امریکا کې د غزې جګړې پر ضد احتجاجي محصلین له پولیسو سره لاس او ګرېوان شوي

امنیتي چارواکي وايي، ګڼ شمېر احتجاجي محصلین نیول شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امنیتي چارواکي وايي، ګڼ شمېر احتجاجي محصلین نیول شوي دي.

امریکا جورجیا په ایموري پوهنتون کې پولیس او هغه احتجاجیان لاس او ګرېوان شوي، چې په غزه کې د جګړې پر ضد احتجاج کوي.

د یادونې ده، دا پېښه له هغه وروسته رامنځته شوې، چې د غزې جګړې پر ضد د امریکا په یو شمېر تعلیمي ادارو کې احتجاجونو زور اخیستی.

د اټلانټا سمیه ییز پولیس په دې تړاو په یوه اعلامیه کې وايي، د محصلینو او نورو احتجاجیانو یوې ډلې ته د تیت او پرک کېدو امر وشو، خو دوی رد کړ او د همدې لپاره پرې کیمیاوي ماده وکارول شوه. خو پولیس هغه مخکیني رپوټونه رد کړل، چې ګواکې د احتجاجیانو خپرولو لپاره د ربړینو مرمیو ګوزارونه شوي دي. د ایموري پوهنتون له لوري هم په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې احتجاجیانو په داسې حال کې پوهنتون کې ګډوډي رامنځته کوله، چې ''زموږ محصلینو ټولګي پای ته ورسول او ازموینو ته یې چمتوالی کاوه.''

د کولمبیا چارواکو ویلي، ښايي نن د ورځې تر پای نور احتجاجونه او متقابل احتجاجونه هم وشي او له ځايي خلکو یې غوښتي چې سیمې ته له ورتلو ډډه وکړي. هممهاله د پوهنتون امنیت، ګزمې او ورته امنیتي تدبیرونو لپاره اضافي ځواکونه هم ګومارل شوي دي.

امریکا

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا کانګرېس دیموکراته غړې الهان عمر چې لور یې تېره اونۍ په نیول شویو احتجاجیانو کې شامله وه، په کولمبیا پوهنتون کې له دې احتجاجونو سره یو ځای شوې ده.

هلته په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې سلګونو محصلونو په همدې لړ کې له جورج ټاون سیمې تر جارج واشنګټن پوهنتونه پورې لاریون کړی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن پر وړاندې هغه مهال د ''توکمیزې ډلوژنې جو'' شعارونه وبرېښول شول، چې نوموړی په نیویارک کې د خلکو پر وړاندې راڅرګند شو.

په کولمبیا کې د بي بي سي خبریال بیرنډ ډیبوسمان جونیر وايي، په امریکا کې د غزې جګړې پر ضد تازه احتجاجونه یوازې تر پوهنتونونو پورې محدود نه دي، بلکې ګڼ احتجاج کوونکي د امریکا حکومت او ولسمشر جو بایډن ته هم قهریدلي چې دوی ورته په غزې جګړه کې د اسرائیل د همکار په نظر ګوري.

د بي بي سي خبریال د یوه احتجاجي محصل له قوله چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، دی باوري دی چې د احتجاج دا تحریک به ټولټاکنو کې هم پر ښاغلي بایډن اغېز وکړي. دی وايي: ''دا کسان ډېر لیبرال دي، اکثریت یې، خو تر څو چې جګړه روانه وي، هېڅوک به ده ته رایې ور نه کړي.''

په ایموري پوهنتون کې د فلسطینیانو پلوي احتجاجیانو غونډه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ایموري پوهنتون کې د فلسطینیانو پلوي احتجاجیانو غونډه

امریکايي پولیسو د همدې احتجاجونو په ترڅ کې پر چهارشنبه د سویلي کالفورنیا له بوسټن پوهنتون، ایمرسون کالج، لاس اینجلس او په اسټین کې له ټیکساس پوهنتونه تر ۲۰۰ ډېر احتجاجیان نیولي دي.

د سویلي کالفورنیا پوهنتون په مې میاشتو کې د امنیتي ملحوظاتو له کبله د فارغ التحصیلانو لپاره په پام کې نیول شوي مراسم لغو کړي دي.

د پوهنتون له لوري په یوه اعلامیه کې په دې تړاو ویل شوي، چې د امنیت خوندیتوب لپاره نویو ترتیب شویو تدبیرونو ته پام سره ''موږ نه شو کولای د دریځ مرکزي مراسم تر سره کړو، چې له دود سره سم معمولاً تر ۶۵ زره محصلین، کورنۍ او دوستان ورته راځي.''