پاکستاني طالبان وايي له اسلام اباد سره یې اوربند پای ته رسولی

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستاني طالبانو د پاکستان له دولت سره د اوربند د پای ته رسولو او د خپلو بریدونو د بېرته پیلولو اعلان کړی.
تېره ورځ د پاکستاني طالبانو تحریک په یوه اعلامیه کې ویلي وو، دا ګام یې وروستیو کې پر دوی د پاکستاني پوځ د بریدونو په ځواب کې اخیستی دی.
پاکستاني طالبان وايي، سر له دوشنبې دا اوربند نور د عملي کېدو وړ نه دی.
د پاکستاني حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند په تېره جون میاشت کې ټینګ شوی و.
د پاکستاني طالبانو دا اعلان داسې مهال راځي چې د پاکستاني حکومت یو پلاوی له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی او پر ځینو مسلو سربېره یې د سیمې د امنیتي مسلو په اړه هم خبرې ورسره کړې دي.
پاکستاني طالبانو پر خپلو جنګیالیو غږ کړی چې د پاکستان په هره سیمه کې کولی شي پر پاکستاني پوځيانو خپل بریدونه بېرته پیل کړي.
پاکستاني طالبان وايي، د بنو لکي مروت سیمه کې د پاکستاني پوځيانو له خوا بې رحمانه او نه درېدونکي عملیات پیل شوي دي.
د پاکستاني طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې پوځ او څارګرو ادارو خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی او دوی غوښتنې یې له پامه غورځولې دي، اوس نو دوی اړ دي چې په ټول هېواد کې انتقامي بریدونه پیل کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستاني حکومت او استخباراتي ادارو د طالبانو دغه اعلان ته خپل غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې اسلام اباد څو ځلې ادعا کړې وه چې پاکستاني طالبان له افغانستانه بریدونه پرې کوي او هلته خوندي پټنځایونه لري.
خو افغان طالبانو د افغانستان په خاوره کې دبل هېواد پر ضد د هر راز فعالیت د موجودیت خبره رد کړې ده.
د پاکستاني طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ خبرې په تېره مې میاشت کې کابل کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په منځګړیتوب د تېر ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې پیل شوې، خو ډیسمبر کې بېرته ودرېدې او د دویم ځل لپاره د روان کال مې میاشت کې کابل کې د طالبانو حکومت په منځګړیتوب پیل شوې.
خو دا بهیر وروسته تر هغه له خنډ سره مخامخم شو چې د قبایلي سیمو ازادي واخیسته او دا سیمه یې د خیبر پښتونخوا ضمیمه کړه.
د پاکستاني طالبانو تحریک کابل ته د خبرو لپاره ورغلې قبایلي جرګې ته ویلي، تر هغې به سوله نه کوي چې پاکستاني حکومت د قبایلو خپلواکي او ازاد حیثیت نه وي منلی.
د پاکستان د جوړېدو پر وخت له قبایلو سره ژمنه شوې وه چې خپلواک حیثیت به یې پر ځای وي خو وروسته دا ژمنه پوره نه شوه.
په خیبر پښتونخوا کې له تېرې میاشتې راهیسې د تاوتریخوالي څو پېښې شوې دي.











