ایران وايي د حقابې تامین لپاره یې په کمال خان بند کې اصلاحات اړین دي

Iran

د عکس سرچینه، IRNA

د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا وايي، د دغه هېواد د انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال محمد جوانبخت د هلمند سیند د اوبو د کمیسارانو د اتمې غونډې په څنډه کې له طالب چارواکو سره په کتنه کې د ایران د حقابې د تامین د او د هامون جهیل د وچېدو مخنیوي لپاره په کمال خان بند کې د اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

هغه ویلي، له هلمند سینده د ګوډزرې مالګینې بېدیا ته د دوه میلیارد متر مکعب اوبو لېږدېدل د طالبانو حکومت د چارواکو د تګلارې خلاف کار دی او له افغان کمیسار یې غوښتي چې په کمال خان بند کې اړین تخنیکي اصلاحات رامنځته کړي.‌

نوموړي ویلي په دې توګه به د ایران د سیستان سیمې خلک هم له دغو اوبو قانوني او عرفي حق تر لاسه کړي.

د ایران د دولتي خبري اژانس اېرنا د راپور له مخې د ښاغلي جوانبخت په مشرۍ ایراني پلاوي افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي او د اوبو او برېښنا وزارت له سرپرست عبداللطیف منصور سره په دې تړاو خبرې کړې.

په دغه راپور کې راغلي چې د دې لیدنې په څنډه کې ایراني پلاوي له افغان چارواکو سره (د اوبو د اندازه کولو د ګډو تاسیساتو) موضوع هم مطرح کړې او په دې برخه کې یې د چارو د ګړنديتوب غوښتنه کړې ده.

راپور کې زیاته شوې چې ښاغلي متقي په دې لیدنه کې د هلمند د اوبو د وېش په هکله د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۳۵۱ کال د موافقې له مخې د ایران د حقابي پر تامین ټینګار کړی او د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر هم ګودزرې دښتې ته د کمال خان بند د اوبو لېږدېدل د افغانستان او ایران د ګټو خلاف وبلل.

طالبان

د عکس سرچینه، Taliban

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ایراني لوري د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له ایراني پلاوي سره د ښاغلي متقي د لیدنې په تړاو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د هلمند سیند د اوبو او په اوبیزو پروژو کې د همکاریو په تړاو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

په اعلامیه کې د نیمروز د ګودزرې شاړو ته د اوبو د لېږد هېڅ یادونه هم نه ده شوې، خو ویل شوي چې په دې کتنه کې د ایراني پلاوي مشر تائید کړې چې د روان ۱۴۰۳ او ۱۴۰۲ اوبیز کال په ترڅ کې يې د هلمند له سیند څخه ډېره حقابه تامین شوې ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، ښاغلي متقي ټینګار وکړ چې د اوبو د شتون په صورت کې به کوښښ کوي چي د هلمند په سیند کې ایران ته کافي اندازه اوبه ورشي.

له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته راګرځېدلي، ایران په بیا بیا د هلمند سیند اوبو کې د خپلې برخې غوښتنه مطرح کوي او په تدریج یې دا غوښتنه تر ګواښ هم رسېدلې ده.‌

خو د طالبانو حکومت چارواکي له ایرانه د اوبو د راګرځولو خبره رد کړې او تل یې ویلي چې د وچکالۍ له کبله د هلمند سېند اوبه کمې شوې نو ځکه ایران ته لږې ورځي.

طالب چارواکو تل دا ټينګار هم کړی چې د هلمند سېند معاهدې له مخې د ایران د اوبو حق ته ژمن دي.