سره یو ځل بیا ونیول شو او شپږ میاشتې په بند محکوم شو.

هنیه بل کال بیا ونیول شو او په درې کاله بند محکوم شو. په ۱۹۹۲ کې د هغه له خوشې کېدو وروسته، اسرائیلو هغه د حماس د لوړ پوړو مشرانو عبدالعزیز رینتیسي، محمود زهر او د ۴۰۰ نورو غړو سره د لبنان سوېل ته جلاوطن کړ. دغو کسانو د مرج الظهور په کمپ کې تر یوه کال ډېر وخت تېر کړ چې د رسنیو له لارې په نړۍ کې وپېژندل شو.

هنيه د ۱۹۹۳ کال په ډيسمبر کې غزې ته ورستون شو او د اسلامي پوهنتون د رئيس په توګه وټاکل شو.

په ۱۹۹۷ کال کې له زندانه د حماس د بنسټګر احمد یاسین تر خوشې کېدو وروسته هنیه د هغه د دفتر د مشر په توګه وټاکل شو. د دواړو تر منځ نژدې اړیکو هنیه په دې ډله کې لوړ مقام ته ورساوه او هغه د فلسطین په اداره کې د حماس استازی شو.

د ۲۰۰۳ کال په سپتمبر کې، هنيه او احمد یاسین د غزې په ښار کې د استوګنې پر یوې ودانۍ د اسرائیلو په هوايي برید کې لږ ژوبل شول. دوی دواړه د بم له غورځېدلو څو شېبې مخکې له ودانۍ څخه وتلي وو.

شپږ میاشتې وروسته احمد یاسین د سهار له لمانځه وروسته له جومات څخه د وتلو پر مهال د اسرائیلي چورلکو په برید کې ووژل شو.

د فلسطیني دولت مشري

په ۲۰۰۶ کال کې، که څه هم محمود زهر په هغه وخت کې د حماس تر ټولو مشر غړی و، خو هنیه د جنوري د ۲۵مې ټاکنو لپاره د حماس د ټاکنیز کمپاین مشري پر غاړه واخیسته. په دې ټاکنو کې د دې ډلې نوماندانو د فلسطین د مقننه شورا له ۱۳۲ څوکیو څخه ۷۴ څوکۍ وګټلې.

تر هغې بریا وروسته د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس له حماس څخه وغوښتل چې نوی حکومت جوړ کړي. خو له فلسطیني ډلې الفتح او نورو فلسطیني ډلو سره د ایتلاف د جوړولو لپاره د څو اوونیو خبرې ناکامې شوې، او هنیه مجبور شو، په عمده توګه د خپلو پلویانو او یو څو تنو تکنوکراتانو څخه حکومت جوړ کړي.

فلسطین

د عکس سرچینه، Reuters

ښاغلي هنیه د خپل حکومت د پلان وړاندې کولو پر مهال پر امريکا او اروپايي ټولنې غږ وکړ چې له فلسطيني ادارې سره د مرستو د بندولو په اړه دې خپل ګواښونه نه عملي کوي. دوی خپلې مرستې د تاوتریخوالي د درولو او د حماس لخوا د اسرائیلو په رسمیت پېژندلو سره مشروطې کړې وې.

هغه ټینګار کاوه، فلسطینیان حق لري، چې د خپلواکۍ لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، خو په عین حال کې یې دا هم ویلي و، غواړي د شخړې د هواري لپاره له نړیوالو منځګړو سره خبرې وکړي.

په ۲۰۰۷ کال کې کله چې د غزې د تړانګې امنیتي چارې د قسام ځواکونو په غاړه واخیستې، د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس هنیه له دندې ګوښه کړ. خو هغه د عباس دغه پرېکړه ونه منله او هغه يې غير قانوني وبلله. هنیه هغه مهال ویلي و، د هغه حکومت به خپلو دندو ته ادامه ورکړي او "د فلسطین خلکو ته به خپل ملي مسؤلیتونه پرېنږدي."

هنيه وروسته له دې چې د محمود عباس په مشرۍ د فتح غورځنګ سره د فلسطين د پخلاينې غوښتنه وکړه او په وار وار يې اعلان وکړ چې د جامع روغې جوړې په چوکاټ کې استعفا ته چمتو دی. هغه بالاخره د ۲۰۱۴ کال د جون په دویمه دا کار وکړ او د رامي حمدالله په ګټه یې له خپلې دندې استعفا وکړه.

په ۲۰۱۸ کال کې، امریکا د فلسطین د اسلامي غورځنګ حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه د ترهګر په ډله کې راوست او پر هغه یې بندیزونه ولګول.

د حماس لخوا د اکتوبر د اوومې برید په اړه د اسماعیل هنیه دریځ

د حماس لخوا د اکتوبر د اوومې نیټې له برید وروسته چې د "الاقصی طوفان" په نوم یادېږي او په ترڅ کې یې تر ۱۲۰۰ زیات ملکي وګړي او پوځیان ووژل شول او تر ۲۴۰ زیات کسان وتښتول شول، یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه.

په دې ویډیو کې اسماعیل هنیه په دوحه کې په خپل دفتر کې د دې ډلې له نورو لوړ پوړو غړو سره ولیدل شو چې یو عربي چینل ګوري. په ټلویزیوني انځورونو کې د حماس د پوځي څانګې کتائب عزالدین القسام ځواکونه ښودل شوي چې د اسرائیلو پوځي موټرونه یې نیولي وو. هنیه او ملګرو يې تر هغه وروسته د شکرانې لمونځ وکړ او "شکر" یې وایست.

د هنیه کورنۍ او غړي یې

اسماعیل هنیه په شپاړس کلنۍ کې د خپل تره لور امال هنیه سره واده وکړ، د ۱۳ ماشومانو خاوندان شول، اته زامن او پنځه لوڼې لري.

د هنيه لوڼې سنا په ۱۹۸۶ کال کې زېږېدلې، بثینه په ۱۹۸۷ کې، خوله په ۱۹۹۲ کې زېږېدلې، لطیفه په ۱۹۹۸ کې او ساره په ۲۰۰۴ کې زېږېدلې ده.

د هغه اته زامن: عبدالسلام په ۱۹۸۱ کال، همام په ۱۹۸۳ کال، وسام په ۱۹۸۴ کال، معاذ په ۱۹۸۵ کال، عاد په ۱۹۹۴ کال، حازم په ۱۹۹۴ کال کې زېږېدلي وو او د اسرائیلو په برید کې وژل شوي دي. عامر په ۱۹۹۵ کې زېږېدلی او د اسرائیلو په برید کې وژل شوی او محمد په ۱۹۹۶ کې زېږېدلی و، چې هغ هم د اسراییلو په برید کې وژل شوی دی.