اوکرایين وايي "درې روسۍ جنګي الوتکې يې رانسکورې کړې دي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکرایین پوځ وايي، د جمعې په ورځ یې د دغه هېواد په جنوب کې درې روسۍ جنګي الوتکې ویشتلې دي.
د اوکرایین هوايي ځواک اعلان کړی چې درې اېس يو -۳۴ جنګي الوتکې یې د خرسون په سیمه کې ویشتلې دي.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي د هغو پوځیانو ستاینه وکړه چې الوتکې یې ویشتلې او تائید یې کړه چې دا پېښه د خرسون په جګړه ځپلې سیمه کې شوې ده.
مسکو د کېيف د دې ادعاوو په اړه لا څه نه دي ويلي خو بانفوذه روسي بلاګرانو د زيانونو راپور ورکړی دی.
د اوکرايين ولسمشر د شپې ناوخته وويل، "د الوتکو غورځېدل روسي پيلوټانو ته خبرداری دی چې که په اوکرايين کې پر موخو بريدونه وکړي، له دوی هېڅوک به له سزا خلاص نشي."
ښاغلي زېلینسکي دا هم وويل، چې د نېدرلنډز له لومړي وزير سره يې د اېف ۱۶ جنګي الوتکو د ترلاسه کولو او همدارنګه د اروپايي ټولنې د مرستو نوې کڅوړې په اړه خبرې کړې دي.
روسيې د الوتکو د نسکورېدو په اړه څه نه دي ويلي خو د روسيې يوه بلاګر فايټر بامبر د يو شمېر الوتکو د له منځه تلو خبر ورکړی چې ښايي امريکا کې د جوړو شويو توغنديو په واسطه په نښه شوې وي.
بلاګر زياته کړې چې د الوتکې هغه عمله چې ژوند يې له لاسه ورکړی او هغه چې ژوندي پاتې دي د پېښې له ځايه ايستل شوي دي.
يوه بل بلاګر اويني اوسودېمېتل ويلي الوتکو شايد د دنیپرو سيند پر غاړه د اوکرايين پر پوځي هدفونو بريدونه کول.
اوکرايين د روسيې نيواکګرو ځواکونو پر وړاندې جګړه کې چې د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې پیل شوې، د مهماتو له کمښت سره مخ دی.
اوکرايین د روسيې د تېري ضد عملیات د ژمي په پیل کې ودرول، دا په داسې حال کې ده چې امریکا کې جمهوري غوښتونکو اوکرایین ته د لا زیاتو مالي مرستو د ورکولو لیوالتیا نه ده ښودلې. امریکا تر دې دمه د اوکرایین تر ټولو لویه پوځي ملاتړې ده.
ښاغلي زېلینسکي روانه اوونۍ په یوه خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې اوکرایین د روسیې پر وړاندې جګړه نه بایلي.











