تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران وايي د حقابې تامین لپاره یې په کمال خان بند کې اصلاحات اړین دي
د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا وايي، د دغه هېواد د انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال محمد جوانبخت د هلمند سیند د اوبو د کمیسارانو د اتمې غونډې په څنډه کې له طالب چارواکو سره په کتنه کې د ایران د حقابې د تامین د او د هامون جهیل د وچېدو مخنیوي لپاره په کمال خان بند کې د اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
هغه ویلي، له هلمند سینده د ګوډزرې مالګینې بېدیا ته د دوه میلیارد متر مکعب اوبو لېږدېدل د طالبانو حکومت د چارواکو د تګلارې خلاف کار دی او له افغان کمیسار یې غوښتي چې په کمال خان بند کې اړین تخنیکي اصلاحات رامنځته کړي.
نوموړي ویلي په دې توګه به د ایران د سیستان سیمې خلک هم له دغو اوبو قانوني او عرفي حق تر لاسه کړي.
د ایران د دولتي خبري اژانس اېرنا د راپور له مخې د ښاغلي جوانبخت په مشرۍ ایراني پلاوي افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي او د اوبو او برېښنا وزارت له سرپرست عبداللطیف منصور سره په دې تړاو خبرې کړې.
په دغه راپور کې راغلي چې د دې لیدنې په څنډه کې ایراني پلاوي له افغان چارواکو سره (د اوبو د اندازه کولو د ګډو تاسیساتو) موضوع هم مطرح کړې او په دې برخه کې یې د چارو د ګړنديتوب غوښتنه کړې ده.
راپور کې زیاته شوې چې ښاغلي متقي په دې لیدنه کې د هلمند د اوبو د وېش په هکله د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۳۵۱ کال د موافقې له مخې د ایران د حقابي پر تامین ټینګار کړی او د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر هم ګودزرې دښتې ته د کمال خان بند د اوبو لېږدېدل د افغانستان او ایران د ګټو خلاف وبلل.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ایراني لوري د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له ایراني پلاوي سره د ښاغلي متقي د لیدنې په تړاو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د هلمند سیند د اوبو او په اوبیزو پروژو کې د همکاریو په تړاو هر اړخیزې خبرې شوې دي.
په اعلامیه کې د نیمروز د ګودزرې شاړو ته د اوبو د لېږد هېڅ یادونه هم نه ده شوې، خو ویل شوي چې په دې کتنه کې د ایراني پلاوي مشر تائید کړې چې د روان ۱۴۰۳ او ۱۴۰۲ اوبیز کال په ترڅ کې يې د هلمند له سیند څخه ډېره حقابه تامین شوې ده.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، ښاغلي متقي ټینګار وکړ چې د اوبو د شتون په صورت کې به کوښښ کوي چي د هلمند په سیند کې ایران ته کافي اندازه اوبه ورشي.
له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته راګرځېدلي، ایران په بیا بیا د هلمند سیند اوبو کې د خپلې برخې غوښتنه مطرح کوي او په تدریج یې دا غوښتنه تر ګواښ هم رسېدلې ده.
خو د طالبانو حکومت چارواکي له ایرانه د اوبو د راګرځولو خبره رد کړې او تل یې ویلي چې د وچکالۍ له کبله د هلمند سېند اوبه کمې شوې نو ځکه ایران ته لږې ورځي.
طالب چارواکو تل دا ټينګار هم کړی چې د هلمند سېند معاهدې له مخې د ایران د اوبو حق ته ژمن دي.