غزه کې د اسرئیلو پر ضد د نسل وژنې تورونه؛ د عدالت نړیواله محکمه یې اوري

د عکس سرچینه، EPA
د ملګرو ملتونو د عدالت نړیواله محکمه په غزه کې د فلسطینیانو نسل وژنې په اړه د اسرائیلو پر ضد پر یوه قضیه بحث کوي.
دا قضیه سویلي افریقا راپورته کړې او اسرائیل تورنوي چې غزه کې یې نسل وژنه کړې. د عدالت نړیوالې محکمې ته په سپارل شویو اسنادو له محکمې دا غوښتنه هم شوې چې اسرائیل دې پوځي عملیات ودروي.
سلګونه کسان چې د فلسطین بیرغونه ورسره دي، د محکمې بهر راټول شوي او د اوربند غوښتنه کوي.
د اسرائیلو ملاتړي بیا پر لویه ښیښه غزه کې د یرغمل شویو تصویرونه ښکاروي.
دا محکمه به د نسل وژنې د تور په اړه یوازې خپل نظر ورکوي خو له نژدې څارل کېږي. اسرائیل دغه ډول تورونه "بې بنسټه" بولي.
جنوبي افریقا به خپله قضیه نن (پنجشبنه) محمکې ته وړاندې کړي او اسرائیل به یې دفاع پر جمعه کوي.
د سویلي افریقا د عریضې په اسنادو کې ویل شوي "اسرائیل په لوی لاس اراده لري چې د فلسطین ملت، نسل او د قوم یوه برخه وېجاړه کړي."
په قضیه کې دا هم راغلي چې د اسرائیلو په کړنو کې "غزه کې د فلسطینیانو وژنه، فزیکي او رواني زیانونه او داسې حالات راوستل شامل دي چې له فزیکي پلوه یې له منځه یوسي."
سویلي افریقا له محکمې د داسې بیړنیو لنډمهاله ګامونو د اخیستو غوښتنه هم کړې چې په غزه کې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو مخه ونیسي.
د اسرئیلو ولسمشر دغه تورونه "ظالمانه او احمقانه" بللي دي. نوموړی وايي "موږ به د عدالت په نړیواله محکمه کې د خپلې ویاړلې قضیې دفاع وړاندې کړو....له بشري حقونو سره سم."
هغه ادعا وکړه چې پوځ یې په خورا پیچلو حالاتو کې هڅه کوي چې ولسي وګړو ته مرګژوبله وانه وړي.
دا په داسې حال کې ده چې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وايي، تر دې مهال د اسرائیلي پوځیانو په بمباریو او هوايي بریدونو کې له ۲۳ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي او نژدې ۶۰ زره نور ټپیان دي. په وژل شویو کې زرګونه ماشومان او ښځې دي.
ایا د عدالت نړیوالې محکمې پرېکړې منل کېږي؟

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د عدالت نړیواله محکمه چې د نېدرلنډز په هاګ کې ده، ښايي د جنوبي افریقا په غوښتنه د اسرائیلو د پوځي عملیاتو د ځنډولو په اړه ژر پرېکړه وکړي، خو دا چې ایا اسرائيلو په ريښتیا نسل وژنه کړې، ممکن ثابتول یې کلونه وخت وغواړي.
له تیوريکي اړخه د عدالت د نړیوالې مخکې پرېکړې د اسرائیلو او سویلي افریقا په ګډون پر ټولو هغو هېوادونو له قانوني پلوه د پلې کېدو وړي دی چې د دې بنسټ غړي دي، خو په زور نه عملي کېږي.
په ۲۰۲۲ کال کې همدې محکمې روسیې ته لارښوونه وکړه چې په اوکرایین کې پوځي عملیات وځنډوي، خو امر ته یې پام ونه شو.
وېلېیم شباس چې د نړیوال قوانینو پروفیسر دی او په ۲۰۱۴ کال کې یې د حماس او اسرائيلو ترمنځ د جګړو لپاره د ملګرو ملتونو د څېړونکې کمېټې مشري هم کړې، په دې باور دی چې د اسرائیلو پر ضد د محکمې له خوا د حکم کولو شونتیا کمه ده.
نوموړي بي بي سي ته وویل، جنوبي افریقا باید "داسې څه پیدا کړي چې قضیه یې پياوړې کړي."
د سویلي افریقا د نړیوالو اړیکو برخې عمومي مشر زېن ډانګور د بيبيسي افریقايي څانګې ته ویلي "د نسل وژنې شواهد یې پیاوړي دي." نوموړی وايي د جنوبي افریقا قضیه کې "ډېر پام شوی دی."
جنوبي افریقا په غزه کې د اسرائیلو پر پوځي عملیاتو کلکې نیوکې کوي او له تاریخي پلوه فلسطیني دولت له جوړېدو سره خواخوږي لري.
سویلي افریقا د خپلواک فلسطین جوړېدل د اپارتاید پر ضد د دوی له مبارزې سره همغاړې ګڼی.
اپارتاید حکومتي سیستم په ۱۹۴۸ کال کې سویلي افریقا کې رامنځته شو، چې د سپین پوټکو او د هېواد نورو اوسېدونکو تر منځ د توپیر پر بنسټ ولاړ و، او دا سیستم تر ۱۹۹۴ پورې- تر هغې چې لومړنۍ دیموکراتیکې ټاکنې نه وې شوې، واکمن و.
نسل وژنه څه ده؟
د نسل وژنې اصطلاح په لومړي ځل په ۱۹۴۳ کال کې یهودي-پولنډي وکیل ډاکټر رفایل لیمکېن وکاروله. نوموړي د (جینوس) یوناني کلمه چې د قبېلې مانا ورکوي، له لاتیني توري (سایډ) سره چې د وژنې مانا لري، یو ځای کړه.
کله چې د یهودانو د ټولوژنې یا هالوکاسټ پرمهال، د نوموړي له ورور پرته نوره ټوله کورنۍ ووژل شوه، ډاکټر رفایل داسې کمپاین پیل کړ چې په نړیوالو قوانینو کې نسل وژنه د جرم په ډول وپېژندل شي.
د همده هڅو دې ته لاره پرانیسته چې ملګرو ملتونو په ۱۹۴۸ د نسل وژنې کنوینسیون ومانه چې د ۱۹۵۰ کال په جنورۍ کې پلی اعلان شو.
نسل وژنه د ډېرو په باور د بشریت پرضد تر ټولو سخت جرم بلل کېږي. خو د دې ساده تعریف تر شاه قانوني اړخونه ډېر پیچلې دي، ځکه د دې جرم ثابتول ګران کار دی او ډېر وخت هم غواړي.
د نسل وژنې د مخنیوي او سزا په اړه یې د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۸ کال کنوینسیون په دویمه ماده کې راغلي، نسل وژنه هغه کړنو ته وايي چې په قصدي ډول په کې "یو قوم، توکم او یا هم مذهبي ډله په بشپړ ډول او یا یې یوه برخه له منځه وړل کېږي."
په دې کنوینسیون کې غړو هېوادونو ته دنده سپارل شوې چې د نسل وژنې مخنیوی وکړي او که څوک دا ډول جرم کوي، سزا ورکړي. خو د دې قانون له منلو وروسته، پر ملګرو ملتونو بېلا بېلې نېوکې کېږي. ځینې په دې باور دي چې دا تعریف پراخ نه دی او د ځینو نیوکه بیا دا ده چې ناسمه ګټه ترې اخیستل شوې.
خو له دې هر څه سره سره، د نسل وژنې په جرم ځینو ته سزا هم ورکول شوې. په ۱۹۸۸ کال کې په روانډا کې د نسل وژنې مجرمانو نه سزا اورول شوې. په بوسنیا کې پخواني جنرال ته د زرګونو کسانو د وژنې په جرم د جرمونو نړیوال مخکې له خوا سزا ورکړل شوې ده.











