د محدودیت ۱۰۰۰ ورځې؛ انلاین زدکړې 'په تیاره کې د رڼا وړه کړکۍ'

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي

دا اوونۍ موږ د ۱۰۰۰ ورځو یادونه کوو، چې د طالبانو د آمرثاني فرمان له مخې، په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تګه محرومې شوې دي.

د نړیوالې ټولنې له پرلپسې غوښتونو، هڅو او فشارونو او آن د یو شمېر طالب چارواکو له ټینګار اوغوښتونو سره سره، نجونې لا هم ښوونځي او پوهنتون ته له تلو بې برخې دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو څو میاشتي وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له تړلو وروسته، د نجونو پر وړاندي د پوهنتونونو د دروازو د بندولو امر هم د طالبانو حکومت وکړ، هغه څه، چې دوی یې (امرثاني) یادوي.

د نجونو پر ثانوي او لوړو زدکړو د بندیز له دوام سره ځینو بنسټونو او ښوونیزو مرکزونو افغان نجونو لپاره د انلاین زدکړو وړیا پروګرامونه پیل کړل.

انلاین زدکړې څه دي؟

په جرمني کې یوې اروپايۍ موسسې په افغانستان کې له زدکړو بې برخې نجونو ته د بهرنیو ژبو زده کولو پروګرام پیل کړ، چې د انلاین زدکړو لپاره تر ټولو مهم او لومړنی ګام بلل کېږي.

دغه نجونې وايي چې اوس په انګلیسي، جرمني او فرانسوي ژبو برلاسې او خبرې کولای شي. یو شمېر نجونې بېا توانېدلې چې د انلاین زدکړو له لارې خپلو لوړو زدکړو ته دوام ورکړي.

بهشته موسوي یوه له دغو نجونو ده چې د معالجوي طب په څانګه کې زدکړې کوي. هغه، چې اوس د (زن) په نوم یوه انلاین پوهنتون کې زدکړې کوي وایي، د ۱۴۰۱ کال د کانکور په آزموینه کې یې د پکتیا پوهنتون د معالجوي طب څانګې ته لار وموندله. خو د نجونو پر لوړو زدکړو د طالبانو بندیز یې پکتیا پوهنتون ته د تګ لاره وتړله.

بهشته وايي ناهیلې نه شوه او له خپلو ملګرو او دوستانو سره د بدیلې لار په لټون کې شوه.

اغلې موسوي وايي، د ملګرو په مرسته وتوانېدله د یوه وړیا انلاین پوهنتون په طب پوهنځي کې زدکړې پیل کړي.

"په داسي شرایطو کې چې د نجونو پر مخ د ښوونځي او پوهنتون دروازې تړل شوې دي، انلاین زدکړې په توره تیاره کې د رڼا یوزاینۍ کړکۍ ده."

د طالبانو له خوا د نجونو پر لوړو زدکړو بندیز ځینو نجونو ته دا لاره هواره کړه، چې یو شمېر بهرنیو پوهنتونونو کې د زده کړو فرصت ومومي.

ذبیده ارمان چې اوس له لېرې واټنه د هندوستان په یوه پوهنتون کې د مالوماتي ټکنالوژۍ برخه کې زدکړې کوي وايي، په پیل کې اړ وه چې د انګلیسي ژبې پر زده کولو کار وکړي او هغه پیاوړې کړي.

اغلې ارمان زیاتوي، لومړی یې په یوه انلاین اکاډیمۍ کې د انګریزي ژبه زدکړه پیل کړه او هلته له بریالیتوب وروسته اوس د هند یوه پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي کي زدکړې کوي.

دا وايي: "تاسو پوهیږئ، چي له نجونو د زدکړو او کار کولو حق اخیستل شوی، نو د مالوماتي ټکنالوژۍ برخه کې زدکړه د دې واک راکوي، چې له خپل کوره بهرنیو بنسټونو سره کار او سوداګري وکړم."

د ذبیدې په وینا ناهیلي ښه نه ده او نورو نجونو ته هم وايي، چې موخو ته د رسېدو لپاره ګڼ فرصتونه د دوی په مخ کې پراته دي.

د انلاین زدکړو بنسټونه

په ورته وخت کې یو شمېر بنسټونو او ښوونیزو مرکزونو لکه بېګم اکاډیمۍ له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره ورته ښوونیز پروګرام پیل کړی دی.

په افغانستان کې د بېګم اکاډیمۍ یوې غړې، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل، یو شمېر افغان مېرمني په خپله خوښه شاوخوا ۳۰۰۰ زدکوونکو ته له اووم تر دولسم ټولګي پورې له لېري واټنه تدریس کوي.

دا وايي:

"زموږ ښوونیز نصاب د افغانستان د ښوونځیو هغه پخواني کتابونه دي، چې د ښوونکو له خوا یې درسونه ثبت او بیا زدکوونکو ته په منظمه توګه تدریسېږي."

د بیګم اکاډیمۍ دغه غړې وايي هڅه یې دا ده چې له دې اکاډمۍ فارغو شویو نجونو ته په یو شمېر نړیوالو پوهنتونونو کې د وړیا زدکړو فرصت برابر شي.

'انلاین زدکړي یو بدیل دی خو د ټولو لپاره نه'

خو په اوسنيو شرايطو کې نجونو لپاره انلاين زدکړې څومره اغېزناکې او ګټورې دي؟

ایا دا پروسه د تړلو ښوونځیو بدیل کېدای شي؟

د افغانستان د جمهوريت پر مهال د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال ابراهیم شینواری وايي، د ښوونځيو پرانیستل د حل اساسي او اصلي لار ده:

"انلاین زدکړه یو ښه بدیل دی، حتی که دا محدود هم وي، دا ګام د تائيد وړ دی، په ځانګړې توګه هغو نجونو لپاره چې په لېرې پرتو سیمو کې دي، د انلاین زدکړې چمتو کول خورا ښه مرسته ده."

ښاغلی شینواری وايي، انلاین زدکړه د شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره غوره بدیل دی چې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري، خو په خبره یې چې له بده مرغه په افغانستان کې ستونزه دا ده چې په ټولو سیمو کې انټرنېټ او بریښنا نشته.

نوموړی همداراز وايي، کورنۍ بې وزله دي او که دوی کمپیوټر واخلي، اړتیا لري پوه شي، چې څنګه یې وکاروي، له همدې امله، د انلاین زدکړې فرصت خورا محدود دی، خو که دا په تیاره کې یو کوچنۍ شمع وي او رڼا کوي دا باید وستایل شي:

"اساسي حل د ښوونځیو پرانیستل او ټولو نجونو ته د زدکړو زمینه برابرول دي."

په داسې حال کې چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغان نجونو لپاره د انلاین زدکړو پروګرامونه پیل شوي، خو کم شمېر نجونې چې ښوونځي او پوهنتون ته له تګ څخه بې برخې دي، انلاین زدکړې ته لاسرسی لري.

هغه کسان چې په دې برخه کې کار کوي وايي چې د دغو زدکوونکو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

بله مهمه پوښتنه دا ده چې آیا د دغو ښوونیزو مرکزونو سندونه چې افغان نجونو ته یې له لېري واټنه د زدکړو فرصت برابر کړی، په کور دننه او نړۍ کې د منلو وړ دي او که نه؟

د انلاین ښوونیزو موسساتو مسوولین وايي، هڅه کوي چې قطر کې د امریکايي پوهنتون په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو کې له پوهنتونونو سره یوې داسې هوکړې ته ورسېږي، چې له دغو بنسټونو فارغ شویو محصلینو ته د لوړو زدکړو د دوام لپاره فرصت برابر کړي.