پر غزه د بریدونو ۱۰۰ ورځې؛ ۲۴ زره فلسطینیان وژل شوي او د غزې ډېره برخه ړنګه شوې

فلسطین

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

پر غزه د اسرائیلو د بریدونو ۱۰۰ ورځې پوره شوې، خو لا هم اسرائیلو خپلو پوځي بریدونو ته دوام ورکړی. د شنبې په شپه په تل ابیب کې ګڼ خلک راغونډ شوي وو او له حماس سره یې د ۱۳۰ اسرائیلي یرغمل شویو د خوشي کېدو غوښتنې کولې.

د جګړې له پیل راهیسې، اسرائیلي پوځ د غزې تړانګې او خان یونس ښار ډېره برخه ویجاړه کړې ده.

اسرائیل وايي، حماس سخت کمزوری شوی، چې په وینا یې د غزې شمال کې د یوې منظمې قوې په توګه له کاره لوېدلی دی.

خو د اسرائیلو په بمباریو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر خورا لوړ دی، په غزه تراډه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت په وینا، تر اوسه له ۲۴ زرو ډېر کسان وژل شوي، چې لوړ شمېر پکې ښځې او ماشومان دي. اټکل کېږي چې زرګونه کسان تر کنډوالو لاندې پاتې او مړه شوي دي.

فلسطیني چارواکي وايي، د غزې ۸۵ سلنه وګړي کوچېدلي. که څه هم غزې ته د مرستو لړۍ پیل شوې ده، خو په ملګرو ملتونو کې د بشري چارو همغږي کوونکي هلته وضعیت "له زغمه وتلی" بللی دی.

فاتن
د عکس تشریح، فاتن ابو شحاده اوس خان یونس کې له خپلې کورنۍ سره پلاستیکي خیمه کې اوسي

اغلې فاتن ابو شحاده په غزه کې له څه باندې دوو میلیونه فلسطیني وګړو یوه ده. فاتن په منظم ډول د ګوردو مینځلو ته اړتیا لري، د همدې کار لپاره له خپلې کورنۍ سره سوېل ته کوچېدلې ده. فاتن او ماشومان یې اوس د خان یونس په یوه پلاستیکي خېمه کې اوسي، پر سر یې د اسرائیلي بنګنو (بې‌پیلوټه) الوتکو غږونه دي.

فاتن وايي: "غزه ویجاړه شوې ده. هلته اوس پخوانۍ غزه نشته، نه روغتونونه شته نه تعلیم،‌ زموږ د ماشومانو ښوونیز کال ضایع شو او غزه ژوندۍ پاتې نه شوه".

پر اسرائیل نړیوال فشار په ډېرېدا دی چې اوربند ته غاړه کېږدي او په څنګ کې یې د فلسطینیانو کړاو ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.

ان د اسرائیلو ټلواله امریکا هم چې تل یې د اسرائیلو د حق دفاع کړې ده، ځلونه د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته ویلي چېز د ولسيو ګړو مرګ ژوبله "خورا لوړه" ده.‌

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیلو بمبارۍ په ټوله نړۍ کې د ملاتړ د کمېدو لامل بللې دي.

جدعون لیفي
د عکس تشریح، لیکوال جدعون لیفي وايي، په غزه کې جګړه به تر هغه دوام وموومي چې امریکایان بس ونه وايي

د اسرائیلو هارټس ورځپاڼه کې لیکوال جدعون لیفي وايي: "د جګړې اوسنۍ بڼه به ‌تر هغه دوام ومومي چې امریکایان اسرائیلو ته بس ونه وايي".

دی زیاتوي: "فکر نه کوم چې دا کار به څو اونۍ وخت ونیسي. خو معنا یې دا نه ده چې جګړه ختمه شوې؛ ځکه که اسرائیل له غزې ونه وځي هلته به مقاومت دوام پیدا کړي، چې مقاومت وي نو هلته به غچ اخیستنه وي".

د غزې مرکز او جنوب کې د حماس پر ځایونو د اسرائیلو له روانو بمباریو سره ښکاري چې د نتنیاهو له نیت نه معلومېږي چې د جګړې پای ته رسېدل به ډېر لیرې وي.

اسرائیل وايي جګړه به تر هغه ختمه نه شي چې حماس په بشپړه توګه مات شوی نه وي. په ټوله سیمه کې، په تېره په غزه کې چې زرګونه فلسطینیان له نه زغمل کېدونکي کړاو سره ژوند کوي، په ځانګړې توګه یو تیاره او ناڅرګند حالت ښکاري.

اوسنۍ جګړه له ‍۱۹۴۸ کال راهیسې د اسرائیلو تر ټولو اوږده او خونړۍ جګړه ده.

د جګړې ۱۰۰ ورځې

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ
ایا له Facebook نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Facebook پای

۲۰۲۳ د اکتوبر اوومه: د اسرائیلو د شمېرو له مخې، د حماس وسله والو د غزې تړانګې نه د اسرائیلو پر سوېل بریدونه وکړل، ۱۲۰۰ اسرائیلیان یې ووژل او ۲۴۰ یې غزه کې یرغمل کړل.‌

اسرائیلو یې په تعقیب پر غزه یرغلیز او انتقامي بریدونه پیل کړل او پر غزه یې بشپړ بندیز ولګاوه.

د اکتوبر اتمه: د ایران له ملاتړ برخمن د لبنان حزب الله له حماس حرکت سره د همغږۍ په پار د اسرائیلو پر پوله جګړه کې مداخله او بریدونه وکړل.‌

د اکتوبر ۱۳مه: اسرائیلو د غزې له ۲٫۳ میلیون اوسېدونکو سوېل ته د کوچېدو غوښتنه وکړه. اسرائیلو بیا وروسته د غزې ټول شمال تخلیه کړ. سلګونه زره وګړي له غزې تړانګې ووتل او خپل کورونه یې پرېښودل او اسرائیل ور مخکې کېدل.

د اکتوبر ۱۷مه: د غزې پر الاهل المعمداني روغتون برید کې سلګونه کسان ووژل شول او ټپیان شول چې نړیواله غوسه یې راوپاروله. د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د پېښې د مسؤلیت په تړاو تورونه تبادله شول. بایډن له عرب مشرانو سره د کتنې خپل سفر لغوه کړ او له اسرائیلو سره یې خپل ملاتړ اعلان کړ،‌ بایډن وویل اسرائیل له خپل ځان د دفاع حق لري، خو له هغوی یې وغوښتل چې غوسه یې د ړندېدو لامل ونه ګرځي.

د اکتوبر ۱۹مه:‌ د امریکا د سمندري ځواکونو پر یوه اړونده بېړۍ له یمن نه د اسرائیلو پر لور د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه وشول. د یمن حوثي انصارالله ډلې له غزې سره د همغږۍ په پار په سور سمندر کې پر اسرائیلي بېړیو د بریدونو ګواښ وکړ.

د اکتوبر ۲۱مه: د مرستو لومړنۍ لارۍ له مصر سره د رفح سرحد له لارې غزې ته ننوتلې او په غزه تړانګه کې بشري کړاو په ډېرېدو و.

د اکتوبر ۲۷مه: اسرائیلو د ځمکې له لارې پر غزه پراخ بریدونه پیل کړل، یوه اونۍ یې بریدونو ته لاره هواره کړه او د ټولو یرغمل شویو د خلاصون او د حماس د ختمولو ژمنه یې وکړه.

د اکتوبر ۳۱مه: ‌په غزه کې جګړه کې ۱۵ اسرائیلي پوځيان ووژل شول، چې دا د روانې جګړې په یوه ورځ کې اسرائیلي پوځ ته تر ټولو لویه ضایعه وه.

د نومبر لومړۍ: د رفح له لارې د نژدې ۷۰۰۰ بهرنيو یا دوه ګونو پاسپورټ لرونکو کسانو او کورنیو ایستل پیل شول، هغو کسانو ته هم اجازه ورکړل شوه چې عاجلې درملنې ته یې اړتیا وه. خو د غزې ډېری وګړي له تړانګې د وتلو توان نه درلود.

د نومبر نهمه: اسرائیلو پر سوریه تور پورې کړ چې ګنې د بې پیلوټه الوتکې له توغولو وروسته یې په جګړه کې ګډون وکړ،‌ ویل شوي‌ وو چې دا ډرون له سوریې الوځول شوی و او د اسرائیلو پر سوېلي ایلات ښار لګېدلی و. اسرائیلي پوځ په دویمه ورځ وویل چې پر ډرون الوځوونکو ملېشو یې برید کړی.

د نومبر ۱۵مه: اسرائیلي ځواکوونو پر الشفاء روغتون برید وکړ،‌ دا په غزه کې تر ټولو لوی روغتون و. روغتون له دې کبله هم کلابند و چې اسرائیلو ادعا کوله هلته ځمکتل کې د حماس جنګیالي پټېږي، خو د روغتون ادارې دا تور رد کړ او طبي پرسونل یوازې د ناروغانو د وژل کېدو پخلی وکړ، چې ان نوزیږدي ماشومان هم پکې وو. هلته پر روغتون برېښنا او مرسته درول شوې وه. څو اونۍ وروسته د غزې نیمايي شمالي برخه کې ټول روغتونونه له کاره ولوېدل.

د نومبر ۲۱مه: اسرائیلو او حماس د څلور ورځني اوربند او د غزه کې د یرغمل شویو ښځو او ماشومانو او اسرائیلي زندانونو کې د فلسطیني بندي زلمیانو او ښځو د خوشي کولو هوکړه وکړه.‌ بیا دا اوربند یوه اونۍ وغځول شو چې په لړ کې یې ۱۰۵ یرغمل شوي د ۲۴۰ فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشي شول. وروسته د ډیسمبر پر لومړۍ نېټه بېرته جګړه ونښته.

د ډیسمبر څلورمه: اسرائیلي پوځ د غزې په سوېل کې لومړنی ځمکنی لوی برید پیل کړ. نړیوالو سازمانونو وویل د جګړې غځېدل د انساني کړاو ډېرېدو سبب ګرځي.

د ډیسمبر ۱۲مه: د اسرائیلو ملاتړې امریکا په خطاب کې د بایډن له هغې وینا وروسته بدلون راغی چې وویل "پر غزه د اسرائیلو ناهدفمنې بمبارۍ نړیوال ملاتړ ته زیان رسوي. واشنګټن اسرائیل وهڅول چې د ولسي وګړو د خوندیتابه لپاره لاس په کار شي او جګړه یوازې د حماس د مشرانو په نښه کولو ورټوله کړي.

د ډیسمبر ۱۵مه: اسرائیلي ځواکونو په تېروتنه په غزه کې درې یرغمل شوي ووژل.

د ډیسمبر ۲۲مه: په عراق کې د اسلامي مقاومت د ملېشو له هغه اعلان وروسته چې ګنې پر اسرائیلو یې د لیرې واټن برید کړی، د اسرائیلو دفاع وزیر په غزه کې د عراق د مداخلې خبره وکړه.

د ډیسمبر ۲۶مه: اسرائیلي ځواکونو د غزې مرکز کې لوی ځمکني بریدونه پیل کړل،‌ بیا یې بمبارۍ وکړې.

د ۲۰۲۴ د جنورۍ لومړۍ: اسرائیلو په نوي پړاو کې د غزې له شمال نه د خپلو ځینو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ، خو وویل چې جګړه به څو میاشتې دوام وکړي. خو په سوېلي سیمو کې جګړه لا سخته شوه.

د جنورۍ ۱۱مه: جنګي الوتکو، بېړیو، امریکايي او بریتانوي جنګي بېړیو د یمن پر عدن ښار په سور سمندر کې پر بېړیو د حوثیانو د بریدونو په غبرګون کې لسګونه هوايي بریدونه وکړل.

د عدالت نړیوالې محکمې وویل په غزه کې د فلسطینیانو نسل وژنې په اړه د اسرائیلو پر ضد پر یوه قضیه بحث کوي. ‌دا قضیه سوېلي افریقا راپورته کړې او اسرائیل تورنوي‌ چې غزه کې یې نسل وژنه کړې، خو اسرائیلو رد کړه.

د جنورۍ ۱۲مه: د امریکا مرکزي قوماندې په یمن کې د حوثیانو پر رادار ځایونو د توماهوک ځمکنيو یرغلیزو توغندیو د تازه بریدونو اعلان وکړ.