تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه سړی چې د هند په یوه مندر کې یې د جنسي تېريو او د جسدونو ښخولو ادعا کړې وه، ونیول شو
په هند کې پولیسو هغه سړی نیولی چې تازه یې ادعا کړې وه چې له جنسي تېریو وروسته یې د ښځو سلګونه جسدونه دفن کړي دي. د هغه په خبره، دغه ښځې له جنسي تېریو وروسته وژل شوې او دی یې خښولو ته اړ ایستل شوی و.
د دې سړي حیرانوونکې څرګندونو د کرناټک ایالت د "دهرماستلا" په مذهبي ښار کې سخته غوغا رامنځته کړې.
په دغه ښار کې د منجوناتا سوامي په نامه د پېړیو پخوانی تاریخي معبد دی.
زرګونه کسان هره ورځ دغه معبد ته ورځي او دغه ځای د سیمهییزو خلکو د ژوند مهمه برخه ګڼل کېږي.
د موضوع له تودېدو وروسته په ایالت کې سیاسي لانجې پیل شوې او حکومت اړ شوی چې د حقیقت معلومولو لپاره ځانګړې څېړنیزه ډله جوړه کړي.
د دغې ډلې یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د شنبې په سهار بيبيسي ته وویل: "سړی د دروغجنې دعوې له امله نیول شوی دی."
راپورونه ښيي چې دغه منځني عمر لرونکي سړي په جولای میاشت کې پولیسو ته عریضه کړې وه او خپله دعوه یې ثبت کړې وه. د نوموړي هویت تر اوسه پټ ساتل شوی او هر ځل په عام محضر کې په بشپړو تورو کاليو او نقاب کې ښکاره کړل شوی دی.
د هغه عریضه چې بيبيسي لیدلې، نوموړي پکې ویلي چې له ۱۹۹۵ نه تر ۲۰۱۴ پورې یې د معبد د پاکولو دنده لرله او په دغه موده کې یې په زور د سلګونو ښځو او نجونو جسدونه خښ کړي دي. د نوموړي په خبره، پر دغو ښځو لومړی جنسي تیري شوي او وروسته وژل شوې دي.
هغه د پنځو پېښو ځانګړې کیسې کړې او ټینګار یې کړی چې نورې پېښې هم شته. د ده په خبره، ځینې قربانیانې نابالغې نجونې دي.
نوموړي ویلي، له ۲۰۱۴ یې په پټه ژوند کاوه او اوس یې یوازې د خپل وجدان د ارامولو لپاره دا موضوع راپورته کړه.
که څه هم د معبد دغه پخوانی صفاکار د کوم ځانګړي کس نوم نه دی یاد کړی خو د معبد اداره او کارکوونکي یې تورن کړي دي.
د معبد مشر بیا دا ادعاوې په کلکه رد کړې او هغه یې "بېاساسه او دروغجنې" وبللې.
کله چې دغه سړی د قاضي مخې ته وړاندې شو، د ثبوت په توګه یې له کڅوړې د انسان یوه کپرۍ راووېستله. نوموړي وویل دا د هغه جسد برخه ده چې نومړي حښ کړی او څو ورځې وړاندې یې له هماغه ځایه رااېستلې ده.
خو د ځانګړې څېړنیزې ډلې یوه چارواکي بيبيسي ته وویل: "هغه ککرۍ او هډوکي چې ده وړاندې کړل، له هغو ځایونو نه دي راوړل شوې چې ده یې ادعا کړې وه."
د شنبې ورځې نیونه د دې لانجمنې کیسې په بهیر کې یو لوی بدلون ګڼل کېږي، ځکه له امله یې د ایالت دننه او بهر تاوتریخوالی او لانجې راپورته شوي دي.
دغه ادعاوو ته په رسنیو کې پراخ انعکاس ورکړل شو. د ایالت د ښځو د کمېسیون له خوا د اندېښنو تر راپورته کېدو وروسته، حکومت پراخې جنايي څېړنې پیل کړې
په تېرو اونیو کې د څېړنې ټیم د دهرماشالا په شاوخوا کې څو ځایونه وکېندل تر څو د سړي ادعاوې تایید کړي.
نوموړي په لومړیو کې ۱۳ ځایونه ښودلي وو چې ځینې یې په لېرېپرتو، ځنګلونو او له مارانو ډکو سیمو کې وو.
سرچینو بيبيسي ته ویلي، له دوو ځایونو د انسان پاتې شوني موندل شوي چې یوه کوپړۍ او شاوخوا ۱۰۰ د هډوکو ټوټې دي. دغه پاتې شوني اوس د جنایي څېړنو لابراتوار ته استول شوي خو لا څرګنده نه ده چې د چا دي.
ادعاوو د معبد اداره کوونکې "هیګاډې" کورنۍ ته هم پام ور اړولی دی.
د معبد مشر ویرېندرا هیګاډې چې د هند پارلمان د مشرانو جرګې غړی دی او په ۲۰۱۵ کال کې یې د هند د دوهم ستر ملکي ویاړ پدما ویبهوشن جایزه ترلاسه کړی وه. نوموړي د څېړنو هرکلی کړی دی.
ښاغلي هیګاډي بيبيسي ته په یوه بیان کې ولیکل: "موږ د حکومت له دې پرېکړې منندوی یو چې د نامعمولو مرګونو د څېړنې لپاره یې ځانګړې ډله ټاکلې ده. موږ لا له وړاندې له څېړونکو بشپړه همکاري کوو."
هیګاډې زیاته کړه: "موږ په خپل عدلي سیستم، د څېړنې په ادارو او د هند په اساسي قانون بشپړ باور لرو."
هغه د هند له پيټيای خبري اژانس سره په مرکه کې د معبد د دغه پخواني کارکوونکي تورونه "ناممکن" وبلل او و یې ویل، "اوس باید رښتیا څرګند شي."
د جنسي تېریو او وژنو دغې ادعاوو په ایالتي سیاست کې هم لویې لانجې راپارولې. د ایالت په وروستي تقنیني ناسته کې پر دغه کېسه بحث شوی دی. د اپوزېسیون ګوند بیجيپي غړو دا د "هندو مذهبي ځای بدنامولو هڅه" وبلله .
د کورنیو چارو وزیر جي پارامېشوارا چې د واکمن ګوند کانګرس غړی دی، وویل: "حکومت نه د چا د صفت کولو نیت لري او نه د چا د بدنامولو."
هغه پوښتنه وکړه: "رښتیا باید څرګند نه شي؟ که څه ونه موندل شي نو دهرماشالا به لا ډېر ویاړمن شي. که څه وموندل شي، عدالت به پلی کېږي."