تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بامیان دوه امنیتي افسران پر نجلۍ د جنسي تېري په تور نیول شوي
د افغانستان د مرکزي ولایت بامیانو چارواکي وایي، دوه امنیتي منسوبین پر یوې نجلۍ د جنسي تېري په تور نیول شوي دي. د چارواکو په خبره، د نیول شویو کسانو یو د امنیه قومندانۍ او بل د ملي امنیت ادارې اړوند دي.
په بامیانو کې دوه امنیتي افسران داسې مهال نیول شوي چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دوی د بامیانو د پولیسو په رنجر موټر کې پر یوې نجلۍ جنسي تېری کړی.
د بامیانو د والي ویاند عبدالرحمن احمدي وایي، دا افسران بالفعل د تېري پرمهال نیول شوي او څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي:
"د امنیتي ارګانونو دوه منسوبین، یو یې د بامیانو د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر مرستیال او بل یې د همغږۍ اداره کې د ملي امنیت ادارې استازی دی. دواړه په بامیانو کې لوړپوړي امنیتي چارواکي ګڼل کېږي. دواړه زموږ د امنیتي او کشفي ادارو د کارکوونکو لخوا د جنسي تېري پرمهال بالفعل نیول شوي دي."
د جنسي تېري د قرباني د عمر او هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي.
دا خبر داسې مهال خپرېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې د روان میلادي کال په لومړیو لسو میاشتو کې یې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ۳۸۰۰ پېښې ثبت کړي دي.
د کمیسیون د معلوماتو له مخې، په دې کې ۱۸۶ مورده جنسي تاوتریخوالی او له دې ډلې ۳۸ د جنسي تېري پېښې دي.