تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵ کال کې له پاکستانه یو میلیون افغانان ستانه شوي
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې (UNHCR) ویلي، د ژمي له پېلېدو سره سم چې په سیمه کې ساړه زیاتېږي، لسګونه زره افغانان - چې پکې کډوال او د پناه غوښتونکي هم شامل دي - د افغانستان د سختو بشري او بشري حقونو له وضعیت سره، د زیات فشار له امله بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.
UNHCR تایید کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې له پاکستانه تر یو میلیون ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.
د پاکستان لپاره د UNHCR استازې، فیلیپا کینډلر، وویل: "که شرایط مناسب وای، دا به د خوشحالۍ خبره وه، خو د اوسني حالت په سیوري کې دا د اندېښنو او ستونزو مسله ده."
دغه سازمان پر پوله د تګ راتګ ځایونو کې خپل حضور زیات کړی، هلته چې راستنېدونکي افغانان - چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي – په ساړه، ستړیا او عاجلو اړتیاوو سره رسېږي. دغه اداره او ملګري یې سملاسي مرستې ورکوي، لکه لنډمهالی سرپناه، د ژغورنې توکي او د ساتنې خدمتونه برابروي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دغه اداره زیاتوي: "خو د ژمي په سختېدو او بشري سرچینو د کمښت له امله، د اړتیاوو او امکاناتو ترمنځ واټن هره ورځ پراخېږي. که پراخ او دوامدار ملاتړ برابر نه شي، د ایران او پاکستان له لوري د ستنېدونکو حالت به لا سخت شي".
دوی خبرداری ورکوي، که بېرته ستانه شوي کسان په اغېزناک ډول بېرته ټولنه کې مدغم نه شي، نو نورو هېوادونو ته تګ به یې حتمي وي.
د رپوټونو له مخې، په افغانستان کې لسو کې نهه کسان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، اقتصادي کړکېچ، بېکارۍ او کمزورو دولتي خدماتو کورنۍ زیانمنې کړې دي. په ۲۰۲۵ کال کې له پاکستان او ایرانه ۲.۲ میلیونه کسان بېرته ورستانه شوي او وروستیو زلزلو یې کړاوونه لا ډېر کړي دي.
UNHCR د حکومتونو د ملاتړ په کمېدو، له انفرادي او شخصي بسپنه ورکوونکو او مرستندویانو غواړي چې لږ تر لږه ۳۵ میلیونه ډالر برابر کړي چې د افغانستان او نورو زیانمنو سیمو خلکو ته د ژغورنې مرستې ورسول شي.
دغه اداره ټینګار کوي چې پاکستان کې لا هم ګڼ شمېر افغانان د خوندیتوب ځانګړې اړتیاوې لري، په ځانګړي ډول هغه کسان چې پخواني فعالیتونه یې، تړاوونه یا نورې کمزورۍ له خطر سره مخامخولی شي. ډېرو ته قانوني مرستې، اسناد او د ټولنې پر بنسټ ملاتړ ته اړتیا ده.
UNHCR له پاکستانه غواړي هغه افغانان چې د ځانګړي خوندیتوب اړتیا لري، د ناقانونه بهرنیانو د ستنېدو پلان (IFRP) له حکمونو معاف کړي او په خوندي ډول یې په هېواد کې پرېږدي. دا کار به د پاکستان هغه اوږده دود ته دوام ورکړي چې په تېرو لسیزو کې یې میلیونونو افغانانو ته پناه ورکړې ده.
له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان او افغانستان کې د طالبانو حکومت تر نښتو وروسته د تګ راتګ لارې تړل شوې دي، خو پاکستان په خپله خاوره کې پر افغان کډوالو فشار ډېر کړی او کابو هره ورځ یې له دې هېواده ایستلو ته اړباسي.