د بریتانیا له شیفیلډ او ردرهام ښارونو د اسرائیلو بیرغونه لیرې کړل شوي

د ویډیو تشریح، د بیرغ لیرې کولو صحنې په وېدیو کې

مظاهره چیانو د بریتانیا جنوبي یارکشایر د ښارګوټي له دوو تالارونو د اسرائیلو بیرغونه لیرې کړل.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه د سه شنبې په ورځ د شیفیلډ ټاون هال پر بام یو سړی ښیي چې د اسرائیلو بیرغ یې لرې کړ او پر ځای یې د فلسطین بیرغ پورته کړ.

د شیفیلډ شورا وویل، د روترهام ټاون هال بهر بیرغ هم "په زوره" لرې شوی دی.

د سوېلي یارکشایر ښاروال اولیور کوپارډ دا عمل غندلی او ویلي یې دي چې دا "د سیمې ارزښتونه نه منعکسوي".

د سوېلي یارکشیر پولیسو په یوه بیان کې وویل چې دوی باور لري دوه سړي د سه شنبې په ماښام د شیفیلډ ټاون هال ته ننوتل.

په کلیپ کې چې د شیفیلډ آنلاین لخوا شریک شوی، خلک نارې وهي چې "دا ښکته کړئ" او په شیفیلډ کې د اسرائیلو بیرغ ښکته کېدو سره خوشحالۍ کوي.

افسرانو د خلکو د تیت او پرک کولو هڅه کړې ده. د ځواک يوه وياند زياته کړه چې په دې تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو د د دواړو پیښو په اړه تحقیقات "روان دي".