د حزب الله له بریدونو وروسته اسرائیلو کې لوی اورونه لګېدلي

د ویډیو تشریح، د حزب الله له بریدونو وروسته اسرائیلو کې لوی اورونه لګېدلي

د لبنان له لورې د توغندیو او ډرون بریدونو په پایله کې نن د اسرائیلو په شمال کې اورلګېدنه رامنځته شوه.

ویل شوي چې په "کریات شمونه" کې یو شمېر کورونو کې اور لګېدلی او په ټول ښار کې د اور وژنې ټیمونه ګومارل شوي چې ډېری یې د اور د مهارولو لپاره ګومارل شوي دي.

د ښار په شمال "کبوتس کفار ګیلادي" کې، په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو ښیي چې یو امنیتي ټیم د اور لمبو سره مبارزه کوي.

د "جبل ادیر" او "امیعاد" په سیمو کې هم د اورلګېدنې راپور ورکړل شوی، چې د "الخلیل" په سیمه کې د لویو لارو د بندېدو لامل شوی. د مرستې لپاره له نورو سیمو احتیاطي ډلې استول شوې دي.

پولیس وايي چې ځواکونه یې "له کورونو د خلکو اېستل پیل کړي، ترافیکو ته لارښوونه کوي او په بېلابېلو سیمو کې د پاکولو بهیر په داسې حال کې روان دی چې اور وژونکي د نورو په مرسته د اور په وژلو کې مرسته کوي."

اسرائیل په غزه کې د څلور نورو یرغمل شویو کسانو مړینه تائید کړه

ناداف پوپلېویل او چیم پیري

د عکس سرچینه، FAMILY HANDOUT

د عکس تشریح، ناداف پوپلېویل او چیم پیري

اسرائیل پوځ وايي، څلور نور هغه کسان مړینه ورته معلومه شوې، چې د اکتوبر پر ۷مه د حماس برید پر مهال تښتول شوي وو.

دوی زیاتوي دا څلور کسان هغه مهال یو ځای وژل شوي، چې اسرائیلي ځواکونو په خان یونس سیمه کې عملیات کول او په خبره یې د دې کسانو مړي اوس هم له وسله والو سره دي.

د دې کسانو نومونه د ۵۱ کلن بریتانوي اسرائیلي ناداف پوپلېویل، ۷۹ کلن چیم پیري، ۸۰ کلن یورام میتزګیر او ۸۵ کلن امیرام کوپر یاد شوي دي.

د اسرائیلي دفاعي ځواکونو ویاند دانئیل هاګاري وايي، په دا وروستیو کې د ترلاسه شویو استخباراتي معلوماتو له لارې د دې کسانو مړینه ورته معلومه شوې ده.

د یادونې ده، چې تېره میاشت حماس ادعا کړې وه، چې ناداف پوپلېویل په اپریل میاشت کې د اسرائیلي ځواکونو په بمبارۍ کې وژل شوی دی. د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت بیا په دې هکله وايي، دوی د پېښې په هکله معلومات کوي، خو په خبره یې تر اوسه یې مړینه نه ده تائید شوې.

د حماس په یوه ویډیو کې بیا درې نور کسان په نومبر میاشت کې لیدل کېږي. دا ټول څلور کسان د اکتوبر پر ۷مه غزې تړانګې ته نژدې له کیبوتزیس سیمې تښتول شوي وو.

یورام میتزګیر او امیرام کووپر

د عکس سرچینه، AMILY HANDOUT

د عکس تشریح، یورام میتزګیر او امیرام کووپر

د اسرائیلي چارواکو په وینا حماس وسله والو د پر هغه ورځ په سویلي اسرائیل کې د بریدونو پر مهال ۱۲۰۰ کسان وژلي وو او ۲۵۱ یې یرغمل کړي وو. په تېره نومبر میاشت کې بیا دې ډلې د یوې اونۍ اوربند پر مهال ۱۰۵ ملکي یرغمل شوي کسان خوشي کړي وو.

خو ۱۲۰ کسان لا هم داسې دي، چې برخلیک یې معلوم نه دی او اسرائیلي چارواکي وايي، ډېری ښايي مړه وي.

له هغه راهیسې تېرو اتو میاشتو کې بیا په غزه کې د اسرائیلي پوځ په هوايي بمباریو او ځمکنیو عملیاتو کې د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا مسوولینو په وینا د غزې ۳۶ زره ۴۷۰ اوسېدونکي وژل شوي دي.