ولې په یوه کلي کې سلګونو ښځو خپل مېړونه وژلي وو؟

د ۱۹۲۹میلادي کال د ډسمبر پر ۱۴مه، د امریکا 'نیویارک ټایمز' ورځپاڼې یو داسې خبر خپور کړ، چې نه یوازې امریکا کې، ان ترې لېرې هنګري کې یې هم خلک هک حیران کړل.

د اروپا هنګرې کې د یوه لېرې پراته کلي مېشتو نږدې ۵۰ ښځو پر ضد یوه داسې دعوه پیل شو، چې ویل یې ګڼو یې خپلو مېړونو ته زهر ورکړي او وژلي یې دي.

که څه هم دا راپور لنډ و، خو ډېر تفصیلي معلومات یې درلودل او هغه دا چې: د ۱۹۱۱ او ۱۹۲۹ میلادي کلونو موده کې د بوداپست ښار جنوب ته ۱۳۰ کیلومتره نږدې، د ناګریو په نامه یوه سیمه کې د یو شمېر ښځو له خوا تر ۵۰ زیاتو نارینه و ته زهر ورکړل شوي وو.

دغه ښځې "پرښته جوړوونکې" بلل کېدې او ویل کېدل چې دوی به د ارسېنېک په نوم د یو ډول زهرجن محلول په مرسته نارینه وژل. ځینې خلکو دا پېښه په اوسني تاریخ کې د ښځو له خوا د نارینه‌ وو تر ټولو لویه ډله‌ ییزه وژنه بللې ده.

دغه ښځې بیا اړې شوې یوې عامې محکمې ته حاضرې شي. هغه ځای چې د یوې ښځې نوم په کې ډېر یادېده. د همدې کلي یوه قابله او روغتیاپاله وه چې ژوزسانا فازکاس نومېده.

دا پېښې هغه وخت شوې چې دغه کلی لا هم د اسټرو-هنګري (د اتریش او هنګري هېوادونو ګډ سلطنت) تر واکمنۍ لاندې و. هغه وخت دې کلي کې ځايي ډاکټر نه و ځکه نو فازکاس د کلي د روغتیايي چارو بشپړ واک درلود.

په ۲۰۰۴ کال کې، د بي‌بي‌سي په یوه مستند راډیويي پروګرام کې، د کلي یوه اوسېدونکې ماریا ګونیا وویل، چې فازکاس ځکه د زهر ورکولو اصلي تورنه وبلل شوه چې د کلي ښځو به له هغې سره د خپلو شخصي ستونزو په اړه په ازاد ډول خبرې کولې.

ګونیا وویل: "فازکاس به ښځو ته ویل، که تاسو له خپلو مېړونو یا نورو نارینه‌وو سره ستونزه لرئ، نو زه یې یو ساده حل لرم."

که څه هم فازکاس د ډله ‌ییزې وژنې اصلي مجرمه وبلل شوه، خو له دغو اسنادو داسې ښکاري، چې د کلي ښځې د خپلو مېړونو له خوا له سخت تاوتریخوالي، جنسي تېري او ظلم سره مخ وې خو دا کیسه ډېر کلونه پټه پاتې شوه. د پولیسو د راپورونو له مخې، لومړنۍ وژنې په ۱۹۱۱ میلادي کال کې وشوې، خو تر ۱۹۲۹ کاله یې پلټنه و نه شوه.

ځايي هدیره په ناڅاپي ډول په ډکېدو شوه خو هغه کوم شواهد وو چې له مخې یې مجرمانې افشا شوې؟

لومړني پېښې

فازکاس په ۱۹۱۱ کال کې د ناګریو کلي ته راغله.

د ګونیا او محکمې د شاهدانو له مخې، دلته دوه داسې لاملونه وو چې د خلکو د پام وړ وګرځېدل:

  • لومړی: فازکاس د قابله ګۍ دنده درلوده او بل دا چې هغې د درملو او نسخو په اړه هم معلومات درلودل. د هغې په ځینو نسخو کې کیمیاوي توکي هم شامل وو چې دا په دې سیمه کې ډېره عامه خبره نه وه.
  • دویم: د هغې مېړه ورک و او هېڅوک نه پوهېدل چې چېرې دی.

د ګونیا په وینا: "په ناګریو کې نه کوم پادری (مذهبي ملا) و او نه ډاکټر، نو د هغې پوهې د خلکو پام ځان ته واړوه او همدا و چې خلکو پرې باور پیل کړ."

هغې زیاته کړه: " په ځینو کورونو کې یې داسې ښځې ولیدې چې یا یې مېړونو وهلې یا یې پرې جنسي تېری او یا یې هم ورسره خیانت کاوه."

نو فازکاس داسې یو کار پیل کړ چې هغه وخت منع و- د ماشوم ضایع کېدو چاره یې پیل کړه. له همدې امله بیا یو ځل محکمې ته هم حاضره شوه، خو هېڅکله یې سزا و نه لیدله.

د ګونیا له خولې، اصلي ستونزه دا وه، چې ډېری وخت به هلک او نجلۍ د کورنۍ په خوښه ودېدل او ډېرې ځوانې نجونې به له خپل عمر دوه یا درې برابر د زیات عمر کسانو ته واده کېدې.

هغې وویل: "هغه وخت طلاق ناشونی و او ښځې له مېړونو نه شوی بېلېدلی، ان که هر څومره ظلم به هم پرې کېده" خو د هغه وخت راپورونه ښيي، چې د کورنیو په خوښه ودونو کې به ځینې قانوني تړونونه هم تړل کېدل، لکه د ځمکو ملکیت، وراثت او نور حقوقي مسولیتونه.

ګونیا بي‌بي‌سي ته وویل: "فازکاس به ښځو ته ډاډ ورکاوه چې زه ستاسو ستونزې هوارولی شم."

د زهرو ورکولو لومړنۍ پېښه هم د هغې له راتګ سره سم په ۱۹۱۱ کال کې وشوه. له هغه وروسته بیا د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال او د استرو-هنګري د سلطنت تر ړنګېدو وروسته دا پېښې لا ډېرې شوې، او نور نارینه هم ووژل شول.

په دې توګه، د ۱۸ کلونو په موده کې د شاوخوا ۴۵ تر ۵۰ نارینه ووژل شول. دا وژل شوي کسان یا د چا مېړونه وو او یا هم پلرونه او بیا ټول د کلي په هدیره کې خاورو ته وسپارل شول.

ګڼ شمېر خلکو بیا د ناګریو کلی د "قاتلانو ښار" باله.

دغو معلوماتو د پولیسو پام ځان ته واړاوه. د ۱۹۲۹ میلادي کال په پیل کې له قبرونو د معاینې لپاره مړي راواېستل شول او په ټولو مړو کې یو ډول شواهد وموندل شول چې هغه د ارسېنېک محلول و.

پر ښځو دعوه

فازکاس د کلي په یوه عادي یوه پوړیزه ودانۍ کې اوسېده، چې دروازه یې سړک ته پرانیستل کېده. همدلته به یې ډېر زهرجن ترکیبونه چمتو کول. هغه مرکبات چې په یادو وژنو کې وکارول شول.

د ۱۹۲۹ کال د جولای پر ۱۹مه، هغې ولیدل چې پولیس یې نیولو ته ور روان دي.

"کله چې یې هغوی ولیدل، پوه شوه چې خبره یې ختمه ده. تر هغو چې پولیس کور ته ورسېدل، هغې ځان وژلی و. خپل جوړ کړي زهر یې څښلي وو."

خو دغه قابله یوازینۍ مجرمه نه وه. په همدې کال کې همدې کلي ته د نږدې ولسوالۍ پلازمېنه سوزنوک کې پر ۲۶ نورو ښځو هم ورته دعوه شوه.

په دې ښځو کې اتو ته یې د اعدام سزا واورول شوه، او نورو ته د بند سزا ورکړل شوه او اوو ښځو ته د ټول عمر بند سزا ورکړل شوه. یوازې څو ښځو خپل جرمونه ومنل ځکه نو د هغوی ریښتینې موخې هېڅکله څرګندې نه شوې.

د محکمې د اسنادو پر بنسټ، ډاکټر او تاریخپوه ګیزا چیخ بي‌بي‌سي ته وویل، چې نن هم ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

ګیزا چیخ وویل: "د هغوی د هڅونو په اړه ګڼ نظریات شته: بېوزلي، حرص او ستړیا."

تاریخپوه زیاته کړه: "په ځینو راپورونو کې راغلي، چې ګڼ شمېر ښځو د روسيې له جنګي اسیرانو سره اړیکې جوړې کړې وې، ځکه د نارینه‌‌وو د نه شتون له امله یې هغوی کروندو کې د کار لپاره راوستلي وو."

کله چې د هغوی مېړونه راستانه شول، نو ښځو ته ناڅاپي دا احساس پیدا شو چې خپله ازادي یې له لاسه ورکړې، او له همدې امله یې دا کار وکړ.

د ۱۹۵۰ لسیزې موده کې، تاریخپوه فرنک جورجیو چې په کمونیستي حکومت کې بندي شوی و د کلي له یوه مشر سره وکتل. دغه زاړه بزګر بیا دعوه وکړه چې د ناګریو کلي ښځو له پخوا وختونو راهیسې خپل مېړونه وژل.

په نږدې ښار تیساکورت کې هم ځینې مړي له قبرونو راواېستل شول، او ارسېنېک په کې وموندل شو خو د دغو وژنو په تړاو هېچاته هم سزا ور نه کړل شوه.

ځینې اټکلونه ښيي چې په ټوله کې په دې سیمه کې د ارسېنېک له امله د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته رسېدلی و.

د ګونیا په وینا، د زهر ورکولو له دغو پېښو وروسته، له خپلو ښځو سره د مېړونو په چلن کې په ښکاره ډول ښه والی راغلی و.