چمن کې د پاسپورټ پالیسۍ خلاف لاریونوالو له نیول کېدو وروسته وضعیت کړکېچن شوی

کډوالي

د عکس سرچینه، social media

په سویلي پښتونخوا کې له کندهار سره نږدې چمن کې د تېرې شپې راهیسې د لاریونوالو او اعتراض کوونکو له نیولو وروسته وضعیت کړکېچن ښکاري.

د پاکستاني پولیسو لخوا د خلکو د نیولو په غبرګون نن سې شنبه په چمن ښار کې ټول کاروباري مرکزونه بند وو او تر څنګ یې اعتراض کوونکو د کوټې او کندهار تر منځ لویه لار هم تړلې ده.

چمن کې د تېرو څه باندې څلورو میاشتو راهیسې پرلت او لاریونونه روان دي.

د زرګونو کسانو دا پرلت د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون پیل شوی چې پر ډيورنډ کرښه د اوښتو را اوښتو لپاره پاسپورت حتمي کوي.

دا له افغانستان سره د ډیورنډ پر کرښه او چمن کې د تاریخ تر ټولو اوږدمهاله اعتراض بلل کېږي.

پرلت کوونکي چې ډېری یې د سوېلي پښتونخوا اوسېدونکي دي، ادعا کوي چې پر ډيورنډ کرښه اغزن تار او سختو پالیسیو بې وزله کړي او سره وېشلي یې دي

دوی وايي ژوند یې په سوداګرۍ روان و خو افغانستان خوا ته په اوښتو کې له خنډونو جوړېدو وروسته ژوند په ټپه ولاړ دی او کله به هم چا ته اجازه ورنکړي چې دغه "ظالمانه" پرېکړه عملي کړي.

چمن

د عکس سرچینه، social media

په دې لړ کې وړمه ورځ یو زیات شمېر اعتراض کوونکو چمن ښار کې د پاسپورټ دفتر مخه وتړله خو پولیسو یې پر وړاندې سخت غبرګون ښکاره کړ.

ویل کېږي پاکستاني پولیسو د پاسپورټ دفتر پر وړاندې د اعتراض کوونکو څخه شاوخوا لس کسان نیولي او له ځانه سره یې وړي دي.

پولیسو د لاریونوالو کانټېنرونه او هغه وسایل هم لېرې کړي چې د پاسپورټ د دفتر لارې یې پرې بندې کړې وې.

په چمن کې د پرلت د تنظیمونکې کمیټې یوه ویاند صادق خان اڅکزي ویلي پولیسو د شپې لخوا عملیات کړي او له لسو ډېر کسان یې نیولي دي.

له چمن څخه وروستي رپوټونه وايي چې د دغو نیولو خلاف نن په چمن کې ټول کاروباري ځایونه تړلې وو.

قهرجنو لاریونوالو به ځینو دولتي دفترونو هم یرغل کړی خو پولیسو پرې هوایې ډزې کړي او د اعتراض کونکو د پاشلو هڅه یې کړې ده.

په همدې لړ کې د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان محمد اڅکزي ویلي لاریونوالو ته له تېرو څو میاشتو راهیسې د سوله ییز اعتراض او پرلت اجازه ورکړل شوې خو د پاسپورټ دفتر بندولو خلاف پولیس لاس په کار شوي او ځینې تورن کسان یې نیولي دي.

هغه ویلي حکومت پرېکړه کړې چې تګ راتګ باید په پاسپورټ وي ځکه نو د دې کار خلاف هېڅ خنډ ورته د منلو وړ نه دی.

هغه ګواښ کړی چې د هغو کسانو پر وړاندې به سخت ګام واخيستل شي چې د مرکزي پرېکړو یا قانون خلاف درېږي.

هغه ویلي حکومت پرېکړه کړې چې تګ راتګ باید په پاسپورټ وي ځکه نو د دې کار خلاف هېڅ خنډ ورته د منلو وړ نه دی.

هغه ګواښ کړی چې د هغو کسانو پر وړاندې به سخت ګام واخيستل شي چې د مرکزي پرېکړو یا قانون خلاف درېږي.