تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مریم الزماني، د هند تر ټولو لویه سوداګره چې پرتګالیانو او انګریزانو ته یې زیان واړوه
- Author, وقار مصطفی
- دنده, بي بي سي
د ۱۶۱۳ کال د موسمي بارانونو وخت پای ته رسېدلی و چې پرتګالیو سوداګرو د 'رحیمي' په نامه یوه کښتۍ ودروله او 'ګوا' ته یې بوتله.
دا کښتۍ، چې په سره سمندر کې د هندي کښتیو ترټولو لویه هغه وه، د "مریم الزماني" په نامه د یوې مېرمنې ملکیت وه.
"مریم الزماني" د هغې لقب و، خو اصلي نوم یې "هرکها بايي" و. د راجپوت د دغه شهزادګۍ هرکها بای دغه کیسه خورا په زړه پورې ده.
په ۱۵۶۲ کال کې، هرکه بای له درېیم مغل امپراتور جلال الدین محمد اکبر سره واده وکړ. څه موده وروسته دغه جوړې کره یو زوی نورالدین محمد پیدا شو او جلال الدین محمد اکبر یې په مناسبت هرکه بايي ته د "مریم الزماني" لقب ور کړ.
د دوی زوی نورالدین محمد اکبر وروسته د 'جهانګیر' لقب سره د هند پر تخت کېناست.
د تاریخ پوهانو روبي لال او ایرا مکهوټي په وینا، د اکبر غوره او اغېزناکه مېرمن د خپل وخت له شتمنو مېرمنو یوه وه.
الیسن بینکس فنډلي، د امریکایۍ او نړیوالې ټولنې ژورنال لپاره په خپله څېړنیزه مقاله "د مریم الزماني د کښتۍ نیول: مغولې مېرمنې او اروپایی سوداګر" کې لیکي، مریم الزماني د مغلي امپراتورۍ ترټولو لویه ښځینه سوداګره ګڼل کېږي. هغې له ۴۰ د زیاتو کلونو لپاره د "ملکې مور" له لقب سره ژوند وکړ تر دې چې په ۱۶۲۳ میلادي کال کې مړه شوه.
دا د مریم الزماني د زوی او مغل امپراتور جهانګیر د واکمنۍ مهال و چې پرتګالیانو د مریم الزماني ملکیت (رحیمي کښتۍ) په داسې حال کې چې اجازه لیک یې لاره، له سوداګریزو توکو او ۷۰۰ مسافرو سره ونیوله.
ایرا مکهوټي په خپل کتاب د لمر لورګانې: د مغلي امپراتورۍ اغېزناکې ملکې او بیګمې کې لیکي چې رحیمي کښتۍ یوازې یوه سوداګریزه کښتۍ نه وه، بلکې د زیارت کوونکو د تګ راتګ لپاره هم کارول کېده، چې د هندوستان له سورت بندره به یې حاجیان موچا بندر ته چې د مکې په جنوب کې د سره سمندر په غاړه پروت دی، لېږدول او په اروپایي نړۍ کې د "لویه زیارتي کښتۍ" په نامه هم پېژندل کېده.
رحیمي کښتۍ کې به له هندوستانه نیل، پنبه، ورېښم، څرمنې، فلزات، غالۍ، مسالې، اپیوم او ګاڼې نورو هېوادونو ته صادرېدلې، خو له نورو هېوادونو به په کې تر ډېره د شاهي کورنۍ مېرمنو د علاقې وړ توکي لکه سره زر، سپین زر، عاج، مرغلرې، امبر، عطر، ښيښې او نور توکي هندوستان ته لېږدول کېدل.
مریم الزماني څو نورې کښتۍ هم درلودې، خو رحیمي د سمندري سفر لپاره تر ټولو مشهوره وه.
د مکهوټي په وینا، رحیمي په ۱۷مه پېړۍ کې د هند په سمندرونو کې د تګ راتګ له لویو کښتیو یوه وه.
دې کښتۍ هغه مهال د ۱۵۰۰ مسافرو د ځایولو او د هغه وخت په حساب د سلو زرو پاونډو یا د نن په حساب د یو میلیارد هندي روپیو د توکو د لېږد وړتیا درلوده.
د ملکې مور (مریم الزماني) د سوداګرۍ لپاره څو استازي، دلالان او مالي سلاکاران ټاکلي وو.
د ویلیم فاسټر د "ارلي ټریولز" یا لومړني سفر کوونکي په نامه کتاب له مخې، مریم الزماني د پاچا په ګډون د دربار له څلورو مهمو شخصیتونو یوه وه. همداراز یوازینۍ داسې ښځه وه چې د ۱۲ زرو سورلیو رتبه ورکړل شوې وه. هر کال د نوروز پر مهال به هر شتمن کس هغې ته له خپل مقام سره سم ګرانبیه ګاڼې ډالۍ کولې.
مریم الزماني ته د رسمي فرمانونو د خپرېدو واک هم ورکړل شوی و. هغه واک چې تر ډېره یوازې پاچا ته ځانګړی شوی وي.
د مکھوټي له مخې، هغې له خپلې شتمنۍ او نفوذه په کارولو ځینې باغونه، څاه ګانې او جوماتونه جوړ کړل.
د سید محمد لطیف د "تاریخِ لاهور" کتاب ښيي چې مریم الزماني په ۱۶۱۴ میلادي کال کې د لاهور د شاهي کلا د اکبري په نامه دروازې ترڅنګ د لاهور ښار د دولسو تاریخي دروازو له یوې هغې سره نږدې، د مریم الزماني یا بېګم شاهي جومات جوړ کړی و.
تاریخ پوهان پر دې باور دي چې د تاریخ په اوږدو کې د شاهي کورنۍ په مېرمنو کې د مریم الزماني په څېر بله هېڅ داسې زړوره او کاروبارۍ مېرمن نه ده تېره شوې او نه هم د کومې بلې سوداګرې کښتۍ له دومره ستونزو سره مخ شوې ده.
فاسټر لیکي چې د ۱۶۰۹ میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې د مریم الزماني کښتۍ موچا سیمې ته د تګ لپاره چمتو کېده.
پرتګالیانو ګواښ وکړ چې که چېرې د اجازې لپاره ډېرې پیسې ورنه کړل شي، نو دوی به کښتۍ د ګجرات د دیو په نامه پولې ته یوسي. په پایله کې له جګړې د مخنیوي لپاره دواړو خواو په لږ څه پیسو سره هوکړه وکړه.
"بیا د ۱۶۱۰ میلادي کال په پای یا د ۱۶۱۱ کال په پیل کې، کله چې کښتۍ موچا سیمې ته د یو بل سفر لپاره بارېده، مریم الزماني خپل یو استازی د اګرې سیمې جنوب لوېدیځ ته چې شاوخوا ۸۰ کیلومتره لیرې وه د نیل ترلاسه کولو یو مهم بازار ته واستاوه، چې هلته نیل واخلي او کښتۍ کې یې بار کړي."
"خو کله چې دا تړون بشپړېدو ته نږدې شو، انګرېز سوداګر ویلیم فنچ راورسېد، او د نیل پېرلو لپاره یې لا زیاتې پيسې ورکړې، ويې پېره او له ځانه سره یې یوړ. کله چې مریم الزماني خبره شوه چې یو انګرېز د نیل پېرلو لپاره تر هغې زیاتې پیسې ورکړي او پېرلی یې دی نو ډېره غوسه شوه او خپل زوی پاچا جهانګیر ته یې شکایت وکړ. د دې شکایت له امله د ویلیم هاکېنز په نوم انګرېز استازی د دربار له خوا له سختو حالاتو سره مخ شو."
د ویلیم فنچ دا بېړنی ګام د جهانګیر په دربار کې د ایسټ انډیا په نوم شرکت لپاره ډېرې ناوړه پایلې درلودې. د دې پایلو اغېز دومره سخت و چې په ۱۶۱۲ میلادي کال کې انګرېز کپتان جارډین ولیکل، "د ملکې رحیمي کښتۍ موچا ته روانه وه، خو ځايی سوداګرو په کې تر هغې خپل مال نه باروه چې موږ (اروپایان) له هغه ځایه نه وو وتلي. "
معنا دا چې که څه هم مریم الزماني یوه شتمنه سوداګره وه او د مغلو له شاهي کورنۍ سره یې تړاو درلود، خو د کاروبار له خطرونو سره به مخ کېده.
فنډلي لیکي چې پرتګالیانو د اکبر د واکمنۍ پر مهال نسبتاً دوستانه اړیکې وساتلې، او دغو اړیکو د جهانګیر تر وخته دوام درلود.
خو مکھوټي لیکي چې د جهانګیر په دوره کې پرتګالیان د مغلو په دربار کې دننه د نورو اروپايي سوداګرو او په ځانګړې توګه د انګرېزانو له شتونه په وېره کې شول.
د بریتانویو استعماري اسنادو له مخې، پرتګالیانو له مغلي درباره د اروپايي سیالانو د اېستلو لپاره د فشار اچولو په موخه، د پاچا مور ملکې مریم الزماني یوه کښتۍ په نښه کړه، چې د پاچا شهرت او ویاړ وننګوي.
پرتګالیانو کښتۍ وسوزوله
فنډلي لیکي، کله چې دا روښانه شوه چې کښتۍ به بېرته ور نه کړل شي، نو جهانګیر امر وکړ چې د هندوستان د سمندري سوداګرۍ تر ټولو لویه پوله "سورت" دې د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړل شي، او د پرتګالیانو پر ښار "دمن" دې ولکه ولګوي او ودې تړل شي.
رابرټ اورمې په خپل کتاب هسټوریکل فریګمنټس آف ده مغل ایمپایر یا ( د مغلي سلطنت تاریخي ټوټې) کې لیکلي، پرتګالیانو د سولې هڅه وکړه، او وروسته یې له مغلي حکومت سره دا ومنله چې د کښتۍ تاوان به ورکوي، او همداراز سره سمندر ته تلونکو لوړپوړو کښتیو ته به هم اضافي اجازې ورکوي.
خو د دې لپاره چې دې تړون کې د انګرېزانو د اېستلو په اړه کوم شرط نه و اېښودل شوی، نو جهانګیر مقاومت وکړ.
په پایله کې، د ویلیم فاسټر د ټولګې "Letters Received by the East India Company" یا هغه لیکونه چې د ایسټ انډیا شرکت ترلاسه کړل له مخې یې، پاچا یو تړون وکړ چې په کې پرتګالیانو ته امر وشو د نیول شوې کښتۍ بدل کې درې لکه روپۍ ورکړي، خو د انګرېزانو د اېستلو موضوع وځنډول شوه، ځکه جهانګیر ورو ورو د سمندر پر سر د انګرېزانو له ځواک سره اشنا کېده.
"په دې ډول، د مریم الزماني پر کښتۍ د پرتګالیانو ولکې د دواړو حکومتونو ترمنځ اړیکو کې یو ستر بدلون راوست، او دا پېښه انګرېزانو ته په یوې لویې موکې بدله شوه." "د مشر پاچا مور ډېره مهمه ښځه وه ځکه نو پاچا پرتګالیان له هغه ځایه واېستل."
که څه هم مریم الزماني "رحیمي" نومې تر ټولو لویه حج ته تلونکې کښتۍ له لاسه ولاړه، خو خپله سوداګري او او حج ته د تګ راتګ کاروبار یې روان وساته.
پرسون چیټرجي په خپل کتاب "Gender and Travel Writing in India" یا (جنسیت او هند کې سفري لیکنې) کې لیکلي، چې هغې د کښتیو مشري کوله.
د فاسټر او نورو مورخینو د معلوماتو بر بنسټ، د ۱۶۱۷ میلادي کال په شاوخوا کې، دوه انګرېز قزاقانو د سره سمندر له لارې د مریم الزماني د یوې داسې ستنېدونکې کښتۍ د نیولو هڅه وکړه چې ګڼ شمېر حاجیان او ګرانبیه توکي په کې بار وو. خو دا کښتۍ په وروستۍ شېبه کې وژغورل شوه.
"که د ایسټ انډیا شرکت کښتۍ کې پر وخت مداخله نه وای کړې دا پېښه به د دې لامل شوې وه چې د هند تر ټولو بوخت بازارونه به د انګریزانو سوداګرۍ لپاره تړل شوي وو. "
عایشه صفدر او محمد اعظم خان د "جرنل آف انډین سټډیز" یا د هندۍ څېړنې ژورنال په یوه څېړنه کې لیکلي، چې د رحیمي کښتۍ له ضایع کېدو وروسته، د ملکې مور د یوې بلې سترې کښتۍ د جوړېدو امر وکړ.
"پر دې کښتۍ ۶۲ توپونه نصب شوي وو او تر ۴۰۰ ډېر وسله وال سرتېري یې درلودل. دا کښتۍ (ګنجِ سوایي) نومېده، چې د خپل وخت تر ټولو وېروونکې سمندري کښتۍ ګڼل کېده. دا د سوداګرۍ او د حاجیانو مکې ته رسولو لپاره کارېده، او د راستنېدو پر مهال به یې ټول توکي د سرو او سپینو زرو په بڼه راوړل."
(وروسته بیا د اورنګزېب عالمګیر د حکومت پر مهال، د ۱۶۹۵میلادي کال د سپتمبر په ۷مه، له موچا سیمې سورت ته د تګ پر مهال، انګرېز قزاق هینري ایوري پر دې کښتۍ برید وکړ او ویې نیوله.)
د "Royal Mughal Ladies and Their Contributions" یا "شاهي مغلۍ مېرمنې او د هغوی ونډې" لیکوالې سوما مکرجي په وینا، مریم الزماني د سویلي اسیا لومړنۍ داسې مېرمن بلل کېږي چې په کورنۍ او نړیواله سوداګرۍ کې یې فعاله او دوامدار ونډه درلودلې ده.
فنډلي لیکلي: "هغې د یوې بریالۍ سوداګرې ښځې په توګه د نړیوالې پراخېدونکې سوداګرۍ په ډګر کې بهرنۍ سوداګرۍ ته د مغلو ښځو د ونډې اهمیت په ډاګه کړ. د مغلي سلطنت د نورجهان او جهان ارا بېګم په ګډون د تر ټولو نامتو سوداګرو ښځو ترمنځ مریم الزماني تر ټولو با نفوذه او د پام وړ شخصیت ګڼل کېږي."
ډرک کولیر په خپل کتاب"Emperors' Writings: Memories of Akbar the Great" یا د امپراتورانو لیکنې: د ستر اکبر یادونه کې لیکلي: "هغې د ورېښمو او بېلابېلو مسالو ستره سوداګري تر نړیوالو پولو وغځوله، او له خلیجي او نورو هېوادونو سره یې د سوداګرۍ څارنه کوله."
"اکبر د مریم الزماني له کاروبار سره ځانګړې علاقه درلوده، او د هغې پر سوداګریزو پروژو یې پانګونه کوله او وخت یې ورکاوه. اکبر به ډېری وخت له هغې سره د سوداګرۍ پر چارو اوږدې خبرې کولې."
بیمبر او کریسټینا ګیسکوېن په خپل کتاب"The Great Mughals" یا ستر مغل کې لیکلي، چې د جهانګیر ملکه نورجهان او د مغلو پاچا شاه جهان او ممتاز محل لور او د اورنګزېب مشرې خور جهان ارا بیګم د مریم الزماني میراث پر مخ یوړ او په نړیواله سوداګرۍ او کاروبار کې یې هم ونډه واخیسته.