ایران تایید کړه چې امریکا سره د منځګړو له لارې پر خبرو بوخت دي

د عکس سرچینه، MEHRNEWS
د ایران حکومت تایید کړه چې له امریکا سره یې د منځګړو له لارې خبرې روانې دي.
د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني نن دوشنبه د واشنګټن او تهران ترمنځ په نږدې راتلونکې کې د بندیانو د تبادلې احتمال ته په اشارې ویلي "موږ د منځګړو له لارې د خبرو اترو او د دیپلوماتیکو مذاکراتو پایلو ته منتظر یو."
دا په داسې حال کې ده چې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنهای پرون يکشنبه د خپل اټومي انرژۍ سازمان له یو شمېر مدیرانو سره په لیدنه کې ویلي وو چې "د ایران اټومي زېربناو د خوندیتوب په صورت کې، هوکړه څه ستونزه نه لري."
هغه پر دې هم ټینګار کړی و چې اړین ګامونه دې واخیستل شي خو د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د خوندیتابه تر مقرراتو ورهاخوا دې بل څه ته غاړه نه اېښودل کېږي.
په دې وروستیو کې داسې رپوټونه خپرېدل چې تهران او واشنګټن یوې لنډمهالې هوکړې ته نږدې شوې دي. خو تر اوسه یوې خوا هم رسمآ دغه رپوټونه نه وو تایید کړي.
تازه د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند یوې خبري غونډې ته په دې اړه مالومات ورکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو ښاغليکنعاني ټینګار کړی چې "موږ او مرکچي ټیم مو د اټومي هوکړې په اړه جدي فکر کوو" او دا چې د دې هوکړې په تړاو به د ښاغلي خامنهای د امرونو، ملي ګټو او قانون په رڼا کې "مطلوبې پایلې ته تر رسېدو کار ته دوام ورکړو."
د ایران او امریکا ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټومي هوکړې ته د بېرته ګرځېدو په تړاو غیرمستیقې خبرې د تېر کال د اوړي وروستیو کې له خنډ سره مخ شوې.
تر هغې وروسته دواړو خواو یو بل تورن کړی و چې ګواکې غیرمنطقي غوښتنې لري.
اوس د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي د دوی حکومت که څه هم د داخلي وړتیاوو او همدا راز له ګاونډیو او دوستو هېوادونو سره د پراخو اړیکو پاللو پر مټ د بندیزونو سیاست د شنډولو لاره نیولې، خو هېڅکله یې د دغو بندیزونو پورته کېدو لپاره دیپلوماتیکې لارې چارې نه دې پرېښې.
هغه زیاته کړه "د دوستو هېوادونو له لارې چې مقابل لوري سره نږدې اړیکې لري، د دیپلوماتیکو پیغامونو او مذاکرې تبادله روانه وه او ده."











