تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هرات کې ناپېژاندو وسله والو دوې ښځې وژلې
د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله والو تېره شپه ګذره ولسوالۍ کې دوې ښځې وژلې دي. تر اوسه د پېښې څرنګوالی روښانه نه دی، خو پولیس وايي، د پېښې په اړه څېړنه پيل شوې ده.
دغه ښځې د هرات په ګذره ولسوالۍ کې وژل شوې دي.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي، د پولیسو تر څېړنو وروسته به د پېښې څرنګوالی معلوم شي او پولیس د قاتلینو په لټه کې دي.
د وژل شویو ښځو مړي د ګذرې ولسوالۍ په (سیاوشان دښته) سیمه کې موندل شوي.
څو ورځې وړاندې هم د هرات چارواکو وویل، ادرسکن ولسوالۍ کې یې د درو ښځو د وژلو په تور ۱۱ کسان نیولي دي.
سیمه ییزې سرچینې وايي، درې واړه ښځې د (سلواغې پر ۱۰مه) د دوشنبې په شپه پخپل استوګنځي کې په ډزو ویشتل شوې دي.
د افغانستان لوېدیځ، په تېره بیا هرات ولایت کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی چې ځینې وخت دا ډول پېښې له رسنیو او د ښځو د حقونو له فعالانو پټې ساتل کېږي.