تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسپانیا تائید کړه، چې درې وګړي یې د بامیانو برید کې وژل شوي دي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت او بامیانو کې دوو سیمهییزو سرچینو تایید کړه چې ددې ولایت په مرکز کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې ځینې بهرنی سیلانیان او سیمهییز خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بيبيسي ته په بامیانو کې پر بهرنیو سیلانیانو د برید خبر تایید کړ.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د اسپانیا بهرنیو چارو وزارت مسوولین له قوله ویل شوي، چې د جمعې پر ورځ د بامیانو دې برید کې درې اسپانوي سیلانیان وژل شوي او لږ تر لږه یو اسپانوی کس ټپي شوی دی.
د اسپانیا لومړي وزیر پیدرو سانچیز هم پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې د خپل هېواد درې وګړو وژل کېدو په هکله خواشیني څرګنده کړې ده.
نوموړي په خپل پیغام کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ تر څنګ ویلي، وضعیت څاري او کونسلي خدماتو ادارې د لازمو خدماتو رسولو هڅه کوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بیا اېکس (پخوا ټوېټر) لیکلي و، نن مازدیګر د بامیانو ښار کې پر عامو خلکو ډزې شوې، چې یو افغان او درې تنه بهرنیان پکې وژل شوي او درې افغانان او څلور بهرنیان ټپیان شوي دي.
د یادونې ده، چې په ټپیانو کې یو بهرنی د اسپانیا، یو د اسټرالیا او یو د ناروې او یو د لیتوانیا دی.
عبدالمتین قانع وايي، امنیتي ځواکونو د وژونکو موندل پیل کړي او تر اوسه په دې قضیه کې د ښکېلتیا له کبله څلور کسان نیول شوي.
عبدالمتین قانع زیاتوي، د طالبانو حکومت دا جنایت په ټینګه غندي او د وژل شویو له کورنیو سره خپله غمشریکي ښيي او ډاډ ورکوي چې پېښه کې ټول ښکېل مجرمان به ومومي او د خپل عمل سزا به ورکړل شي.
بيبيسي ته یوې سرچینې د برید انځورونه راستولي چې د تونس موټر څنګ ته دوه مړه پراته دي.
تر اوسه د برید مسؤلیت کومې ډلې یا چا نه دی منلی.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدا راهیسې په افغانستان کې پر بهرنیانو ډېر لږ وژونکي بریدونه شوي دي.
په وروستیو درېیو کلونو کې بامیان طبیعي ښکلا بهرني او افغان سیلانیان ور جذب کړي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ پر ټوېټر د بامیانو برید ته په غبرګون کې ویلي:
"د امریکا متحده ایالات په بامیانو کې د هغه برید په اړه په ژوره توګه خواشینې شو ې چې په ترڅ کې یې ملکي افغانان او بهرني اتباع وژل شوي او ټپیان شوي... تاوتریخوالی ځواب نه دی."
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر هم پر ټوېټر لیکلي، چې "د بامیانو بازار کې پر بېګنا خلکو بزدلانه برید غندم. افغانستان خورا ډېر تاوتریخوالی لیدلی. زه د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوم."
په تازه غبرګونونو کې یوناما پر اېکس (پخوا ټوېټر) یوه لنډ بیا کې لیکلي:
"یوناما د افغانستان په مرکز بامیان کې په بې وسلې ملکي وګړو او سیلانیانو د خونړي ترهګریز برید له امله ژوره خواشیني ده.
موږ د برید له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګندوو او له پېښې وروسته مرسته چمتو کوو."
په اسلام اباد کې د بیلجیم سفارت هم په یوه ټویټ کې د بامیانو برید غندلی او دا یې یو وحشیانه عمل بللی دی.
سفارت په یوه لنډ ټویټ کې لیکلي چې "بیلجیم د هر ډول تاوتریخوالي او ترهګرۍ پر وړاندې په پیوستون کې ولاړ دی."