ولې د سپینو زرو بیه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده؟

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, اوزموند چیا
- دنده, د بيبيسي اقتصادي خبریال
د امریکا د مرکزي بانک له لوري د سود د کچې له کمېدو او د ټکنالوژۍ په صنعت کې د غوښتنې له زیاتېدو وروسته د سپینو زرو بیه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.
سپین زر د سهشنبې په ورځ په نغدي بازار کې ـ هغه بازار چې پکې ګران فلزات د سملاسي سپارلو لپاره پېر او پلور کېږي ـ د لومړي ځل لپاره د هر اونس په بدل کې له ۶۰ ډالرو واوښتل.
سره زر هم، چې د سږ کال پیل کې د امریکا د تعرفو د اغېز او د نړیوال اقتصاد د راتلونکي په اړه د اندېښنو له زیاتېدو وروسته نوې ریکارډونه ثبت کړي وو، په همدې اونۍ کې لوړ شول.
پانګوال عموماً هغه وخت خپلې پیسې ګرانبیه فلزاتو لکه سرو زرو او سپینو زرو ته اړوي چې د سود کچه راټیټېږي او د امریکا د ډالر ارزښت کمزوری کېږي.
د امریکا مرکزي بانک د ډسمبر پر لسمه، سږ کال د درېیم ځل لپاره د سود کچه راکمه کړه.
دغه کمښت په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په دغه بانک کې د راتلونکو میاشتو د لا نور کموالي په اړه دنني اختلافاتو وضعیت مبهم کړی دی.
د نانیانګ د ټیکنالوژۍ پوهنتون ییو هوی چوا وایي: "کله چې د سود کچه راکمیږي، معاملهکوونکي معمولا د سپینو زرو په څېر شتمنۍ اخلي ځکه په بانک کې د نغدو پیسو ساتلو یا د لنډمهالو اسهامو پېرلو ګټې کمېږي."
هغه زیاته کړه: "دا موضوع په طبیعي ډول تقاضا د هغو شتمنیو پر لور بیايي چې د ارزښت د ساتنې په توګه پېژندل کېږي، چې په دې کې سپین زر هم شامل دي."

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
دا لېوالتیا چې د اصطلاح په ډول ورته د "امن پناه" شتمنیو ته مخه کول ویل کېږي، د هغو مهمو عواملو له ډلې وه چې په وروستیو میاشتو کې یې سرو زرو ته د نوو ریکارډونو د ثبتولو زمینه برابره کړه، هغه مهال چې سرو زرو د هر اونس په بدل کې د لومړي ځل لپاره له ۴۰۰۰ ډالرو واوښتل.
د OCBC بانک شنونکی کریستوفر وونګ وایي د سپینو زرو د بیې لوړېدل د سرو زرو د بیې د چټک زیاتوالي "د څڅېدو اغیز" بلل کېدای شي، ځکه ځینې پانګوال د ارزانو بدیلو په لټه کې وي. د سرو زرو بیه سږ کال له ۵۰ سلنې زیاته لوړه شوې چې یوه برخه یې د مرکزي بانکونو د زیاتو پېرلو له امله ده.
د پلاتین او پالادیم بیې هم په همدې موده کې لوړې شوې دي.
عرضه د تقاضا پرتله کمه ده
کارپوهان وایي د سپینو زرو ارزښت ځکه هم لوړ شوی چې د ټکنالوژۍ په صنعت کې پرې قوي تقاضا شته او عرضه یې د غوښتنې پرتله کمه ده.
دغه وضعیت لامل شوی چې د سپینو زرو بیه سږ کال له دوو برابرو زیاته شي او له نورو قېمتي فلزاتو، لکه سرو زرو، ښه فعالیت ولري.
د سینګاپور د مدیریت پوهنتون کوسمارس ماریناکیس وایي: "سپین زر د پانګونې تر څنګ په صنعتي تولید کې هم یوه بنسټیزه ماده ده او د تولیدوونکو تر منځ پرې غوښتنه مخ په زیاتېدو ده."
دا قېمتي فلز چې د سرو زرو او مسو پرتله ښه برېښنا لېږدوي، په داسې تولیداتو کې کارول کېږي لکه برقي موټرونه او شمسۍ.
کارپوهان اټکل کوي چې د برقي موټرو د پېر و پلور زیاتوالی به د سپینو زرو غوښتنه لوړه کړي او د دغو موټرو پرمختللې بیټرۍ به هم د سپینو زرو زیات مقدار ته اړتیا ولري.
خو د سپینو زرو عرضه په چټکۍ زیاتول اسان کار نه دی، ځکه د نړۍ لویه برخه تولید د هغو کانونو د استخراج فرعي محصول دی چې پکې داسې فلزات ایستل کېږي لکه سرب، مس یا سره زر.
د سپینو زرو بیه همداراز له دې امله لوړه شوې چې وېره شته امریکا ښايي دا فلز د ډونلډ ټرمپ د سوداګریزو پالیسيو له مخې د ګمرکي تعرفو لاندې راولي.
د ممکنه تعرفو د وېري له امله په امریکا کې د سپینو زرو زېرمه کول ډېر شوي چې دې کار په نورو سیمو کې کمښت رامنځته کړی دی.
امریکا شاوخوا دوه پر درېیمه برخه سپین زر له بهر واردوي، هغه سپین زر چې په صنعتي تولیداتو، ګاڼو او پانګونه کې ترې ګټه اخیستل کېږي.
ماریناکیس وویل تولیدوونکي هڅه کوي د دوامداره فعالیت لپاره اړین مواد برابر کړي او د کمښت مخه ونیسي او همدا وضعیت د نړیوالو بازارونو بیې لوړې کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکو میاشتو کې به د سپینو زرو بیه لوړه پاتې شي.








