د بامیانو د یوې میاشتې اته مرموزو وژنو تر شا څوک دي؟

    • Author, اسدالله بلهار جلالزی
    • دنده, بي بي سي، غزنی

یوازې یوه میاشت کې په مرکزي ولایت بامیان کې د مرموزو اتو وژنو پېښو ددغه ولایت مدني فعالان اندېښمن کړي دي.

مدني فعالان کې په دغه ولایت کې د امنیت او خوندیتوب غوښتنه کوي.

بامیان د افغانستان په مرکزي ولایتونو کې ګڼل کېږي. ددغه ولایت امنیت له څه مودې راهیسي له ګواښونو سره مخامخ شوی دی.

په نژدې یوه میاشت کې په دغه ولایت کې د پټو او مرموزو وژنو شمېر اته تنو ته رسېده چې پنځه هغه په کې ښځې وي.په وروستي پیښه کې د یوې ښځې غاړه په چړې پرې شوې وه او نژدې شل ځایه هم په بدن باندې پرې د چاقو وارونه شوي وو.

ددغو پېښو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

د مدنې ټولنې رییس اسمعیل زکي وايي:

"دا وژنې ددې کیسه کوي چې د خلکو امنیت ته په یو ډول زیان رسېدلی دی او د خلکو امنیت نه ټینګیږي. زموږ اندیښنه دا ده چې دا ډول پیښې نه تعقیبږي. په خواشینۍ سره موږ چې هر ځل اړوندو ادارو ته ورځو موږ ته پلمې کوي او له بلې خوا هرځل چې د پولیسو له خوا دا دوسیې بشپړېږي او څارنوالي، محکمې ته لیږلېکيږي، هالته هم لکه چې لازمه ده هاغسې رسېدنه نه کېږي. "

دا فعالان وايي، په بامیانو کې د ښځو پټو او مرموزو وژنو وېره او ډار رامنځ ته کړی چې ددې سبب شوی په ټولنه کې د ښځو شتون پیکه شي.

صغرا اعطایي یوه بله مدني فعاله ده:

"ښځې غواړې خپل شتون په ټولنه کې تثبیت کړي. خو کله چې داسې پېښې رامنځ ته کیږي نو په ډاډ سره لومړی کورنۍ د ښځو د شتون خنډ کیږي. یوه وېره او ډار رامنځ ته کیږي. زه په خپله شاهده یم. د بامیانو په مرکز کې چې دوه درې وژنې وشوې، نجونې د پخوا په څېر لېوالتیا او زړورتیا نه لري اوس په هغه جرات نه کوي. "

خو په بامیانو کې امنیتي چارواکي دا تورونه ردوي چې ګویا د وژنو په پېښو کې دوسیو ته پام نه کیږي. ددغه ولایت د امنیت امر علي محمد لکزی وايي:

"په ټوله کې چې کومې وژنې شوې دي ددوی دوسیي زموږ ترجدي څېړنو لاندې دي. ددوی دوسیې څارنوالۍ ته استول شوې دي. په ټوله کې اته تنه دي چې پنځه یې ښځې دي او نور نارینه دي. دا پېښې د پولیسو له خوا جدي څېړلې شوې دي. خو د عدلی او قضايي څانګو له خوا د پېښې مشکوک کسان خوشي کېږي او بیا هغوی پولیسو ته یوګواښ هم کوي."

له دې سره سره په بامیان ولایت کې د عدلي او قضایي مقاماتو په غبرګون اخیستو بریالی نه شوو خو د بامیانو محمد طاهر زهیر وایي، سیمه يیزه اداره د وژنو دوسیو ته په جدي توګه رسیدنه کوي:

"هغه پېښې چې رامنځ ته شوې، دا د تاووتریخوالي له امله وې. ریښه يې په کورنۍ تاوتریخوالي کې ده. تر اوسه ددې وژنو عاملین نیول شوي نه دي. د بامیان پولیس، جنايي او ملي امنیت ټول مصمم دي چې دا پېښې وڅاري. سیمه يیزې ادارې خپله دنده سرته رسولې. له عدلي او قضایي ادارو هم هیله من یم چې په جدي توګه عاملین د قانون منګولو ته وسپاري."

د بامیانو ولایت مدني فعالان اندېښمن دي که ددغه ولایت امنیت ته پام ونه شي، دا وېره شته چې په فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو کې به د ښځو ونډه او رول کمزوری شي.