رپوټ: ټرمپ د ایراني رهبر وژنې اسرائیلی پلان رد کړی

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, سحر اصف
    • دنده, بي بي سي

په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نیوز ته دریو سرچینو ویلي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي وژنې په تړاو د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو پلان رد کړی دی.

د سرچینې په وینا په هغو خبرو کې چې د رپوټونو له مخې د جمعې پر ورځ پر ایران د اسرائیل له برید وروسته د دواړو مشرانو تر منځ شوې، ټرمپ نتنیاهو ته ویلي، چې د خامنه يي وژنه ښه طرح نه ده. ټرمپ د دې رپوټ په هکله په عام محضر کې څه نه دي ویلي.

له فوکس نیوز سره خبرو کې بیا نتنیاهو مستقیماً هغه رپوټ نه رد کړ او نه یې هم تائید کړ، چې ټرمپ د ایت الله وژنې پلان وېټو کړی.

د اسرائیل لومړي وزیر په دې هکله وویل: "داسې ډېر جعلي رپوټونه د داسې خبرو په هکله شته، چې له سره شوې نه دي، خو زه نه غواړم دې (موضوع) ته ورشم. خو زه کولای شم درته ووایم، چې موږ هغه څه کوو، چې باید یې وکړو. موږ به هغه څه وکړو، چې اړتیا ورته لرو او زه فکر کوم امریکا متحده ایالتونه پوهېږي چې د امریکا متحدو ایالتونو لپاره څه ښه دي او زه نه غواړم دې (موضوع) ته لاړ شم. "

یوه اسرائیلي چارواکي سي بي اېس نیوز ته په دې هکله وویل: ''اصولاً اسرائیل سیاسي مشران نه وژني. زموږ تمرکز پر اتوم او پوځ دی. فکر نه کوم هر هغه څوک چې د دې پروګرامونو په هکله پرېکړې کوي ازادانه او په اسانۍ سره وګرځي.''

اسرائیل لومړی د جمعې پر ورځ پر اتومي تاسیساتو او نورو پروګرامونو بریدونه وکړل. له هغه راهیسې دواړو هېوادونو پر یوه بل سخت بریدونه کړي، چې د یکشنبې پر ورځ یې درېیمه ورځ هم دوام درلود.

پر خپله ټروت نومې خواله رسنۍ ولسمشر ټرمپ په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي ډېرېدو په هکله یوه پیغام کې وویل: ''ایران او اسرائیل باید یو جوړجاړی وکړي.'' نوموړی زیاته کړی، دی به د دواړو هېوادونو تر منځ روغه جوړه کې رول ولوبوي ''هغسې چې مې د هند او پاکستان تر منځ وکړه.''

په کاناډا کې د جې۷غونډې ته له روانېدو مخکې ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته وویل، امریکا به د اسرائیل ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغې پوښتنې له ځواب ورکولو یې ډډه وکړه، چې ایا ده له اسرائیل غوښتي، چې پر ایران بریدونه بند کړي؟

له مخکیني پلان سره سم د یکشنبې پر ورځ د امریکا او ایران تر منځ د ایران اتومي پروګرام پر سره خبرې کېدې، خو یوه ورځ مخکې د منځګړي عمان بهرنیو چارو وزیر بدر البوسیدي وویل، چې دا خبرې لغو شوې دي.

بل لور رویټرز خبري اژانس پر یکشنبه یوه رپوټ کې ویلي، ایران قطر او عمان ته ویلي، تر څو چې د اسرائیلو تر بریدونو لاندې وي، د اوربند په خبرو کې به ګډون و نه کړي.

رویټرز د خپلې سرچینې له یادولو پرته د همدې سرچینې له قوله وايي: ''ایرانیانو قطري او عماني منځګړو ته ویلي، یوازې هغه مهال به جدي مذاکراتو ته ځي، چې ایران د اسرائیلي بریدونو ته خپل خپل ځواب ورکړی وي.''

له دې مخکې پر شنبه ولسمشر ټرمپ ویلي و، ''امریکا پر ایران د اسرائیل له برید سره هېڅ تړاو نه لري '' خو نوموړي خبرداری ورکړ: ''که پر موږ هر ډول، له هرې لارې داسې برید وشي، چې په هره بڼه او شکل ایران کړی وي، د امریکا پوځ به له ټول زور او ځواک سره پر تاسې داسې راشي، چې مخکې به هېڅکله (داسې) نه وي لیدل شوی.''