تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تریاکو، اور لمبو معبدونو او ساريګانو نړۍ: د هند مخ په کمېدونکو پارسیانو ته کتنه
- Author, شریلان مولان
- دنده, بيبيسي نيوز، ممبۍ
په هند کې د سوداګریزې پلازمېنې ممبۍ جنوبي برخې په یوه ارامه کوڅه کې یو موزیم دی چې د نړۍ له پخوانیو دینونو زردشتي دین پیروانو ته وقف شوی دی.
د فرامجی دادابهای الپایوالا موزیم د پارسي ټولنې تاریخ او میراث ثبتوي - دا یوه کوچنۍ قومي ډله ده چې شمېر یې په چټکۍ سره کمېږي او ډېری یې په هند کې مېشت دي.
اوس مهال د هغوی شمېر شاوخوا ۵۰،۰۰۰ تر ۶۰،۰۰۰ پورې اټکل کېږي او باور کېږي چې پارسیان د هغو ایرانیانو اولادونه دي چې څو پېړۍ وړاندې د مسلمانو واکمنانو لهخوا د مذهبي تعقیب له امله وتښتېدل.
سره له دې چې پارسیانو د هند په اقتصادي او کلتوري جوړښت کې مهم رول لوبولی، د دوی په اړه عام ولس او نړیواله ټولنه لا هم ډېر معلومات نه لري.
د موزیم مسؤل کیرمن فټاکیا وایي: "دا نوی ترمیم شوی موزیم هیله لري چې دا نااشنايي له منځه یوسي او خلک وهڅوي چې د پارسي ټولنې تاریخ، کلتور او دودونه د نادرو تاریخي توکو له لارې وپلټي."
دلته د نندارې لپاره داسې تاریخي توکي هم شته لکه د میخي لیک خښتې، خټین لوښي، سکې او نور شیان چې د بابل، مېسوپوتامیا، شوش (Susa) او ایران له سیمو راټول شوي او تاریخ یې شاوخوا ۴۰۰۰ تر ۵۰۰۰ ق.م ته رسېږي.
دا هغه ځایونه دي چېرې چې زردشتي ایراني پاچایان واکمن وو، لکه د هخامنشي، اشکاني او ساساني دورې.
همداراز د یزد له ښاره هم لرغوني توکي شته، چې دا ښار د ایران په مرکزي برخه کې پروت دی. یزد پخوا یوه وچه شګلنه دښته وه او د عربو له یرغل وروسته له میلاد مخکې د اومې پر مهال ډېر زردشتیان له نورو سیمو وتښتېدل او هلته مېشت شول.
د نندارې یو له مهمو توکو د کوروش ستر د خټې استوانه ده، چې هغه د هخامنشي سترواکۍ بنسټګر پارسي پاچا و. فټاکیا وایي، دا اسطوانه – چې د "کوروش فرمان" یا "کوروش سلنډر" په نوم هم پېژندل کېږي – د لرغوني نړۍ له خورا ارزښتناکو موندنو ده. دا په میخي لیک لیکل شوې ده او هغه حقونه بیانوي چې کوروش د بابل خلکو ته ورکړي وو. دا استوانه ډېری وخت د بشري حقونو لومړۍ اعلامیه بلل کېږي او یو نقل یې په ملګرو ملتونو کې هم نندارې ته اېښودل شوی دی.
هلته داسې نقشې هم شته چې د هغو زرګونو ایراني زردشتیانو د مهاجرت لارې تعقیبوي، چې له خپلو سیمو د مذهبي ځورونې له وېرې وتښتېدل او د اتمې تر لسمې پېړۍ پورې او بیا د نولسمې پېړۍ په جریان کې هند ته ولاړل.
په دغه ټولګه کې فرنیچر، لاسوندونه، انځورونه او د پېژندل شویو پارسیانو عکسونه هم شامل دي - چې له هغو څخه یو یې جمشېدجي وانجي ټاټا دی، د ټاټا ګروپ بنسټګر ، چې اوس د جاګوار لینډ روور او ټیټلي چای په څېر مشهوره برانډونه لري.
بله د پام وړ برخه هغه توکي ښيي چې هغو پارسیانو راټول کړي وو چې په نولسمه پېړۍ کې د چای، ورېښمو، مالوچو - او په ځانګړې توګه تریاکو - له لارې له چین سره په تجارت کې بډایه شوي وو. په نندارتون کې دودیزې پارسي ساري هم شته چې د چین، فرانسې او نورو سیمو د ډیزاینونو له اغېزو برخمنې دي، ځکه چې دا ټولې سیمې د دغو نړیوالو سوداګریزو اړیکو له لارې سره تړل شوې وې.
د موزیم دوه تر ټولو جالب نندارتونونه د "ارامۍ څلی" (Tower of Silence) او د پارسیانو د اور عبادتځای (Fire Temple) نقلونه دي.
د ارامۍ څلی، چې دخمه هم بلل کېږي، هغه ځای دی چې پارسیان خپل مړي هلته پرېږدي چې طبیعت ته وسپارل شي - نه خاورو ته سپارل کېږي او نه هم سوځول کېږي. فټاکیا وايي: "دا نقل په دقیق ډول ښيي چې بدن ته څه پېښېږي کله چې هلته کېښودل شي." هغه زیاتوي چې یوشمېر محدودو کسانو ته د اصلي برجونو د لیدلو اجازه شته.
د اور عبادتځای د ژوند اندازې نقل هم په هماغه اندازه زړهراښکونکی دی، ځکه چې دا د یو مقدس ځای نادرې نندارې ته موکه برابروي – دا هغه ځای دی چې اکثره غیر پارسیانو ته د ورتګ اجازه نه وي. دې نقل د ممبۍ له یوه مشهور معبده الهام اخیستی او پکې مقدس نقشونه ښودل شوي چې د ایران له لرغوني پارسي معمارۍ الهام اخلي.
د الپایوالا موزیم چې اصلاً په ۱۹۵۲ کال کې د هغه وخت د بمبۍ په ښار کې جوړ شوی و، د ممبۍ له زړو فرهنګي بنسټونو شمېرل کېږي. دا موزیم تازه ترمیم شوی او اوس پکې عصري نندارې شته چې ښې شرحه شوې نندارې یې په ښیښو کې ځای پر ځای شوې دي. هر لیدونکي ته د سفر لارښود وړاندې کېږي.
فټاکیا وايي: "دا یو کوچنی موزیم دی، خو له تاریخه ډک دی."
"او دا یوازې د ممبۍ یا هند د اوسېدونکو لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ خلکو لپاره هم یو ښه ځای دی چې د پارسي ټولنې په اړه نور معلومات ترلاسه کړي."