د امریکا بهرنیو چارو وزیر اسرائیلو ته رسېدلی؛ غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونو ۵۷ کسان وژلي

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن منځني ختيځ ته د خپل سفر په ترڅ کې اسرائیلو ته رسېدلی او يو ځل بيا يې له اسرائیلو وغوښتل چې په غزه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د کمولو لپاره نور ګامونه اوچت کړي.

تل ابیب ته د خپل سفر په پیل کې ښاغلي بلېنکن د اسرائیلو له ولسمشر اسحاق هرزوګ سره خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د خپل وروستي ډیپلوماتیک سفر په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان له مشرانو سره وکتل او د فلسطین په تړاو یې خبرې یې ورسره وکړې.

نوموړی به د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره هم وګوري.

انتوني بلینکن پرون د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره تر کتنې وروسته د شخړو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی و.

پر غزې د اسرائیلو برید او محاصره څلورمې میاشتې ته ورسېده.

د نوموړي دغه سفر یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې په سوریه او لبنان کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو د حماس او حزب الله جګپوړي غړي وژلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر منځني ختیځ ته د خپل سفر پر مهال دا ټینګار هم کړی، چې په یمن کې د حوثي یاغیانو له خوا په سور سمندرګي کې پر کښتیو بریدونه باید ودرول شي.

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

په همدې وخت کې په ملګرو ملتو کښې د ایران استازی امنیت شورا ته په یو لیک کښې په سور سمندرګی کښې د حوثیانو په بریدونو کې د ایران د لاس لرلو په تړاو د امریکا او اسرائیلو تورونه رد کړل.

په غزه کې د اسرائیلو له جګړې وروسته په سیمه کې کړکېچ زیات شوی او پر غزې سربېره لویدیځه څنډه، لبنان، سوریه، عراق او سور سمندرګی هم د دې جګړې په تړاو د بریدونو شاهدې دي.

په غزه کې د حماس طبي چارواکي وايي، د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې تر اوسه په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په پایله کې تر ۲۳۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

وړاندې تر دې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي و، له اسرائیلو سره کار کوي، چې جګړه پام‌وړ کمه کړي او له غزې ووځي.

ښاغلي بایډن یوې کمپایني غونډې ته خبرې کولې، خو په غزه کې د اوربند ملاتړو احتجاج کوونکو د امریکا د را روانو ټاکنو لپاره ددغه هېواد د ولسمشر جو بایډن کمپایني خبرې ګډوډې کړې. دوی د نوموړي د خبرو پرمهال په غزه کې د اوربند شعار تکراراوه.

د اعتراض کوونکو مداخلې جو بایډن چې د کارولینا ایالت په تاریخي کلیسا کې وینا کوله اړ کړ چې ټاکنیزې خبرې د غزې د جګړې په اړه څرګندونو ته بدل کړي. هغه وویل له اسرائیلو سره د پردې تر شا کار کوي چې له غزې ووځي:

"زه د دوی په لېوالتیا پوهېږم، زه په خاموشۍ کې له اسرائیلي حکومت سره کار کوم چې جګړه کې پاموړ کموالی راولي او له غزې ووځي. زه هرڅه چې ممکن وي کوم چې دا کار وشي".

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

اسرائیلو ته د امریکا د بهرنیو چارو زیر سفر داسې مهال کېږي چې د غزې د روغتیا وزارت چارواکو اعلان کړی، په تیرو څو ساعتونو کې د اسرائیلي په تازه هوايي بریدونو کې ۵۷ تنه وژل شوي دي.

بل لور ته اسرائیلو اعلان کړی چې په لبنان کې یې د حزب الله ډلې یو مشر وسام حسن طویل او په سوریه کې د حماس یو مشر حسن عکاشه په ډرون برید کې وژلي دي.

د غزې په تړانګه کې د سختې جګړې په دوام د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د لسګونو فلسطینیانو د وژل کېدو ترڅنګ د اسرائیلي پوځ او حماس ترمنځ نښتې هم شوې دي.

حماس پر مصر غږ کړی، چې د رفح پوله دې پرانیزي، چې له غزې څخه شپږ زره ټپیان د عاجلې درملنې لپاره هلته انتقال شي. د دغې ډلې د رسنیو دفتر ویلي، شاوخوا ۶۰ زره ټپي شوي فلسطینیان له میکروبي شویو ټپونو کړېږي.