تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان حکومت په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پنځو کمپونو تړلو پرېکړه کړې
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
پاکستان حکومت په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پینځو کمپونو تړلو پرېکړه کړې. د پاکستان سرحدي سیمو، ریاستونو او کشمیر، بلتستان چارو وزارت (سافرون) له لوري د سپتمبر پر ۲۵مه خپاره شوي امر کې ویل شوي، چې د هریپور سیمې پنیان، باسو میرا، پادهنا، چترال سیمې کالکاتک-کیسو او بر دیر سیمې براول نومي کمپونه تړل کېږي.
د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې د هریپور پنیان کمپ چې نژدې ۴۰ کاله مخکې چمتو شوی، تر ۱۰۰ زرو پورې کډوال پکې مېشت دي.
په دې امر کې چې ویل شوي، د پاکستان رسمي جریدې په راتلونکې ګڼه کې به خپور شي، ویل شوي، د کمپونو ځمکه او هغه وسایل چې د لېږدولو وړ نه وي، د خیبر پښتونخوا حکومت اړوند سیمو ځايي چارواکو ته سپارل کېږي.
د امر کاپي په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان کډوالو لوی کمشنر او د بلوچستان، پنجاب او خیبر پښتونخوا ایالتونو اړوند ادارو ته هم استول شوې ده.
په امر کې د پاکستان کورنیو چارو وزارت د هغې پالیسۍ یادونه هم شوې، چې د روان کال جولای له لومړۍ نېټې یې د ثبت او راجستر افغان کډوالو ایستلو پرېکړه وکړه او زیاته شوې، چې تازه امر له هغې پالیسۍ سره سمون خوري.
د ملګرو ملتونو کډوالو چارو ادارې وايي، پاکستان کې ډېری استوګن افغان کډوال په خیبر پښتونخوا ایالت کې مېشت دي او د فدرالي حکومت له تازه پرېکړې سره به هغه زرګونه کورنۍ اغېزمنې شي، چې له لسیزو راهیسې په دې ایالت کې مېشت دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري د پاکستان حکومت دې پریکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار کوي چې افغانستان ته ستنیدل یې باید په خپله خوښه، پړاویز، خوندي او باعزته وي.
د یو این ایچ سي ار یوه ویاند قیصر اپریدي په دې هکله یوه پیغام کې وویل:
''ډېری اغېزمن خلک هغه افغان کډوال دي چې کلونه – کلونه یې په دې ځایونو کې ژوند کړی او د دې پرمختګ په اړه یې ډېره ناهیلي څرګنده کړې ده، چې دا چاره به یې په ژوند څه اغېز وکړي. په ځانګړي توګه، یو این ایچ سي ار غوښتنه کوي چې هغه خلک چې د نړیوال خوندیتوب اړتیا لري او هغه کسان چې بشري پاملرنې ته اړ دي، له ځانګړو ننګونو سره مخ دي او باید د بېرته ستنېدو په وړاندې خوندي شي.''
څومره کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي؟
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو این ایچ سي ار شمېرې چې بيبيسي ته یې استولي، ښيي چې د تېر یانې ۲۰۲۴ کال د اګست له لومړۍ راهیسې د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر تر ۱۵مې پورې له پاکستانه ۷ سوه زره ۴۲۰۱۱ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي یا ایستل شوي دي.
پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو کمپاین پیل کړی چې په ترڅ کې یې له یو میلیون ډېر افغان کډوال افغانستان ته اړول شوي دي.
د یادونې ده، چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په زور د افغان کډوالو له شړلو سره مخالفت کړی او د اعلی وزیر مرستیال سهیل اپریدي په دا وروستیو کې بي بي سي ته وویل، اعلی وزیر امنیتي ادارو ته په څرګند ډول لارښوونه کړې، چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د مېشتو افغان کډوالو له نیولو یا له دوی سره له هر ډول ناوړه چلن باید ډډه وکړي.
خو د ځینو رپوټونو له مخې د تېر کال له اپریل راهیسې پاکستان کې تر ۵۰ زرو پورې افغان کډوال نیول شوي، چې د رپوټونو له مخې ځینو پکې هلته د اوسېدو قانوني سندونه هم درلودل.
د ټاکلي ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته د سپمتبر پر لومړۍ نېټه پاکستان د هغو افغان کډوالو ستنولو تدبیرونه زیات کړل، چې د راجستر کېدو سند یا پي او ار کارتونه ورکړل شوي وو. د دې کارت لرونکو شمېر یو اعشاریه درې میلیونه یادېږي، چې د رپوټونو له مخې تر ټولو ډېر شمېر نژدې ۷ سوه زره یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې مېشت دي.
تر دې وړاندې پاکستاني حکومت د بې اسنادو کډوالو او د افغان وګړو په نامه کارت لرونکو کډوالو د ستنولو بهیر پیل کړی، چې په لړ کې یې په تېرو نژدې دوو کلونو کې د ملګرو ملتو د کډوالو چارو د ادارې په خبره، له یو اعشاریه دوه میلیونو ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.
د پاکستان تر څنګ له ایرانه هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په وروستیو میاشتو کې چټکه شوې، چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې سږکال یې په لړ کې له دغو دواړو هېوادو له دوو میلیونو ډېر افغان کډوال اړ ایستل شوي چې خپل هېواد ته ستانه شي.
د یو این ایچ سي ار مسوولینو د شمېرو له مخې د ۲۰۲۴ له اګست میاشتې نیولې د ۲۰۲۵ تر سپتمبر پورې له ایرانه دوه اعشاریه شپږ میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.